منځنيختیځ کې زیاتېدونکی کړکېچ؛ د یمن پر ولسمشرۍ ماڼۍ د حوثیانو برید کې ۵ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، UGC
په یمن کې د سعودي عرب له ملاتړه برخمن حکومت د حوثیانو لخوا عدن ښار کې د ولسمشرۍ پر ماڼۍ د توغندیو له برید وروسته ویلي، چې لومړی وزیر شایع الزنداني روغ رمټ او خوندي دی.
حوثیانو د "المعاشیق" ولسمشرۍ ماڼۍ پر لور پنځه بالستیک توغندي توغولي وو. دوی ویلي چې دا ځای د سعودي په مشرۍ د اېتلاف د عملیاتو د مرکز په توګه کارول کېده.
د وروستیو راپورونو له مخې، په دغه برید کې پنځه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
هممهاله حوثیانو ادعا کړې، چې د سعودي یوه کشفي او جنګي بې پیلوټه الوتکه یې د مارب ولایت فضا کې ویشتلې او رانسکوره کړې ده.
د دې ډلې پوځي ویاند یحیی سریع پر ټیلیګرام یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه الوتکه د مارب ولایت په هوايي حریم کې د ده په ټکو "پر دښمنانه کړنو" بوخته وه.
هغه زیاته کړې چې حوثي ځواکونو دغه بې پیلوټه الوتکه د "مناسبې وسلې" په وسیله را نسکوره کړې، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
بلخوا د اروپایي ټولنې او د خلیج هېوادونو ترمنځ ګډه غونډه، چې ټاکل شوې وه راتلونکې اوونۍ په سعودي کې ترسره شي، د حوثیانو د دوامداره بریدونو له امله ځنډول شوې ده.
د دې ترڅنګ په رپوټونو کې ویل شوي، چې په سعودي کې ورزشي او کلتوري مراسم هم لغوه شوي دي.
خو ریاض کې چارواکو ویلي، چې د حوثیانو له بریدونو سره سره اسیايي جام لپاره چمتووالی د پلان له مخې پر مخ روان دی.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په یوه اعلامیه کې پر سعودي د حوثیانو بریدونه غندلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دوی په ځانګړي ډول د هغو بریدونو یادونه کړې چې د دوی په وینا ملکي هوايي ډګرونه او د انرژۍ بنسټونه یې په نښه کړي دي.
د شورا غړو همداراز په سره سمندر او باب المندب تنګي کې د سوداګریزو بېړیو خلاف د حوثیانو پرلهپسې بریدونه او ګواښونه وغندل.
په اعلامیه ټینګار شوی چې د سوداګریزو بېړیو او د هغو د عملې خوندیتوب باید تضمین شي.
هرمز تنګي کې پر بېړیو د بریدونو ریکارډ کچه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هرمز تنګي او بابالمندب کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونه داسې مهال غندي، چې منځني ختیځ کې په دې وروستیو کې د زیاتېدونکي کړکېچ په لړ کې د هرمز تنګي شاوخوا سیمو کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونه پام وړ ډېر شوي دي.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې د رپوټونو له مخې، د اکټوبر له پنځمې تر یوولسمې پورې دغلته پر ۱۲ بېړیو بریدونه شوي.
دا د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران له برید او د جګړې له پیل راهیسې په یوه اوونۍ کې د راپور شوو بریدونو تر ټولو لوړ شمېر بلل کېږي.
تر دې وروړاندې اوونۍ کې پر لسو بېړیو د بریدونو رپوټ ورکړ شوی و.
د یادونې ده چې د بریدونو له زیاتېدو سره د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد هغه بهیر هم بېرته ورو شوی، چې په تېره میاشت کې ښه والی پکې لیدل شوی و.



















