د پاکستان ټولټاکنې: سراج الحق او جهانګير ترين په ټاکنو کې له ماتې وروسته استعفا وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي، لندن
د پاکستان د ۲۰۲۴ کال ټولټاکنو د ډېرو لپاره د تمې خلاف پايلې لرلې. د هغوی له ډلې د جماعت اسلامي مشر سراج الحق او د استحکام پاکستان ګوند مشر جهانګير ترين دي چې په ټاکنو کې له ماتې وروسته يې د خپل ګوند له مشرۍ استعفا وکړه.
جهانګیر ترين د استعفا تر څنګ له سياست سره هم د مخه ښې اعلان وکړ.
نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه د استعفا له اعلان سره برياليو کانديدانو ته مبارکي ورکړې او وايي له دې وروسته به د يوه عادي وګړي په توګه ژوند کوي.
جهانګير ترین په پاکستان کې يو له شتمنو سياستوال ګڼل کېږي چې په زرګونو جريبه ځمکه او د بورې جوړولو فابريکې لري.
ښاغلی ترین په ۲۰۰۲ کال کې د سياست ډګر ته راغی او د مسلم ليګ ق ګوند له اړخه قومي اسمبلۍ ته بريالی شو. په ۲۰۰۴ کال کې د پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال وزير هم شو. له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۷ کال پورې دری ځله قومي اسمبلۍ ته بريالی شوی دی.
جهانګير ترين په ۲۰۱۱ کال کې له تحریک انصاف ګوند سره يو ځای شو او د پخواني لومړي وزير عمران خان له نژدې ملګرو ګڼل کېده.
خو له تحریک انصاف څخه له جلا کېدو وروسته يې په ۲۰۲۳ کال کې استحکام پاکستان په نامه ګوند جوړ کړ او په وروستيو ټاکنو کې قومي اسمبلۍ ته له دوو حوزو نوماند و چې په دواړو کې يې سيالۍ وبايللې.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل پلو پاکستان کې د مذهبي ګوند جماعت اسلامي مشر سراج الحق هم په ټاکنو له ماتې وروسته استعفا اعلان کړې ده. د جماعت اسلامي وياند قيصر شريف د پاکستان پر دولتي تلويزيون (پي ټي وي) د ښاغلي سراج الحق د استعفا پخلی وکړ او زياته يې کړه چې نوموړي په ټولټاکنو کې د ماتې مسووليت هم منلی دی.
ښاغلی قيصر زياتوي چې د روانې مياشتې پر ۱۷ نېټه به د جماعت اسلامي ګوند مرکزي شورا د ښاغلي سراج الحق د استعفا د منلو يا ردلو په اړه غونډه کوي.
سراج الحق ويلي چې له هڅو او زیار سره يې په ټاکنو کې بریا نه ده ترلاسه کړې.
ياده دې وي چې جماعت اسلامي د ۲۰۲۴ کال ټاکنو کې د قومي اسمبلۍ يوه څوکۍ هم نه ده ګټلې.
ښاغلی سراج له ۲۰۱۴ کال راهيسې د جماعت اسلامي مشر دی.
د پاکستان وروستۍ ټاکنې ناندریزې شوې دي. ځيني کانديدان بيا د درغلۍ او په ټاکنو کې د لاسوهنې تور لګوي.
څو ورځې وړاندې د نشنل ديموکراتيک ګوند مشر محسن دوړ چې ويل کېږي د ټاکنو پر پايلو د اعتراض په تړاو يې احتجاج کاوه، د ډزو په پېښه کې کې ټپي شو. تر دې وړاندې د خيبرپښتونخوا په شانګله کې هم پر احتجاج کوونکو د ډزو خبر ورکړل شوی و.
د پاکستان د ټاکنو د کميسيون له مخې قومي اسمبلۍ کې خپلواکو کانديدانو چې د تحريک انصاف ګوند ملاتړ ورسره دی ۹۳ څوکۍ ګټلې دي. د پاکستان مسلم ليګ ن بيا ۷۵، پيپلز ګوند ۵۴ او نورو کانديدانو ۴۲ څوکۍ خپلې کړې دي.











