ملګري‌ ملتونه وايي افغانستان کې د نړۍ مهم لومړیتوب د نجونو زدکړې دي

امنه محمد

د عکس سرچینه، Education Cannot Wait

    • Author, صابر عزیز
    • دنده, بي بي سي

ملګري‌ ملتونه وايي،‌ په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې مهم لومړیتوب د ښځو او نجونو زدکړې دي چې د طالبانو حکومت تر "امرثاني" پورې ځنډولې دي.

د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د پوهنې لپاره د بسپنې راټولونې په یوه نړیواله غونډه کې، ډېری ګډونوالو له زدکړو د محرومو افغان نجونو سره خپل یو والی او ملاتړ اعلان کړ.

ټاکل شوې په یاده نړیواله ناسته چې د "زدکړې نه شو ځنډولی" تر سرلیک لاندې روانه ده،‌ مرسته کوونکي هېوادونه او نړیوال سازمانونه د ۲۰۲۳ کال لپاره له پوهنې د ملاتړ لپاره خپلې مرستې په ډاګه کړي.

ناستې ته د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې امینه محمد په استولي پیغام کې ویلي، د نړۍ لپاره تر ټولو مهم لومړیتوب د افغان نجونو زدکړې دي.

اغلې محمد وایي له پنځو سوو ډېرې ورځې وشوې چې د افغان نجونو پر مخ له شپږ ټولکې پورته زدکړو دروازې تړل شوې او د نوموړې په ټکو له "هغوی لومړني بشري حقونه اخیستل شوي دي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

امینه محمد وایي، نړیواله ټولنه باید په یووالي او بیړه دې موضوع ته رسېدنه وکړي او زیاتوي"دا ډېره مهمه ده چې له افغان نجونو سره یو ځای ودرېږو او د دوی غږ اوچت کړو، دوی یوازې نه دي."

د ملګرو ملتونو دغې جګپوړې مشرې دارنګه له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي، په افغانستان کې پوهنې ته لاس رسي لپاره خپلې مرستې جاري وساتي.

نوموړې چې تېره میاشت د یوه پلاوي په مشرۍ افغانستان ته تللې وه،‌ وایي "د انلاین کورسونو موضوع یو ښه نوښت دی خو دا بسنه نه کوي، موږ باید عملي ګامونه واخلو د افغان نجونو دا اړتیا درک کړو ځکه زدکړې هېڅکله نه شو ځنډولی."

اغلې محمد زیاتوي چې په یوه وزر الوت نشي کېدای نو "راځئ دا باوري کړو چې نور په افغانستان کې ان یوه نجلۍ هم له زدکړو پاتې نه شي."

ملاله یوسفزۍ: د نړۍ مشران دې د افغان نجونو غږ شي

دې ناستې ته د نجونو د زدکړو فعالې او ملاتړې ملالې یوسفزۍ هم په استولي پیغام کې ویلي، اوس د دې وخت پایته رسېدلی چې د افغان نجونو پر مخ د تړلو ښوونځو ستونزې ته صبر وشي.

ملاله

د عکس سرچینه، Education Cannot Wait

ملالې له نړیوالو مشرانو غوښتنه وکړه چې پر طالب واکمنو فشار راوړي چې له خپلو پرېکړو په شا شي او نجونې زدکړو ته پرېږدي.

ملاله زیاتوي "اوس د دې وخت دی چې د نړۍ مشرانو د افغانستان د نجونو او ښځو سره یو غږ شي، د دوی غږ باید له هرڅه مخکې شي چې د نجونو او ښځو د حقونو خوندیتوب باوري‌ شي."

"لطفا افغان نجونې مه هېروئ"

بل خوا د افغانستان د روباټیک ټیم مشرۍ سُمیې فاروقي هم دغې ناستې ته په خپل لېږلي پیغام کې ویلي،‌ نړۍ باید افغانستان د خپل بدن د یوې برخې په توګه هېر نه کړي.

اغلې فاروقي وایي، نړۍ باید اجازه ورنه کړې چې افغانستان او خلک یې په ځانګړي ډول ښځې او نجونې له ټولو پرمختګونو وروسته پاتې شي.

فاروقي چې اوس مهال په امریکا کې ده وایي" لطفا افغان نجونې مه هېروئ، زما او زما د وطن د ټولو لوڼو زړونه مات دي."

سمیه

د عکس سرچینه، Education Cannot Wait

له زدکړو نه د مالي ملاتړ یادې ناستې ته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو استازو خبرې وکړې او خپلې مرستې یې اعلان کړې دي.

د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې دا مهال په نړۍ کې ۲۲۲ میلیونه نجونې او هلکان له اساسي زدکړو محروم دي او افغانستان بیا د هغو هېوادونو په سر کې راځي چې ډېرې نجونې یې زدکړو ته لاس رسی نه لري.

ملګري ملتونه تمه لري چې د زدکړو نه د ملاتړ لپاره ټاکل شوې بسپنې چې یو اعشاریه پنځه میلیارده ډالر دې راټول کړي.