د افغانستان په تړاو د عمران خان څرګندونو یو ځل بیا ناندرۍ راوپارولې

عمران خان

د عکس سرچینه، Ministry of Foreign Affairs

د افغانستان په اړه داسلامي همکاریو سازمان پرونۍ غونډه کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان هغو څرګندونو چې د ښځو د زدکړو، د پښتنو کلتور، او په افغانستان کې د تېرو حکومتونو د فساد په هکله یې کړې، لویه غوغا رامنځته کړې.

عمران خان د او ای سي غونډې ته وینا کې وویل، هره ټولنه د بشري حقونو په اړه خپل نظر لري او کله چې افغانستان کې د بشري حقونو یا د ښځو د حقونو په اړه خبره کېږي، باید 'د پښتنو د کلتور په تناظر کې' دې موضوع ته وکتل شي.

د پاکستان لومړي وزیر په دې غونډه کې دا هم ویلي چې د افغان طالبانو لویه برخه پښتانه دي.

نوموړي همدا راز تور لګولی و چې افغانستان کې د اوسني بحران یو لامل د تېرو حکومتونو څو کلن فساد او خرابه حکومتولي ده.

د ښاغلي خان دې څرګندونو ته غبرګون کې پر خواله رسنیو د افغانستان، پښتونخوا او نړۍ په نورو برخو کې د توندو غبرګونونو یوه لړۍ روانه ده.

د افغانستان پرځول شوي ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ښاغلي خان دا څرګندونې 'کرکجنې او جاهلانه ' بللې، خو په وینا یې ''لومړی وزیر خان په لوی لاس داسې څرګندونې کوي، ځکه افغانستان باید د دې لپاره بې تعلیمه او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې (پاتې) شي چې تکیه یې پر اسلام باد وي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

د پاکستان سنا مجلس پخوانی غړی، سیاستوال او د بشري حقونو فعال افراسیاب خټک د ښاغلي خان د څرګنونو په هکله وايي، اوس خبره دې ځای ته ورسېده، چې عمران خان به د افغانستان پوهنې چارو په هکله پرېکړه کوي، چې د ښاغلي خټک په خبره ''پاکستان کې یې څوک په خوله پیاز نه خوري. ''

ښاغلي خټک په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''د پخوانیو هغو په څېر به د افغانستان تر لاس لاندې ساتلو دا دسیسه هم ناکامه شي. ''

له دې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښاغلي خان څرګندونې د افغانانو ته سپکاوی او د دوی په منځ کې تفرقه اچوونه وبللې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د ښاغلي خان د پښتنو کلتور او دود، دستور په هکله د ښاغلي خان 'جعلي او منفي څرګندونې ' غندلې دي.

ښاغلي پښتین په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''د مرستو ترلاسه کولو لپاره بې کچې دروغ وویل شول او کلیشه يي دریځ پر مخ بیول کېږي. ''

ښاغلي پښتین زیاتوي، ''افغانانو/ پښتنو هېڅکله د ښځو تعلیم او حقونو مخالفت نه دی کړی، د اشغالولو دا لړۍ باید ختمه شي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د ملي جمهوري غورځنګ مرکزي کمېټې مشر محسن دوړ بیا وايي، د پښتنو ډله ییزې وژنې تور باید د پښتنو پر کلتور و انه چول شوي.

نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې وویل:

''له بیا بیا شرمېدو سره سره عمران خان د خپلو انتخابوونکو د ستراتيژیک عمق د دفاع لپاره د پښتنو له کلتوره د قربانۍ پسه جوړوي. ''

د نوبل جایزه ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزی وايي، د اسلامي همکاریو سازمان ته دې وینا سخت خواشینی کړی چې د کلتوري حساسیتونو پر وړاندې پر بشري حقونو سترګې پټېدای شي.

نوموړی زیاتوي:

''د کلتور په نامه د ښځو مقابل کې د طالبانو د رویې او تعصب عادي (بلل) د حیرانۍ (خبره) ده. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

د یادونې ده، چې له دې مخکې هم د پاکستاني لومړي وزیر ځینې څرګندونې پر نوموړي د نیوکو لامل شوې دي.

اکتوبر میاشت کې ښاغلي خان له مډل ایسټ ای سره مرکه کې د طالبانو تحریک د پښتنو غورځنګ وباله چې له کبله یې پر نوموړي سختې نیوکې وشوې او غوښتنه ترې وشوه چې له پښتنو بښنه وغواړي.

له هغه یوه میاشت مخکې سپتمبر کې ښاغلي خان د امریکا له سي این این خبري شبکې سره مرکه کې د طالبانو حقاني شبکه 'د افغانستان یوه قبیله ' وبلله چې په ورته توګه سخت غبرګون ورته څرګند شو.

لومړي وزیر خان تېر اپریل کې په خپل هېواد کې د ښځو 'نامناسب ' کالي د جنسي تېري پېښو ډېرېدو لامل بللی و، چې له کبله یې د نوموړي حکومت نه یوازې له نیوکو سره مخامخ شو، بلکې چارواکي اړ شول، چې وروسته د سپیناوي په پار اعلامیې خپرې کړي.