امریکایۍ ښځې د داعش ښځینه ډلګۍ ته د روزنې ورکولو اعتراف وکړ

الیسون فلوک - ایکرین ته ښايي د ۲۰ کلن زندان سزا ورکړل شي.

د عکس سرچینه، Alexandria Sheriff's Office

د عکس تشریح، الیسون فلوک - ایکرین ته ښايي د ۲۰ کلن زندان سزا ورکړل شي.

یوې امریکایۍ ښځې اعتراف کړی چې په سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش اړوند ښځو یوه بشپړ کنډک مشري کړې او په امریکا کې یې د بریدونو پلانونه چمتو کړي.

الیسون فلوک - ایکرین په یوه قضیه کې اعتراف وکړ چې له داعش ډلې سره یې مرسته کړې او له ۱۰۰ ډېرو ښځو او نجونو ته یې د تاوتریخوالی روزنه ورکړې.

دا ښځه چې یوه مور هم ده، یو وخت ښوونکې وه، خو وروسته د داعش وسله والو یوه مشره شوه او په سوریه کې یې له داعش ډلې سره له ملګرتیا مخکې په لیبیا کې د وسله والو یوې ډلې مشري کوله.

په اکتوبر میاشت کې به د نوموړې لپاره سزا اعلان شي او د قانون له مخې ښايي لږ تر لږه ۲۰ کلنه زندان سزا ورکړل شي.

یو وخت د بیالوژۍ محصلې ۴۲ کلنې فلوک - ایکرین په سوریې کې له داعش سره له ملګرتیا مخکې ترکیې او مصر ته هم سفرونه کړي.

دې ښځې له داعش ډلې سره د همکارۍ په ترڅ کې د سوریې په الرقه ښار کې د خطيبة نسيبة نومې ښځینه کنډک مشري کوله چې داعش وسله والې یې غړې وې.

چارواکي وايي، د دې لومړنۍ دنده دا وه چې ښځو او ماشومانو ته له کلاشنکوف نیولې د ځانمرګي واسکټونو پورې د کارولو روزنه ورکړي.

نوموړې د سې شنبې پر ورځ د امریکا ویرجینیا ایالت په یوه محکمه کې ومنله چې ښځینه کنډک ته یې روزنه ورکړې، خو ادعا کوي چې ماشومان یې تاوتریخوالي ته نه دي روزلي.

د سي این این په رپوټ کې د نوموړې له قوله ویل شوي: " موږ په لوی لاس کم عمره نجونې نه دې روزلې. "

د یادونې ده چې یو شمېر هغه ښځې چې دې روزنه ورکړې، په هغه محاکمه کې شاهدي ورکوي چې دې ته د سزا اعلانونو لپاره به وشي.

فلوک-ایکرین چې د ام محمد الامریکي په مستعار نامه یادېده، له هغه وروسته د عراق په موصل کې هم اوسېده، چې دا ښار داعش وسله والو ونیو.