د ملګرو ملتونو امنیت شورا: طالبان دې ټولو نجونو ته د ښوونځيو دروازې پرانيزي

امنیت شورا ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، un

د عکس تشریح، امنیت شورا ارشیف تصویر

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په افغانستان کې د نجونو لپاره د ثانوي زدکړو په اړه په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي، په افغانستان کې ټولې نجونې باید وکولای شي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

په دې اعلامیې کې پر طالبانو غږ شوی چې ټولو ته د ښوونځي دروازې پرانيزي او د زده کړو خوندي چاپېریال برابر کړي.

دغه راز ویل شوي چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د زدکړو په ګډون په بېلا بېلو برخو کې له افغانانو سره مرستې ته چمتو ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا په ګډه اعلامیه کې زدکړې د ټولو ماشومانو حق ګڼل شوی او ویل شوي چې افغان نجونې هم په دې ماشومانو کې شاملې دي.

خپره شوې اعلامیه زیاتوي چې د نجونو د ثانوي زدکړو په اړه د طالبانو پرېکړه په خپله د طالبانو له هغو ژمنو سره په ټکر کې شوې چې طالبانو په وروستیو کې له نړیوالې ټولنې سره په خبرو کې کړې وې.

د امنیت شورا غړو دا پرېکړه په ژوره توګه خواشینوونکې بللې او په ګډې اعلامیې کې چې د البانیا، برازیل، فرانسې، ایرلنډ، میکسیکو، ګابن، بریتانیا، امریکا او متحده عربي اماراتو په استازیتوب په ملګرو ملتونو کې د ناوری د دایمي استازې مونا جووال لخوا ولوستل شوه او پر طالبانو غږ وشو چې د ټولو پر مخ ښوونځي پرانېزي. په اعلامیه کې ویل شوي:

''په دې اونې کې میلیونو افغان نجونو په کورونو کې ژړل، موږ نه شو کولای چې هغوی ناهیلي کړو، د دې لپاره چې افغانستان یو خوندي او با ثباته راتلوونکې ولري، نه شي کولای چې د نیمايي نفوس وړتیا او استعداد له پامه وغورځوي او د زده کړو له اړخه هغوی زیانمن کړي. ښوونه او روزنه د هرې ټولنې بنسټیز جوړښت دی، له دې اعلامیې سره د امنیت شورا غړي طالبانو ته دا پیغام استوي چې د ټولو پرمخ ښوونځي پرانېزي او په هېواد کې ټولو ماشومانو ته د زدکړو یو خوندي چاپېریال برابر کړي. ''

Afghan girls look on at a school in Kabul, Afghanistan

د عکس سرچینه، Reuters

د امنیت شورا اعلامیه کې راغلي ښايي ځیني پوښتنه وکړي چې د امنیت شورا یې له زدکړو سره څه؟ خو ځواب یې ساده دی او هغه دا چې افغانستان د نسکوریدو په څنډه دی.

په ملګرو ملتونو کې د ناورې دایمي استازې مونا جووال وویل ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه چمتو ده چې د ټولو ماشومانو لپاره د زدکړو په ګډونو بېلا بېلو برخو کې افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.