پاکستان کې د ایتلافي حکومت پر جوړولو هوکړه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ګوربت ننګیال
- دنده, بي بي سي، لندن
د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند وايي مشر يې نواز شريف خپل ورور شهباز شريف لومړي وزارت او لور يې مريم نواز د پنجاب صوبې د اعلی وزارت څوکۍ ته نومولې ده.
د مسلم ليګ ن ګوند وياندې مريم اورنګزېب پر ټوېټر پاڼه له دغه اعلان سره ويلي، "نواز شريف د پاکستان له خلکو، سیاسي ګوندونو او د هغوی له مشرانو د سياسي ملاتړ لپاره د مننې تر څنګ په کلکه باور څرګند کړ چې د دې پرېکړو په پايله کې به پاکستان له اقتصادي ستونزو او خلک له ګرانۍ خلاص شي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د پاکستان شپږو ګوندونو له مسلم ليګ ن سره د ګډ حکومت جوړولو اعلان وکړ
د پاکستان د شپږو سياسي ګوندونو مشرانو په لاهور کې د مسلم ليګ ق د مشر چوهدري شجاعت حسين په کور کې د يوې ناستې پر مهال له شهباز شريف خپل ملاتړ اعلان کړی او په مرکز کې يې په ګډه د حکومت جوړولو پرېکړه کړې ده.
په دې غونډه کې د پاکستان پخواني ولسمشر او د پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري، پخواني لومړي وزير او د مسلم ليګ ن مشر شهباز شريف، د مسلم ليګ ق مشر چوهدري شجاعت حسين، د اېم کيو اېم مشر خالد مقبول، د بلوچستان عوامي ګوند مشر صادق سنجراني ګډون کړی و.
د پاکستان د ټاکنو قانون له مخې يو ګوند د فدرالي یا مرکزي حکومت جوړولو او لومړي وزير ټاکلو لپاره په قومي اسمبلۍ کې د ۱۶۹ څوکيو ګټلو ته اړتيا لري.
د پاکستان د ټاکنو کمیسيون د وروستيو پايلو له مخې په ټاکنو کې د ازادو کانديدانو په ګډون چې د تحریک انصاف ګوند ملاتړ ورسره دی هېڅ کوم ګوند غوڅ اکثريت نه لري او په يوازې سر په مرکز کې د حکومت جوړولو جوګه نه دي.

د عکس سرچینه، PMLN
د يادو سياسي ګوندونو د غونډې په پيل کې اصف علي زرداري وويل "موږ به ټول په ګډه هېواد له ستونزو وباسو، موږ په ټاکنو کې د يو بل پر ضد مبارزه کړې، اوس بايد د هېواد د ګټو لپاره ټول په پراخه کچه د اقتصادي اجنډا لپاره يو موټی شو."
نوموړي زیاته کړې، "په ټاکنو کې مخالفتونه وي، خو موږ بايد په ګډه مخکې ولاړ شو، نن موږ وپتېيله چې په ګډه حکومت جوړ کړو."
پخواني لومړي وزير شهباز شريف هم د پاکستان اقتصادي ستونزو ته اشاره وکړه او په ګډه يې پر وړاندې د مبازې ټټر وواهه.
نوموړي وويل، "په ټاکنو کې مو د يو بل خلاف خبرې کولې خو اوس هغه مرحله پای ته رسېدلې، اوسمهال د دې هېواد د ننګونو او په ځانګړې توګه له اقتصادي کړکېچ سره مخ يو او موږ ټولو ته په کار ده چې په ګډه کار وکړو."
شهباز شريف پر ټوېټر پاڼه د پيپلز ګوند د مشرانو له ملاتړه مننه کړې او زياته کړې يې ده، "هيله لرو چې په ګډه به وکولی شو پاکستان له ټولو سياسي او اقتصادي کړکېچونو وباسو. "
د شپږو ګوندونو دغو مشرانو په داسې حال کې په ګډه د حکومت جوړولو وکړه چې وړاندې د پاکستان د تحریک انصاف مشر ګوهر خان ويلي وو، د دغه ګوند زنداني مشر عمران خان غواړي په پنجاب، خيبرپښتونخوا او مرکز کې حکومت جوړ کړي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند وياند رؤف حسن اعلان کړی چې دوی به په مرکز کې د مجلس وحدت المسلمين او په خيبر پښتونخوا کې له جماعت اسلامي ګوند سره په ګډه حکومت جوړ کړي.











