د پاکستان ۲۰۲۴ ټولټاکنې؛ څه وشول او څه به کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
د پاکستان ۲۰۲۴ کال پارلماني ټولټاکنو کې رایې ورکوونکو ته پنځه ورځې وروسته هم معلومه نه ده، چې څوک به یې د هېواد مشرتوب کوي.
د دې ټولټاکنو پایلو چې یو ګوند هم پکې د حکومت جوړولو لپاره اړینې څوکۍ نه دي ګټلې، که یو لور د ګډ حکومت جوړولو لپاره د بېلابېلو سیاسیونو تر منځ خبرو او چنو ته لار پرانیستې، بل لور یې د ټګي برګي تورونو ته هم زمینه برابره کړې ده.
د پاکستان ټاکنو قانون له مخې یو ګوند په ګوښې توګه د فدرالي یا مرکزي حکومت جوړولو او لومړي وزیر ټاکلو لپاره په ټاکنو کې د ۱۶۹ څوکیو ''اسان اکثریت'' ته اړتیا لري.
خو د پاکستان ټاکنو کمېسیون وروستۍ شمېرې ښيي، په دې ټاکنو کې د مخکیني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف پاکستان ګوند ملاتړ لرونکو خپلواکو نوماندانو (دوی ځکه په خپلواکه توګه په ټاکنو کې برخه واخیسته، چې د قانوني بندیزونو او د ګوند مشر عمران خان زنداني کېدو له کبله د ګوند له نامه او سمبول سره په ټاکنو کې د برخه اخیستو اجازه نه وه ورکړل شوې) تر ټولو ډېرې (۹۳) څوکۍ ګټلې دي.
په دویم ځای کې د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند دی، چې ۷۵ څوکۍ لري او ورپسې د پاکستان خلکو (پیپلز) ګوند دی، چې د فدرالي پارلمان ۵۴ څوکۍ یې ګټلې دي.
د دې تر څنګ ۴۲ څوکۍ د نورو ګوندونو او خپلواکونو نوماندانو په برخه رسېدلې دي.
د دې پایلو له مخې د تحریک انصاف ملاتړ لرونکو نوماندانو شمېر که څه هم له نورو ډېر دی، خو د نورو په ګډون دوی هم نه دي توانېدلي چې د حکومت جوړولو لپاره اسان اکثریت تر لاسه کړي او د دوی پر وړاندې یو بل قانوني خنډ دا دی، چې دوی به د خپل ګوند په نوم د حکومت جوړولو پر ځای اړ وي، د یوه بل ګوند سره په شریکه په مرکز کې حکومت جوړ کړي.
تازه، د پاکستان تحریک انصاف ګوند علی البدل مشر بیرسټر ګوهر خان د یاد ګوند له زنداني مشر عمران خان سره له لیدنې وروسته خبریالانو ته ویلي، عمران خان غواړي په مرکز، پنجاب او خیبر پښتونخوا کې حکومت جوړ کړي.
نوموړي وویل: ''په مرکز او پنجاب کې به له کوچنیو ګوندونو سره خبرې وکړو، خو له پاکستان مسلم لیګ (ن) پاکستان پیپلز ګوند او متحده قومي غورځنګ ګوندونو سره خبرې نه کوو.''
د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویاند روف حسن اعلان کړی، چې د دوی ګوند به په مرکز کې د مجلس وحدت المسلمین نومي ګوند او په خیبر پښتونخوا کې له جماعت اسلامي ګوند سره په شریکه حکومت جوړ کړي.
بل لور د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د خیبر پښتونخوا ایالت لپاره د خپل ګوند له لوري د امین ګنډاپور نوم د اعلی وزیر په توګه وړاندې کړی دی.
د نېشن نومي ورځپاڼې خبریال علي حمزه له بي بي سي اردو څانګې سره خبرو کې تائید کړې، چې عمران خان د خیبر پښتونخوا صوبې لپاره د خپل ګوند له لوري د اعلی وزیر په توګه د امین ګنډاپور نامه له وړاندیز کولو سره ویلي، چې د ده د ګوند ''له پیپلز، پاکستان مسلم لیګ (ن) او ایم کیو ایم ګوندونو سره اتحاد نه شي کېدای.''
د یادونې ده، چې د پي ډي ایم په نامه همدا پاکستان مسلم لیګ (ن) پاکستان پیپلز او ځینې نور ګوندونو اتحاد وو، چې په اوسنیو ټاکنو کې یې ډېرې څوکۍ ګټلې او د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې چې اپوزېسیون کې وو، هغه مهال یې د بې باورۍ رایو له لارې د تحریک انصاف ګوند حکومت وپرځاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا په داسې حال کې ده، چې د تحریک انصاف له مشرتابه سره به د دوی د ملاتړ لرونکو وکیلانو له نورو ګوندونو سره د ګډون وېره هم مله وي، ځکه په خپلواکه توګه کامیاب شوي وکیلان کولای شي، له هر ګوند سره ملګري شي.
بل لور پاکستان مسلم لیګ (ن) او پاکستان پیپلز ګوندونه دي، چې د څوکیو شمېر له پلوه تر نورو مخکښ دي، یو هم په یوازې سر نه شي کولای حکومت جوړ کړي، له همدې کبله د ګډ حکومت جوړولو لپاره د چنو وهلو لړۍ روانه ده.
په دې لړ کې پر یکشنبه – فبروري ۱۱مه د پاکستان مسلم لیګ (ن) یوه مشر او مخکیني لومړي وزیر شهباز شریف او د پاکستان پیپلز ګوند شریک مشر بلاول بوټو زرداري تر منځ لومړنۍ رسمي لیدنه شوې.
که څه هم پاکستان مسلم لیګ (ن) مسوولینو مخکې ویلي، چې د دوی او پیپلز ګوند تر منځ د ګډ حکومت جوړولو لپاره توافق شته، خو د پیپلز ګوند له لوري په دې هکله تر اوسه پرېکنده غبرګون نه دی څرګند شوی، بلکې خورا له احتیاطه ډکې څرګندونې مخې ته راغلې دي.
داسې رپوټونه هم شته چې د پاکستان پیپلز ګوند او پاکستان مسلم لیګ(ن) تر منځ د حکومت تشکیل پر یوه فارموله توافق شوی، چې له مخې به یې د دریو کلونو لپاره شهباز شریف او د دوو کلونو لپاره د پیپلز ګوند شریک مشر بلاول بوټو لومړی وزیر وي.
د پاکستان مسلم لیګ ګوند شهباز شریف په دې هکله خبریالانو ته وویل که د زړه خبره درته وکړم ''زه هېڅ یوه دوره نه غواړم'' بلکې په وینا یې یوازې د پاکستان د خلکو خوشحالي غواړي.
خو نوموړي دغه رپوټونه نه خو تائید کړي او نه یې هم رد کړي دي.
له دې مخکې د پیپلز ګوند یوې مهمې مسوولې شیري رحمان په دې هکله د بي بي سي اردو څانګې ته ویلي و، پر شنبه به د دوی د ګوند مرکزي کمېټه غونډه کوي او پرېکړه به کوي، چې له کوم ګوند سره اتحاد وکړي.
کله چې له نوموړې پوښتنه وشوه، چې ایا دوی له تحریک انصاف سره هم خبرو ته چمتو دي، نوموړې ځواب ورکړ: ''د پاکستان پیپلز ګوند دروازې د ټولو سیاسیتوالو لپاره پرانیستې دي.''
پیپلز ګوند دغه راز ویلي، مرکزي کمېټې یې پرېکړه کړې چې له بېلابېلو سیاسي ګوندونو سره به د اتحاد په هکله د خبرو لپاره کمېټې جوړې کړي.
د یادونې ده، چې د پاکستان اساسي قانون له مخې له رایې اچوونې وروسته په ۲۱ ورځو کې دننه باید د ټاکنو بریالي نوماندان د نوې ملي اسمبلۍ د غړي په توګه لوړه وکړي.

احتجاجونه او په ټاکنو کې د ټګي برګي تورونه
د پاکستان ټاکنو کمېسیون د شنبې په ورځ یوه اعلامیه کې د رایې اچوونې بهیر کې د پراخو درغلیو تورونه په کلکه رد کړل.
د کمېسیون په اعلامیه کې زیاته شوې، چې دوی له یوې، نیمې پېښې انکار نه کوي، خو په ټول کې له ستونزو سره سره د سوله ییزو او منظمو ټاکنو په ترسره کولو کامیاب شول.
په دې ټاکنو کې د ډېرو څوکیو ګټونکي تحریک انصاف پاکستان ګوند په ګډون یو شمېر ګوندونه او سیاستوال بیا د پاکستان ټاکنو کمېسیون له دې څرګندونو سره موافق نه دي.
د دې کمېسیون پر وړاندې د پاکستان بېلابېلو ښارونو کې د سیاسي ګوندونو لاریونونه، پاکستاني محکمو ته د یو شمېر نوماندانو شکایتونه، د ځینو سیاسي مشرانو استعفاوې او ولسشر عارف علوي ته د تحریک انصاف ګوند رسمي شکایت هغه بېلګې دي، چې ښيي، ټول سیاستوال د ټاکنو کمېسیون له څرګندونو سره یوه خوله نه دي.
د کوټې په ګډون د بلوچستان په ځینو نورو ښارونو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي ګوند، نېشنل ګوند، بلوچستان نېشنل ګوند او هزاره دیموکراتیک ګوند په غوښتنه اعتصاب دوام لري او کاروبارونه تړلي دي. عوامي نېشنل ګوند او د سوداګرو ځايي ټولنې هم د دې اعتصاب ملاتړ کړی.
دغه ګوندونه په ټاکنو کې د درغلیو تورونه پورې کوي او پر ضد یې احتجاج کوي. د یادونې ده، چې د سوات او راولپنډۍ په ګډون ځینو نورو ښارونو کې هم د احتجاجونو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په نړیواله کچه هم د رایې ورکولو بهیر په هکله ځینې اندېښنې څرګندې شوې دي.
د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ماتیو میلر د فبرورۍ په ۱۲مه یوې خبري غونډې ته د پاکستان ټاکنو په هکله وویل، هېواد یې د اروپايي ټولنې، بریتانیا او نورو هېوادونو په څېر په ولسي کچه او په فردي توګه هم د ګډوډیو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې.
نوموړي زیاته کړه: ''موږ د سیاست او ټاکنو په تړاو د تاوتریخوالي ۱۲ پېښو، مخابراتي شبکو او انټرنېټ بندولو سخته غندنه کوو. دې چارې د ټاکنو پر نظام منفي اغېزې درلودې. موږ غواړو د پاکستان عدلي نظام مداخله وکړي او د ټګۍ، برګۍ پېښو بشپړه څېړنه وکړي. موږ به راتلونکو ورځو کې دا هر څه څارو.''
خو د پاکستان لاهور ښار عالي محکمې بیا په ټاکنو کې د درغلیو په تړاو د تحریک انصاف ګوند ټولې عریضې رد کړې او لارښوونه یې ورته کړې، چې باید دوی په دې تړاو د پاکستان ټاکنو کمېسیون ته ورشيي.
په داسې حال کې چې د پاکستان ټاکنو پایلو له اعلان وروسته په ټاکنو کې د درغلیو تورونو له کبله لاریونونه کېږي، بل لور د راتلونکي سیاسي مشرتابه وضعیت تر اوسه ناڅرګند دی، د بشري حقونو څار نړیوال سازمان هغه اندېښنه څرګنده کړې، چې پاکستان کې دننه یې هم یو شمېر شنونکي څرګندوي او د اسیا لپاره د بشري حقونو څار سازمان ایسوسیټ مشرې پیتریشیا ګوسمین په ټکو هغه دا ده، چې: ''تر څو دا موضوع حل شوې نه وي، په اوسني وضعیت کې د هېڅ پرمختګ نه کېدو له کبله خبره احتجاجي لاریونونو ته رسېدلای شي.''











