ایا د امریکا په اړه د پاکستان تګلاره بريالۍ وه؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د تېر کال په جنورۍ کې سپينې ماڼۍ ته د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دويم ځلې ستنېدو دوې مياشتې وړاندې د هند د بهرنيو چارو وزير جې شنکر ويلي وو چې د ترمپ بيا واک ته رسېدو په اړه "اندېښمن" نه دي.
نوموړي ويلي وو، "زه پوهېږم اوس ډېری هېوادونه د امریکا په اړه اندېښنه لري خو موږ د هغو هېوادونو په ډله کې نه يوو".
خو کله چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې ډونلډ ټرمپ سپينې ماڼۍ ته ستون شوی د هند او امریکا تر منځ اړیکې ښې شوې نه دي. بل پلو له پاکستان سره یې اړيکې په دوامداره توګه د پرمختګ لور ته روانې ښکار.ي
د روان کال د جنورۍ پر ۲۲ مه د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په ډاووس کې د ټرمپ د "سولې بورډ" په رسمي مراسمو کې چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير هم هلته موجود و ګډون وکړ.
د غزې د بيارغونې لپاره په دې بورډ کې د ګډون د لاسلیک پر مهال د شهباز شريف او دونلډ ټرمپ عکسونه پر ټولنيزو رسنیو ډېر لاس په لاس شول.
بل پلو د هند او امریکا تر منځ اړيکې له يوه کال راهيسې ترينګلې دي. دا واټن لومړی هغه مهال پراخ شو چې ټرمپ پر هند اضافي تعرفې ولګولې او بيا د تېر کال په مې مياشت کې د هند او پاکستان له شخړې وروسته وضيعت نور هم کړکېچن شو.
ډېری کارپوهان وايي پاکستان د هند او امریکا تر منځ له کړکېچ ګټه پورته کړه او هغه اړيکې یې ښې کړې چې د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال سړې شوې وې.
کارپوهان څه وايي؟

د عکس سرچینه، Harun Ozalp/Anadolu via Getty Images
د جنورۍ پر ۲۱ د د ټکشاشله انسټېټيوټ مشر نېتن پای پر اېکس ولیکل، "زه پر هغو تبصرو حيران يم چې نوی ډيلی له ډونلډ ټرمپ سره د اړيکو په سمبالو کې تېروتنه کوي. دا ډول استدلال په بشپړه توګه ناسم دی. له دې هېڅ يو هم هغسې نه دی لکه څنګه چې ويل کېږی. له بريالي سره ملګرتيا هوښيارتوب دی. د هند د سوداګرۍ خبرې اترې تل ستونزمنې وي، ځکه په دې کې ګټه خورا لوړه ده. د هند او پاکستان په اړيکو کې د امریکا لاسوهنه نه منل يو بنسټيز اصل دی".
د نېتن پای د څرګندونو په ځواب کې د امریکا په الباني پوهنتون کې د سياسي علومو مرستيال پروفيسور کرېسټوفر کليري وايي، "که ټوله نړۍ نيمګړتياوي ويني نو دا اټکل لګول اسانه دي چې ستونزه چېرته ده، زه فکر کوم چې نوي ډيلي دری تېروتنې وکړې:
د ۲۰۲۴ کال پر مهال دوی په ښکاره ډول د بايډن د تګ په اړه خوښي څرګنده کړه، چې په امریکا کې احساس شوه
د سوداګرۍ خبرې اترې غيرضروري اوږدې شوې، په داسې حال کې چې نورو دا کار ونکړ.
له سېندور عملياتو وروسته داسې ښکارېده چې هغوی ان ټرمپ ته هم په سمبوليک ډاډ ورکولو کې ستونزه درلوده."
پروفيسور کرېسټوفر ليکي، "زه غواړم دا روښانه کړم چې ستونزه ټرمپ دی. له همدې امله، د هند تېروتنه دا ده چې دوی د يوه داسې کس په اداره کولو کې پاتې راغلي چې په خپله ستونزه دی، زه نه غوړام چې هغوی له ستونزو سره مخامخ وي خو دا د دې نړۍ حقيقت دی چې موږ په کې اوسېږو".
پروفيسور کرېسټوفر هغه ویډيو هم خپره کړې چې پاکستان د غزې لپاره د ټرمپ د سولې بورډ سره یوځای کېږي او شهباز شريف له ټرمپ سره په ډاووس کې ليدلي.
نوموړي ويلي، "پاکستان له امریکا سره د ډيپلوماتيکو برياليتوبونو تاريخ لري. د دې يو دليل دا دی چې پاکستان ډېری وخت دا انګېري چې د امریکا له کړنو سره درېدل د واشنګټن د باور لپاره ګټور دي، ان که دا وروسته ستونزې هم رامنځته کړي. اسلام اباد ډېری وخت محاسبه کوي چې که د نن ورځې ستونزې کمې شي، په راتلونکي کې د نورو ستونزو سره مقابله کېدلی شی."

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د تېر کال په سپټمبر کې د پاکستان د ملي امنيت د پخواني سلاکار معيد يوسف یوه مقاله د فارن افیرز په مجله کې خپره شوه چې سرليک یې و، "امریکا ولې باید په پاکستان شرط ولګوي؟"
معيد يوسف ليکلي و، "امریکا په هند شرط لګولی و خو بريالۍ نه شوه. دوه لسيزې تېرې شوې خو هند نه په سیمه او نه هم له سیمې هاخوا د امریکا له لومړيتوبنو سره په بشپړه توګه د همغږيتوب وړ دی او نه هم د دې لپاره چمتو دی."
د هند او امریکا په اړيکو کې تريخوالی له کومه ځایه پيل شو؟
د نړيوالو چارو مجلې "د ډېپلوماټ" په وینا په ۲۰۲۵ کال کې د هند او امریکا په اړیکو کې داسې څه وشول چې اټکل یې نه کېده.
هند چې د امریکا يو "طبیعي" ملګری و، ۵۰ سلنه تعرفه پرې ولګول شوه.
هغه مهال پاکستان د امریکا د نوي غوره متحد په توګه په سپينه ماڼۍ کې د ځان لپاره په ځای جوړولو بوخت شو.
دا هغه وخت پیل شول چې کله نوي ډيلي په عامه توګه د ډونلډ ټرمپ دا ادعا رد کړه چې د ۲۰۲۵ کال په مې کې یې د هند او پاکستان تر منځ د جوړجاړي منځګړيتوب کړی و.
له هغه راهیسې د هند او امریکا اړیکې سړې شوې او په نژدې راتلونکي کې یې داسې احتمال نه ليدل کېږي چې بېرته دې ګرمې شي.
په تېر نومبر کې د امریکا د استازو جرګې په يوه راپور کې ويل شوي وو چې "چينايي وسلې له هند سره د څلور ورځنۍ جګړې پر مهال د پاکستان په برياليتوب کې مهمې وې".
ولسمشر ټرمپ د هند له نامه اخيستو پرته په مکرر ډول ويل چې د جګړې پر مهال پنځه الوتکې ويشتل شوې وې. په راتلونکو بيانونو کې یې دا شمېر نور هم زيات کړ.
هند د کومې الوتکې د غورځېدو په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي، يوازې دا یې ويلي چې پاکستانۍ الوتکې ته زيان رسېدلی دی.
ټرمپ دا ادعا هم کوله چې د هند او پاکستان تر منځ د شخړې مخه یې نیولې خو هند په وار وار دا رد کړې ده.
د ډېپلوماټ مقاله کې راغلي چې هند د ۲۰۲۵ کال د مې مياشتې په شخړه کې د منځګړېتوب د ادعا په ردولو سره د ټرمپ "په عامه توګه سپکاوی کړی" دی. له هغه راهیسې د هند او امریکا اړيکې سړې شوې دي.
په داسې حال کې چې هند د ټرمپ ادعاوې د خپل حاکميت سپکاوی بولي خو پاکستان دې ته د يوه لوی فرصت په توګه ګوري.
اسلام اباد د ټرمپ هغه ادعا چې د پاکستان او هند جګړې درولو کې یې منځګړيتوب کړی په لویه کچه بدرګه او ان ټرمپ یې د سولې نوبل جایزې ته نوماند کړ. دا کار د پاکستان لپاره خورا ګټور ثابت شو.
له پاکستان سره نژدېوالی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د ډونلډ ټرمپ له دویمې دورې مخکې هند پر چين د فشار راوړلو لپاره د امريکا د ستراتيژۍ لپاره خورا مهم ګڼل کېده. بل پلو پاکستان ته د چين د ملګري په سترګه کتل کېدل.
خو اوس چې داسې ښکاري چې د امریکا او پاکستان اړيکې پياوړې کېږي. دا نشي وېل کېدی چې له چين سره د پاکستان اړیکې د خرابېدو لور ته روانې دي. ټرمپ پر هند درنې تعرفې لګولې دی. (۲۵ سلنه دوه اړخیزې او ۲۵ سلنه له روسيې د تېلو پېرلو له کبله لګول شوې دي).
د نړۍ د تر ټولو لویې ډموکراسۍ، هند سره د اړيکو ښه کولو لپاره د امریکا پاليسي داسې ښکاري چې د هند سره د اړيکو د ښه کولو لپاره د خپلې دوه لسيزې اوږدې پاليسۍ مخه نیسي.
بل پلو داسې ښکاري چې په منځني ختيځ کې هم د پاکستان اهمیت هم مخ په زياتېدو دی. پاکستان د ټرمپ د سولې بورډ برخه دی. هند ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه خو د نرېدرا مودي حکومت لا تراوسه پرېکړه نه ده کړې.
د اوباما د واکمنۍ پر مهال د جنوبي او مرکزي اسيا د چارو لپاره د امریکا د بهرنيو چارو پخوانۍ مرستيالې وزيرې نیشا بسوال تېر کال بلومبرګ ته ويلي وو، "له پاکستان سره پياوړې اړيکې امریکا ته پر هند د فشار راوړلو وړتيا په لاس ورکوي. دواړه هېوادونه بايد د خپلو وړتياو پر بنسټ ودرېږي".
نوموړې زياته کړې، "تر هغه اندازې چې امریکا کولی شي پر پاکستان اغېز ولري او فشار راوړي او چې د کړکېچ پر مهال د دې کار لپاره اړيکې ولري، دا يو خورا مهم اړخ دی. داسې پاکستان نه غواړي چې په بشپړ ډول د امریکا له نفوذه بهر وي".
پاکستان او امریکا له سړې جګړې راهيسې ملګري دي. په ۱۹۸۰ کلونو کې پاکستان د شوري اتحاد پر وړاندې د افغان مجاهدينو د جګړې په برخه کې له امریکا سره همکاري کوله. وروسته پاکستان د امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې لوژستيکی ملاتړ برابر کړ.
د امریکا او پاکستان تر منځ مخ په زياتېدونکی نژدېوالی د هند لپاره د يوه ګواښ په توګه تصور کېږي خو د امریکا د ملي امنيت پخواني سلاکار جان بولټن له پرېس ټرسټ اف انډيا سره په مرکه کې دې ته په بل ډول کتلي دي.
نوموړي ويلي، "زه فکر کوم چې د هند او امریکا اړيکې ښايي په ۲۱ پېړۍ کې زموږ لپاره تر ټولو مهمې ستراتيژيکې اړيکې وې خو له پاکستان سره اړيکې لرل هم بې ارزښته نه دي. په داسې حال کې چې چين هڅه کوي په پاکستان کې خپل کنټرول پياوړی کړي په ځانګړې توګه د پاکستان له پوځ سره. زه په دې اړه اندېښمن يم او په څرګنده توګه دا د هند لپاره هم اندېښنې وړ ده."
د امریکا د ملي امنيت پخوانی سلاکار وايي، "له دې امله زموږ ګټې له يوه بل سره ورته دي. موږ په افغانستان کې د طالبانو او نورو ډولو پر وړاندې له پاکستان سره ځينې ګډې ګټې هم لرو. زه باور لرم چې که موږ له پاکستان سره کار وکړو او هغوی ته يادونه وکړو چې چين د دوی لپاره هغومره ګواښ دی لکه څنګه چې د هند لپاره دی، دا د پرمختګ يوازينی بنسټ کېدی شي. زه نه پوهېږم چې ټرمپ هم داسې فکر کوي که نه خو که زه د هغه سلاکار وی نو دا به مې ورته ويلي وو".








