پاکستان کې ټاکنې او د واک پر سر سیالي؛‌ نواز شریف؛ عمران خان او بلاول بوټو څومره پېژنئ؟

election

د عکس سرچینه، Getty Images

نواز شریف – د مسلم لیګ (ن) مشر

نواز شریف د پاکستان له رامنځته کېدو دوه کاله وروسته د ۱۹۴۹ کال د ډسمبر پر ۲۵مه په یوه کاروباري کورنۍ کې زېږېدلی دی.

دی اوس پاکستان کې څلورم ځل لپاره لومړي‌ وزیر کېدو ته سترګې په لار دی.

هغه لومړنۍ زدکړه په سېنټ انتوني ښوونځي کې کړې، بیا یې د لاهور دولتي کالج لوستی او ورپسې یې د پنجاب له پوهنتونه په حقوقو کې سند ترلاسه کړی.

نواز شریف فرسټ کلاس کرېکټ هم لوبولی دی.

سیاسي ژوند او مخینه

نواز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نواز شریف

نواز شریف سیاست د خپلواکۍ له تحریکه پیل کړی او وروسته په مسلم لیګ کې شامل شوی دی. نوموړی په ۱۹۸۱ کال د پنجاب په ایالتي حکومت کې مالیې وزیر او ورپسې په ۱۹۸۵ کال د همدغه ایالت اعلی وزیر شو.

نوموړی د ۱۹۸۸ کال تر ټاکنو وروسته د ای جي ای له پلټفارمه دویم ځل لپاره د پنجاب مشر وزیر شو - په داسې حال کې چې بېنظیر بوټو د پاکستان لومړۍ وزیره شوه.

په ۱۹۹۰ کال نواز شریف لومړی ځل د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو، خو ولسمشر غلام اسحاق خان د مودې له پوره کېدو مخکې اسمبلۍ منحل کړې.

هغه د ۱۹۹۷ کال په ټاکنو کې د لوی اکثریت په ګټلو سره د دویم ځل لپاره لومړی وزیر شو، خو دا ځل یې هم موده پوره نشوه کړای.

د هغه دویمه دوره له پوځ او قضا سره له ناندریو ډکه وه او بالاخره په ۱۹۹۹ کال کې جنرال پرویز مشرف پرې پوځي کودتا وکړه. نواز شریف پیل کې زندان ته واچول شو او وروسته له خپلې کورنۍ سره سعودي عرب ته ولاړ.

دی په ۲۰۰۷ کال کې بېرته پاکستان ته ستون شو. په ۲۰۱۳ کال کې د درېیم ځل لپاره لومړی وزیر وټاکل شو، خو درېیمه پلا یې هم دوره پوره نشوه کړای.

دا ځل سترې محکمې له هېواده بهر د شتمنیو درلودو په پانامه نومې قضیه کې بېواکه کړ.‌ نواز شریف په ۲۰۱۸ کال کې د ملي احتساب محکمې لخوا د فساد د تورونو له کبله پر بند محکوم شو.

دغه وخت پاکستان کې عمران خان واک ته رسېدلی و. د عمران خان حکومت نوموړي ته اجازه ورکړه چې درملنې لپاره لندن ته ولاړ.

دی په ۲۰۲۳ کال کې بېرته پاکستان ته ستون، د اسلام اباد لوړې محکمې په دوو قضیو کې بري کړاو په دې توګه ورته بیا سیاست او ټاکنو کې د ګډون لار پرانیستل شوه.‌

عمران خان – د تحریک انصاف مشر

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عمران خان

عمران احمد خان نیازی د ۱۹۵۲ کال د نوومبر په ۲۵مه زېږېدلی او د څلورو خویندو یوازنی ورور دی.

عمران خان د لاهور ایچیسن کالج او کیټډرل ښوونځي کې له لومړنیو زدکړو وروسته د کبلي اکسفورډ‌ کالج کې شامل او همدلته د یونیورستي کرېکټ ټیم کپتانۍ ته ورسېد.

نوموړي له ۱۹۷۱ تر ۱۹۹۲ کاله پاکستان لپاره ملي لوبډله کې کرېکټ کاوه او په ۱۹۸۲ کال کې د پاکستانۍ لوبډلې کپتان وټاکل شو.

هغه په ۱۹۹۲ کال کې د پاکستان لخوا د کرېکټ یو ورځنیو لوبو د نړیوال جام تر ګټلو وروسته کرېکټ پرېښود او خیریه کارونه یې مخه کړه.

نوموړي په دې لړ کې لومړی لاهور کې د سرطان درملنې 'شوکت خانم روغتون' جوړ کړ.

سیاست

عمران خان په ۱۹۹۶ کال کې د پاکستان تحریک انصاف په نوم د نوي سیاسي ګوند بنسټ کېښود او په دې توګه یې عملآ سیاست پیل کړ. خو د ۱۹۹۷ کال په ټولټاکنو کې یې ماته وخوړه.‌

هغه د ۲۰۰۲ کال په ټاکنو کې د لومړي‌ ځل لپاره د ملي اسمبلۍ څوکۍ وګټله.

عمران خان لومړیو کې له جنرال پرویز مشرف سره د ملاتړ له اعلان وروسته د ټولو ګوندونو دیموکراتیک اېتلاف غړی او په ۲۰۰۷ کال کې وهم نیول شو. هغه د ۲۰۰۸ کال له ټاکنو سره پرېکون وکړ.‌

۲۰۱۱ کال عمران خان او د هغه تحریک انصاف ګوند ته د محبوبیت ډېرېدو لپاره پام وړ و - د ۲۰۱۳ کال په ټولټاکنو کې یې په خیبرپښتونخوا ایالت کې خپل حکومت رامنځته کړ او په ملي اسمبلۍ کې هم د څوکیو د شمېر له مخې دریم ستر ګوند شو.

عمران خان د ۲۰۱۳ کال ټاکنو کې د درغلیو تورونه راپورته او احتجاجي تحریک پیل کړ. هغه په دې لړ کې پلازمېنه اسلام اباد کې ۱۲۶ ورځې پرلت هم وکړ.

تحریک انصاف د ۲۰۱۸ کال ټاکنو کې د نورو ګوندونو پرتله د ملي اسمبلۍ ډېرې څوکۍ وګټلې او نورو کوچنیو ګوندونیو سره په اېتلاف عمران خان د لومړي ځل لپاره د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو.

خو د هغه دواک موده د احتساب او پوځ سره د اړیکو له اړخه لانجمنه وه. هغه خپله دوره پوره نه شوه کړای او د اپوزیسیون لخوا د عدم اعتماد تحریک پایله کې د قامي اسمبلۍ لخوا د لومړي وزیر په توګه بې واکه شو.

عمران خان ادعا کوله چې حکومت یې د یوې پلان شوې دسیسې ښکار شوی، داسې دسیسه چې د ده په وینا امریکايي چارواکي، پاکستان کې د اپوزیسیون ګوندونه او د پوځ مشرتابه درېواړو پکې مله او ملګري وو.

د ۲۰۲۳ کال د می پر نهمه د عمران خان له نیول کېدو وروسته د پاکستان لروبر له تاوتریخوالي ډک احتجاجونه پیل شول. هغه څو ورځو کې په ضمانت خوشې، خو په اګست کې بیا ونیول شو.

نوموړي ته د توشه خانې (دولتي ډالیو) قضیه کې د دریو کلونو بند سزا واورول شوه.‌

بلاول بوټو زرداري: د پیپلز ګوند مشر

بلاول بوټو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بلاول بوټو (کیڼ) له خپل پلار اصف علي زرداري سره

بلاول بوټو زرداري د ۱۹۸۸ کال د سپتمبر پر ۲۱مه زېږېدلی. دی لا درې میاشتنی هم نه و چې مور یې 'بېتظیر بوټو' په یوه اکثریت مسلمان هېواد کې د لومړنۍ مشرې په توګه لوړه وکړه.

په داسې کال کې چې بېنظیر بوټو د ۱۹۹۹ کال اپرېل کې جلاوطنه کېده نو بلاول هم ورسره و.

هغه د ماشومتوب عمر په دوبۍ او لندن کې تېر کړی او په ۲۰۱۲ کال کې یې د اکسفورډ پوهنتون له کرایسټ چرچ کالجه د معاصر تاریخ او سیاست برخه کې سند ترلاسه کړی دی.

سیاسي مخینه

بلاول بوټو زرداري ته په ۲۰۰۷ کال کې د ده د مور له وژل کېدو سملاسي وروسته د پاکستان خلکو ګوند (پیپلز پارټۍ) مشري وترغاړې شوه.

هغه د ګوند د رسمي مشرۍ ترڅنګ په لندن کې خپلې زدکړې هم بشپړولې. په دې موده کې پاکستان کې پیپلز ګوند واک ته ورسېد او پلار یې اصف علي زرداري ولسمشر شو.

بلاول په عملي توګه سیاست په ۲۰۱۲ کال کې پیل او یو کال وروسته یې د ۲۰۱۳ کال ټاکنو کې د خپل ګوند د کمپاین مشري کوله.

هغه د ۲۰۱۸ کال ټاکنو کې په لومړي ځل له لاړکانې د پآرلمان څوکۍ وګټله. دی په ۲۰۱۹ کال کې د پارلمان د بشری حقونو کمېټې مشرۍ ته ورسېد.

په ۲۰۲۲ کال کې د عمران خان له بېواکه کېدو وروسته د اپوزیسیون لخوا د (پاکستان دیموکراتیک غورځنګ) په نوم رامنځته شوې اېتلافي حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر شو.‌

دا د نوموړي لومړنۍ دولتي دنده وه. بلاول بوټو د پاکستان تر ټولو کم عمره بهرنیو چارو وزیر او همدا راز دغه هېواد کې د یوه سیاسي ګوند تر ټولو کم عمره مشر پاتې شوی دی.