د ملګرو ملتونو مرستیاله مشره: د امریکا مرستو کمېدل افغانستان کې زموږ "پر کارونو پاموړ اغېز نه لري"
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ډېره مرسته پر امریکا ولاړه ده، د دغه سازمان د سرمنشي مرستیاله وايي، د امریکا د مرستو کمېدل په افغانستان کې د دوی پر کارونو د پام وړ اغېز نه لري.
رازماري ډیکالرو افغانستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال کابل کې زموږ له همکار حفیظ الله معروف سره ځانګړې مرکه کې ویلي "فکر نه کوم، دا به زموږ پر عملیاتو کوم د پام وړ اغېز ولري."
د اغلې ډیکارلو په خبره، د دوی ادارې پراخ ملاتړ لري او ملګري ملتونه له ډېرو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري.
اغلې ډیکالرو زیاته کړه چې ښايي د ملګرو ملتونو ځینې فعالیتونه د شرایطو له مخې بدل شي، خو ماموریت یې هر کال ارزول کېږي:
"زموږ ماموریتونه ښايي د شرایطو له مخې یو څه بدل شي. زه نه شم ویلی چې دا به څرنګه وي خو زموږ ماموریت هر کال ارزول کېږي. موږ هڅه کوو چې زموږ ماموریت په سیمه کې له واقعي شرایطو سره سمون ولري. موږ په عمومي ډول د افغانستان د خلکو لپاره پراخ ملاتړ لرو."
امریکا رسمآ د روغتیا له نړیوال سازمان (ډبیلواېچاو) ووتل او په دې توګه د ملګرو ملتونو دغه اژانس خپل یو مهم مالي ملاتړی له لاسه ورکړ. د ملګرو ملتونو د روغتیایي سازمان شاوخوا پنځمه برخه بودیجه امریکا ورکوله.
امریکا د ملګرو ملتونو له څه باندې ۳۰ ادارو وتلې او مرستې یې پرې بندې کړې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې هم د نورې نړۍ په څېر د مړینو، ناروغۍ او معلولیت مخنیوي او کمولو او همدا راز د روغتیا خدمتونو د پیاوړتیا له لارې د خلکو د روغتیا او هوساینې ښه کېدو لپاره کار کوي.
دغه سازمان وایي، په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت تر مشرۍ لاندې او له ملي او نړیوالو شریکانو سره په نژدې همغږۍ کار کوي.
د دوحې بهیر او نړیوالې ټولنې سره ښکېلتیا

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د نوموړې په خبره، ملګرو ملتونو له طالبانو له حکومت سره د ښکېلتیا لپاره د"دوحې بهیر" پیل کړ.
د هغې په ټکو، "دا بهیر افغانستان ته دا زمینه برابروي چې له نورو استازو سره په داسې لارو چارو کار وکړي چې وکولای شي خپلې نړیوالې ژمنې پوره کړي."
ټاکل شوې په فبرورۍ میاشت کې په کابل کې د دوحې بهیر د کاري ډلو ترمنځ یوه ورځنۍ غونډه جوړه شي چې تر ډېره به یې پام د مخدره توکو پرضد په مبارزې او خصوصي سکتور ورټول وي.
د ملګرو ملتونو استازې وویل، په افغانستان کې د نشهیي توکو پرضد د مبارزې او د خصوصي سکتور د رول او پراختیا ډېرولو لپاره دوی دوه ډلې جوړې کړې دي، خو په وینا یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري.
"هېڅ شک نشته چې اوسنیو چارواکو د نشهیي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره ګڼ ګامونه اخیستي دي، خو هغوی د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري."
دغه استازې وايي، د دوحې بهیر یوه برخه د افغانستان د نړیوالو ژمنو په اړه ده چې دوی یې د ټولو افغانانو حق بولي. "په دې کې د ښځو حقونه هم شامل دي، چې په سولهییز ډول ژوند وکړي او نارینهوو په څېر مساوي حقونه ولري... دا هغه څه دي چې موږ په دوامداره توګه پرې له طالب واکمنو سره خبرې کوو."
نوموړې زیاتوي، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د ښکلېلتیا لپاره مهمه ده چې د طالبانو حکومت له نړیوالو سره خپلې ژمنې پوره کړي. هغه زیاتوي، دا نهیلي کوونکې ده چې په افغانستان کې نجونې له شپږم پورته زدکړو او پوهنتون ته نه پرېښودل کېږي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو برخلیک

د عکس سرچینه، UN
له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په افغان ښځینه کارکوونکو بندیز دی او له کورونو کار کوي.
د ملګرو ملتونو مرستیاله وايي، همدا موضوع یې د طالبانو حکومت له چارواکو سره په "روښانه ډول" شریکه کړې ده. وايي، دا د دوی لپاره "بنسټېزه او حیاتي مسله ده."
خو د ملګرو ملتونو مرستیاله زیاتوي چې د دوی ښځینه کارکوونکې باید دفتر ته لاړې شي، کاري ساحې ته پرېښودل شي او ساحې ته د سفر اجازه ولري.
رازماري ډیکارلو وايي، د طالبانو حکومت له چارواکو سره یې په کتنه په دې اړه "رسمي ځواب نه دی تر لاسه کړی" چې څه وخت به یې ښځینه کارمنانې بېرته کارونو ته ستني شي خو زیاتوي چې "هیله منه ده."
د ملګرو ملتونو دغې لوړ پوړې چارواکې د طالبانو حکومت او له پاکستان دواړه غوښتنه وکړه چې د دوی بشري مرستي د پاکستان له لارې افغانستان ته پرېږدي ځکه په وینا یې د دوی پر کارونو یې "له شک پرته اغېز کړی دی."
اوس شاوخوا ۱۰۰ ورځې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه سوداګري بنده ده او یوازې هغو افغان کډوالو ته اجازه ورکول کېږي چې افغانستان ته ستنېږي.
که څه هم د پاکستان حکومت ویلي چمتو دی، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مواد افغانستان ته پرېږدي خو د طالبانو حکومت ټینګار کوي، تر هغې چې اسلام اباد ضمانت نه وي ورکړي چې "سوادګریزې لارې به د سیاسي موخو لپاره نه کاروي"، لارې به نه پرانیستل کېږي.












