ایا روسیه او چین د ګرینلنډ د نیولو لپاره د ټرمپ له هڅو ګټه پورته کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images/BBC
- Author, پاولا اډامو ایډویټا
- دنده, بي بي سي نړيواله څانګه
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، امریکا بايد د ډنمارک نيمه خپلواکه سيمه ګرينلنډ له دې کبله ترلاسه کړي ځکه چې چين او روسيه یې د لاندې کولو هڅې کوي.
ډونلډ ټرمپ د روانې مياشتې په پيل کې خبريالانو ته وويل، "موږ بايد د ګرينلنډ دفاع وکړو. که موږ دا کار ونکړو، چين یا روسیه به یې وکړي". نوموړي زياته کړه، "زه نه غواړم هغوی په ګرينلنډ کې زموږ ګاونډيان شي. داسې باید ونشي".
بېلابېل څارونکي باور لري چې د ټرمپ د ګرينلنډ خپلولو هيلې او د دې موخې لپاره د زور او تعرفو ګواښونه ښايي د ولادمير پوتين او شي جين پېنګ له خوا له هرکلي سره مخامخ شي.
د اروپايي پاليسۍ په مرکز کې شنونکي ماريا مارتيسيوټه وايي، "زه فکر کوم د روسيې او چين هېڅ باور نه کېږي چې دومره نېکمرغه شوي دي".
نوموړې وایي، "دا د دوی په ګټه ده چې اروپايان او همدارنګه ناټو د يوه ايتلاف په توګه وېشل شوي او د خپل تر ټولو ځواکمن متحد له خوا ګواښل کېږي. (...) دا کار په ډېره اندازه د روسیې او چين په ګټه تمامېږي، ځکه چې دا ښايي هغه څه ته مشروعيت ورکړي چې روسيه یې په اوکرايين کوي او هغه هيلې چې چین یې د تايوان په اړه لري."
د اروپا د بهرني سياست مشرې کايا کلاس پر اېکس ليکلي چې چين او روسيه ښايي له دې ډېر خوشحاله وي. "دوی د متحدينو تر منځ له وېش څخه ګټه اخلي".
خو واقعيت ښايي يو څه ډېر پېچلی وي. د بي بی سي کارپوه ټوهان دې ته کتنه کړې چې روسيه او چين د ګرينلنډ پر سر له اروپا سره د ټرمپ شخړې ته په کومه سترګه ګوري.
د روسيې غبرګون څه و؟
سرګي ګوریشکو، بی بی سی روسي څانګه

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
د ډونلډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې غواړي ګرينلنډ ترلاسه کړي د سيمو لاندې کولو يا پراختيا پالنې بيا راژوندي کېدل ښيي چې په لهجه او منطق کې د ولادمير پوتين هغو توجيهاتو ته ورته ده چې د کريميا د نيولو لپاره یې کول.
ټرمپ ګرينلنډ داسې انځوروي لکه دا چې يو مهال د امریکا له خوا ډنمارک ته ورکړل شوې ډالۍ وه، دا د شوري دورې هغه روایت رابرسېره کوي چې ګواکې کريميا "اوکرايين ته ډالۍ شوې" وه. د نوموړي هغه ټينګار چې امریکا به دا "په يوه يا بله لار ترلاسه کړي" د کيېف پر وړاندې د پوتين لهجې ته ورته دی.
خو په دې مسئله کې مسکو د پاموړ احتياط ښودلی. پوتين په ټوکه ويلي، ټرمپ دومره پيسې لري چې ګرينلنډ واخلي او موضوع یې د تختې لوبې ته ورته بللې ده خو ويلي یې دي چې دا مسئله "له روسيې سره هېڅ تړاو نه لري".
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګی لاوروف په احتياط له کریمیا سره پرتله کړې او ویلي یې دي چې ګرينلنډ د امریکا د امنيت لپاره هغومره مهم دی لکه کریميا چې د روسيې لپاره مهمه ده خو د ټرمپ د ادعا ملاتړ یې نه دی کړی.
په حقيقت کې د کرملين لخوا هېڅ څرګند ملاتړ نه دی شوی او يو ډول چوپتيا یې غوره کړې ده. د ښاغلي ټرمپ د ستاينې لپاره د لېوالتيا په پام کې نيولو سره د مسکو ملاتړ کولی شوای د روسيې په ګټه تمام شوی وی.
اوس پوښتنه دا ده چې ولې د کرملين غبرګون دومره سوړ و، په داسې حال کې چې د لوېدیځو هېوادونو تر منځ تاوتريخوالی ښايي له اوکرايين د پام اړولو له لارې د مسکو په ګټه وي.
دا مسئله يوازې د ټرمپ پر هغو بريدونو پورې محدوده نه ده چې د مسکو پر متحدينو لکه ايران او وېنزویلا یې کوي او نه هم يوازې پر دې ناخوښۍ ولاړه ده چې روسيه د ګواښ په توګه وښيي چې د ګرينلنډ په اړه د امریکا ادعاوې توجيه کړي.
د روسيې او اوراسيا مرکز شنونکی السکاندر باونوف وايي، د ټرمپ نه اټکل کېدونکی چلند ښايي مسکو ډېر ناارامه کړی وي تر دې چې خوشحاله یې کړي. مسکو د امریکایي ولسمشر "له اندازې زیات او بې توپيره ويجاړونکې تګلارې" له کبله اندېښمن دی.
د اوس لپاره، کرملین په احتیاط سره حالات څاري.
په چين کې غبرګون څه و؟
ټوني هان، بي بي سي چينیايي نړیوال څانګه

د عکس سرچینه، Getty Images
چينايي چارواکو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغې هیلې په غبرګون کې چې غواړي ګرينلنډ ترلاسه کړي، پر امریکا غږ کړی چې د ملګرو ملتونو د منشور بنسټيز اصول مراعات کړي چې په هغو کې د دولتونو د ځمکنۍ بشپړتيا او سياسي خپلواکۍ درناوی شامل دي.
خو چینايي رسنيو په لا څرګنده توګه هغه ستراتيژيکه ستونزه بيان کړې چې اروپا اوس ورسره مخامخ ده. دولتي رسنۍ سي جی ټي اېن د ګرينلنډ د نیولو په اړه د امریکا ګواښونه د ناټو د يوه غړي پر وړاندې د امریکا له خوا "خيانت" او د دې ایتلاف د "نژدې پرځېدو" په توګه بيان کړي دي.
د بي بي سي د چين نړيوالې برخې ته د اروپا د بهرنيو اړيکو د شورا څېړونکې خوسې اېګناسيو تورېبلانکا ويلي، "د اټلانټيک ايتلاف ماتېدل يا کمزوري کېدل د چين لپاره ښه خبر دی".
دا زياتوي، "هر څومره چې اروپايان له امریکا سره ښکېل شي هغومره به د پوتين لپاره چې د چين ستراتېژيک متحد دی اسانه وي او دا چې اروپايان به اړشي چې په يوازې ځان د روسيې پر وړاندې دفاع وکړي او په همدې مهال به د امریکا پر وړاندې هم ودرېږي..."
په عيني حال، په ګرینلنډ کې د امریکا د اهدافو په اړه چینایي کارپوهانو د امریکا هغه هڅې په کلکه غندلې چې غواړي په شمال قطب کې د چین فعالیتونه د یو ګواښ په توګه وښيي.
د "قطبي ورېښمو لارې" تر نوښت لاندې چین د شمال قطب هغه علمي، اقتصادي او ستراتېژيک فرصتونه څېړي چې دا سیمه یې لري، په ځانګړې توګه د نړيوالې تودوخې له زیاتېدو سره هغه سيمه چې پخوا په يخ پوښلې وې اوس د تګ راتګ وړ ګرځي.
د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې لومړنۍ بېړۍ د شمال قطب سمندري لارې له چين څخه اروپا ته ورسېده.
ګرينلنډ د چينايي شرکتونو لپاره هم د علاقې وړ ګرځېدلی دی خو د هارورډ د بلفر د ساينس او نړيوالو چارو د مرکز په وینا، هغوی تر ډېره بريده نه دي توانېدلي چې په دې ټاپو کې خپلې پښې ټينګې کړي.
په ۲۰۱۸ کال کې د چین یوې سترې رغنيزې کمپنۍ د ګرينلنډ د هوايي ډګرونو د بنسټيزو تاسيساتو د پراخولو لپاره د يوه قرارداد په سيالۍ کې برخه لرله خو وروسته له هغه چې امریکا اندېښنې څرګندې کړې د ډنمارک حکومت د پروژې د تمويل لپاره راودانګل او چینايي شرکت په پای کې خپله داوطلبۍ بېرته واخيسته.
د ګرينلنډ له مهمو ستراتيژيکو شتمنيو بله د دې سيمې کانونه دي. نړيواله پاملرنه تر ډېره پر دوو سيمو راټوله ده، کوانېفیلډ او ټانبريز چې د کمسارو عناصرو زېرمې په کې دي.
کمساري عناصر د مهمو صنعتي موادو د جوړولو لپاره ډېر ارزښت لري، هغه مواد چې له ځيرکو موبايلونو او د الوتکو تر ګرانبيه برخو نيولې تر برېښنايي ګاډو پورې په بېلابېلو توکو کې کارېږي.
چينايي شرکتونه لا له وړاندې د کمسارو عناصرو د کيندنې او پروسېس په برخه کې په نړيواله کچه مخکښ دي او که د ګرينلنډ په زېرمو کې ونډه ترلاسه کړی، دا به یې دغه برلاسي لا نوره هم غښتلې کړي.
چينايي شرکتونو هڅه کړې چې د ګریڼلنډ د کانونو په پروژو کې ونډه ترلاسه کړي خو لکه د هوایي ډګر د پراختيا پروژو په څېر دا هڅې هم له سياسي خنډونو سره مخامخ شوې دي.








