د بينظیر بوټو د ژوند وروستیو ۱۸ ساعتونو کې څه تېر شول؟

بے نظیر بھٹو

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ریحان فضل
    • دنده, بي بي سي هندي ډیلی

د پاکستان مخکینۍ لومړۍ وزیره بینظیر بوټو د ۲۰۰۷ م کال دسمبر پر ۲۷ مه د پاکستان راولپنډۍ کې، په یوۀ ځانمرګي برید کې ووژل شوه. اغلې بوټو دوه ځله د پاکستان لومړۍ وزیره وه او په اسلامي هېوادونو کې لومړنۍ مېرمن وه چې د دولت مشرتابه ته ورسېده. د نوموړي ۱۴ تلین په مناسبت د بي بي سي هندي څانګې خبریال ریحان فضل رپوټ چې لومړی ځل د ۲۰۲۰ کال په دسمبر کې خپور شوی، یو ځل بیا خپرېږي.

د ۲۰۰۷ کال دسمبر پر ۲۶ شپه د پاکستان مخکینۍ لومړۍ وزیره بینظیر بوټو له یوه اوږده سفره د پلازمېنې اسلام اباد زرداري هاوس نومي کور ته داسې حال کې ورسېده، چې د استخباراتي ادارې ای ایس ای مشر جنرال ندیم تاج ورته د یوه مهم کار لپاره د لیدو غوښتنې پیغام پرې ایښی و.

بینظیر بوټو پرېکړه وکړه، چې له دوه ساعته ارام کولو وروسته به له جنرال تاج سره وویني.

دې لیدنه کې چې د شپې یوه نیمه بجه وشوه، د بینظیر امنیت سلاکار رحمان ملک هم ناست و.

د ای ایس مشر د خپلو سرچینو د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ بینظر ته وویل، چې د ورځې اوږدو کې یې د وژنې هڅې خطر شته.

په اسلام اباد کې د بي بي سي مخکیني خبریال اوین بینیټ جونز په خپل کتاب 'دا بوټو ډاینسټي، دا سټرګل فار پاور ان پاکستان ' یانې پاکستان کې د واک لپاره د بوټو کورنۍ مبارزه کې لیکي:

''د جنرال تاج د خبرو له اوریدو وروسته بینظیر بوټو ګومان وکړ، چې ښايي پوځیان نه غواړي دا خپل سبانی پروګرام تر سره کړي، ځکه یې له هغه وپوښتل که د ځانمرګو بریدګرو معلومات لري نو ولې یې نه نیسي؟ جنرال تاج ځواب ورکړی و، دا شونې نه ده، ځکه د وسایلو راز یې افشا کېږي.

بینظیر له هغه غوښتي وو، چې د دې او پلویانو د امنیت لپاره یې نور ګامونه واخلي او جنرال تاج ورسره ژمنه کړې وه، چې همداسې به کوي.

اوون بینیټ جونز

د عکس سرچینه، OWEN BENNETT JONES

د عکس تشریح، اوون بینیټ جونز

د بینظیر وژلو ته چمتوالی

بل لور داسې حال کې چې بینظر له جنرال تاج سره خبرې کولې، قاتلین یې د وژلو د چمتوالي په چارو بوخت وو.

بینیټ جونز لیکي:

''نیمه شپه د پاکستاني طالبانو یو کس نصرالله له دوو پنځلس کلنو هلکانو بلال او اکرام الله سره یو ځای راولپنډۍ ته رسېدلی و.

دوو نورو ملګري یې حسنین ګل او رفاقت حسین د لیاقت باغ نومي هغه پارک لیدو ته تللي و، چې د ورځې پای کې به د بینظیر بوټو غونډه پکې کېده.

پولیس د پارک ټولو دریو درازو کې د تالاشۍ الاتو پر نصب کولو بوخت وو، خو دوی ته دا مهمه نه وه، ځکه پر بینظر بوټو یې برید داسې مهال پلان کړی و، چې نوموړې له غونډې کور ته ستنېده. ''

دا دواړه کسان له پارکه بېرته ستانه شول، بلال ته یې یو شمېر مرمۍ، تفنګچه او اکرام الله ته یې لاسي بم ورکړل.

حسنین بلال ته مشوره ورکړه، چې د سپورتي بوټانو پر ځای نور بوټان پر پښو کړي، ځکه امنیتي ځواکونو ته په روزنه کې ویل کېږي چې جهادیان سپورتي بوټان پر پښو کوي او له همدې کبله د هغوی پام وراوښتی شي.

بلال له همدې مشورې وروسته د بوټانو پر ځای څپلۍ پر پښو کړې.

له لمانځه وروسته حسنین تر هغې دروازې پورې له بلال سره لاړ، چې دوی فکر کاوه، بینظیر به یې پارک ته د ننوتو لپاره وکاروي.

سرورق

د عکس سرچینه، PENGUIN

غونډې ته له تلو مخکې له حامد کرزي سره لیدنه

هیرالډو منیوز چې د بینظیر بوټو وژل کېدو پېښې لړ کې یې د پلټنې لپاره د ملګرو ملتونو ټاکل شوي کمېسیون غړیتوب درلود او وروسته یې 'ګیټینګ اوې ود د مرډر ' په نامه کتاب هم لیکلی په دې هکله وايي:

''د دسمبر پر ۲۷ بینظیر بوټو ګهیځ اته بجې له خوبه راکېناسته. نهه بجې یې ناشته وکړه. د خپل ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ له مخکیني سناتور مخدوم امین فهیم سره یو ځای د افغان ولسمشر حامد کرزي لیدو ته لاړه. ښاغلی کرزی د اسلام اباد سرینا هوټل په څلورم پوړ کې و او بینظیر د هغه له لیدو وروسته یوه نیمه بجه بېرته خپل کور ته ستنه شوه. له ډوډۍ وروسته یې د ملګرو په مشوره د ماښامنۍ غونډې لپاره خپلې وینا ته وروستۍ بڼه ورکړه. ''

مازدیګر د بینظر بوټو د ګاډو کاروان د لیاقت باغ غونډې پر لور روان شو، چې په مخکې یې د پیپلز ګوند امنیتي چارو مشر توقیر کائرا ټویوټا لنډکروزر ګاډی روان و.

د بینظیر سپین رنګه لنډکروزر په شاوخوا کې دوه نور امنیتي ګاډي هم وو او تر شا یې تور رنګه مرمۍ ضد مرسډیز بینز روان و، چې احتیاطاً یې د بینظیر بوټو لپاره ساتلی و.

له بینظیر بوټو سره په موټر کې مخته ډرېور جاوید رحمان او ښي لاس ته پولیس افسر امتیاز حسین ناست وو، او په شاتنۍ څوکۍ کې کیڼ لور ته د پیپلز ګوند یو مشر مخدوم امین فهیم، په منځ کې بینظیر بوټو او کیڼ اړخ ته یې د هغې سیاسي سکرتره ناهید خان ناسته وه.

بے نظیر بھٹو

د عکس سرچینه، Getty Images

پر امنیتي اقداماتو سترګې پټول

نژدې درې بجې د ګاډو دا کاروان د راولپنډۍ پولیسو په ملتیا د لیاقت باغ ګاډو درېدو ځای ته ورسېد.

بینظیر بوټو په خپله څوکۍ کې ودرېده، مخ او اوږې یې له ګاډي څرګند شول، د پلویانو شعارونه یې بدرګه کړل او د هغوی لور ته یې لاس وښوراوه.

هیرالډو منیور په خپل کتاب کې کاږي:

''درې بجې او ۱۶ دقیقې وې، پولیسو د دروازې کیلي نه درلوده او له همدې کبله د بینظیر د سپرلۍ موټر له دریو تر پنځو دقیقو پورې د دروازې مخې ته ولاړ پاتې شو، بینظیر دا وخت د خوندیتوب له هر ډول اقدام پرته په خپل موټر کې ولاړه وه، او څېره یې د ګاډی له چته بهر ښکاریده. ''

بے نظیر بھٹو

د عکس سرچینه، Getty Images

یوه ثانیه کې درې مرمۍ

له دې وروسته هغې د نژدې لس زره کسانو پر وړاندې نژدې نیم ساعت وینا وکړه، ۱۷ ځله یې د خپل پلار ذوالفقار علي بوټو نوم یاد کړ او له وینا وروسته یې پلویانو تر ډېرو پورې د 'ژوندۍ دې وي، بینظر بوټو ' او 'لومړۍ وزیره بینظیر بوټو ' شعارونه ورکول.

له وینا وروسته بینظیر په خپل ګاډي کې کېناسته، چې په شاوخوا کې یې ګڼ شمېر پلویان ولاړ وو.

بینظیر د خپلو پلویانو له لیدو وروسته په ګاډي کې ودرېده او د ګاډي پر سر یې بېړنیز حالت کې د وتلو لپاره له چمتو شوې دریڅې سر او ولي ښکاریدل.

دا مهال ځايي وخت پنځه بجې او لس دقیقې وې.

اوون بینیټ جونز لیکي:

''بلال چې له سهار راهیسې انتظار کاوه، پوه شو چې همدا وخت دی، لومړی د بینظیر د موټر مخې ته ورغی، بیا یې څنګ ته ورغی، چې هلته خلک لږ وو، تنفګنچه یې راوایسته او د بینظیر بوټو سر ته یې ونیوه. یوه ساتونکي د بلال مخنیوي هڅه وکړه، خو هغه لېرې و، یوازې څنګل ته یې لاس رسېدلی و، بلال له یوې ثانیې هم په لږ وخت کې درې مرمۍ وویشتې. د دریمې مرمۍ له ویشتل کېدو ورسته بینظیر د خپل موټر په څوکۍ کې ځای پر ځای ړنګه شوه او د هغې له ړنګېدو سره سم بلال په ځان پورې تړلي باروت هم وچوول. ''

هیرالډو منیوز د ناهید خان له قوله لیکي:

''د درېو ډزو غږونه مې واورېدل، بینظیر لاندې وغورځېده او د سر کیڼ اړخ یې زما په غېږ کې ولګېد. له سر او غوږه یې وینه بهیده. امین فهیم چې د بینظیر بل اړخ ته ناست و وايي، له غورځېدو وروسته یې د بینظیر په څېره کې د ژوند هیڅ څرک و نه لید، او په ګاډي کې بل څوک سخت ټپي نه شو. ''

بینظیر

د عکس سرچینه، JOHN MOORE

د عکس تشریح، بینظیر بوټو غونډې ته د وینا په حال کې چې د ژوند وروستۍ غونډه یې ثابته شوه.

د چاودنې له کبله د بینظیر د سپرلۍ ګاډي ټایرونه چاودیدلي وو او هلته نژدې هیڅ یو امبولانس نه و.

چلوونکي بې د بې ربړ ټایرونو پر مټ نژدې ۳۰۰ متره ګاډی په همدې حالت کې ځغلولی و.

ناهید خان اوون بینیټ جونز ته ویلي و:

''له دې پرته چې بینظیر په ټیکسي کې روغتون ته ورسوو، موږ بله لار نه درلوده. دوه یا درې دقیقې وروسته یو جیپ موټر راغی او موږ بینظیر په همدې جیپ کې روغتون ته ولېږدوله. ''

وروسته معلومه شوه چې دا جیپ د بینظیر د ویاندې شیري رحمان جیپ و. اسناد ښيي چې دوی ټول له پېښې ۳۴ دقیقې وروسته روغتون ته رسېدلي وو.

سوگوار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بینظیر پلویان د هغې له مړینې وروسته د احتجاج په حال کې

د روغتون ګاډو په تمځای کې د بینظر لپاره تذکره راوړل شو، خو نه د هغې نبض چلیده او نه یې هم ساه اخیسته.

له پزې او غوږه یې پرلپسې وینه بهیده او له سره یې له وینې سره سره سپین رنګه مایع مواد پرلپسې روان وو.

د مړینې له نښو نښانو سره سره ډاکترې سعیده یاسیمن، پروفیسر مصدق خان او ډاکتر اورنګزیب خان د هغې ژغورنې هڅې پیل کړې.

له برید پنځوس دقیقې وروسته روغتیاپالانو بینظیر بوټو عملیات خونې ته ولېږدوله او ډاکتر مصدق خان یې د سینې له څېرلو وروسته د زړه ټکانونو فعالولو هڅه پیل کړه، چې بې ګټې ثابته شوه او ډاکترانو له ځايي وخت سره سم ماښام شپږ بجې او ۱۶ دقیقې رسماً د بینظیر بوټو مړینه اعلان کړه.

بینظیر

د عکس سرچینه، JOHN MOORE

له عملیات خونې د ټولو نارینه وو له ایستلو وروسته ډاکترې قدسیه انجم او نرسو د بینظیر په وینو لړلي کالي لېرې کړل او د روغتون جامې یې ورواغوستې.

د ډاکترانو په وینا روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته د بینظیر پر سر ټیکری نه او تر اوسه معلومه نه شوه، چې ټیکری یې څنګه شو.

د نوموړې مړیني ۲۰۲۸۷۷ شمېره سند کې د مړینې لامل ځای کې لیکل شوي‌ ''له عدلي طب وروسته به معلوم شي. '' خو ځايي پولیسو وروسته وویل، د بینظیر کورنۍ دوی ته د عدلي طب اجازه ور نه کړه.

زرداری

د عکس سرچینه، Getty Images

د شپې لس بجې د بینظیر مړي په یوه لرګین تابوت کې کېښوول شو او د دسمبر پر ۲۸ مه نېټه د هغې مېړه اصف علي زداري ته وسپارل شو، چې د سند ایالت په ګړهي خدابخش سیمه کې د بینظیر پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

بینظیر

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپل مرګ وړاندوینه؟

ویل کېږي، بینظیر بوټو پاکستان ته له تلو مخکې د امریکا کولوراډو کې د یوه هوايي سفر پر مهال چې هغه مهال د امریکا سفیر زلمی خلیلزاد او مېرمن یې هم ورسره په الوتکه کې ملګري وو، د تازه کولچو له خوړولو انکار کړی و.

بینظیر د الوتکې خدمه ته ویلي و، چې غواړي وزن کم کړي او له همدې کبله کولچې او نور غوړ څېزونه نه خوري، خو شېبه وروسته یې د الوتکې خدمتګارې ته ویلي و، '' رایې وړه، له دې سره هسې هم څه نه کېږي، ځکه زه بې له هغې هم څو میاشتې وروسته مرم. ''