یونیسف: د افغانو نجونو ښوونځي مه ورانوئ

د عکس سرچینه، Getty Images
فراه ولایت کې د نجونو پر دوو ښوونځیو له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو ادارې د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو امنیت په اړه سخته اندېښنه ښوولې.
د ماشومانو ملاتړ نړیوال صندوق یونیسیف ادارې مسوولینو په خبره، فراه کې نژدې ۱۴ سوه نجونې د دوی ښوونځي سوځل کېدو له کبله په شېر علي خان لېسه او بنفشه ښوونځي کې خپلې زدکړې نه شی کولای.
یونیسیف له ښکېلو خواوو غواړي چې د ماشومانو خوندیتوب او نړیوالو انسان دوستانه قوانینو ته درناوی وکړي.
رپوټونو کې ویل شوي، تېره شپه وسله والو کسانو د فراه ولایت د مرکز په نوده سیمه کې د نجونو ښوونځی په باروتو سره له منځه وړی. د فراه د پوهنې مشر محمد عظیمي وايي، وړمه شپه هم وسله والو د شېرعلي خان په نامه نجونو ښوونځی وران کړی دی.
تر اوسه کومې ډلې د ښوونځیو سوځولو مسوولیت نه دی منلی، خو د فراه پولیسو ویاند محب الله محب له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د دغو دوو ښوونځیو په نړولو کې طالبان لاس لري او پولیسو یې د عاملانو د نیولو لپاره په اړوند سیمو کې عملیات پیل کړي دي.
په تېرو څو کلونو کې د افغانستان پلازمېنې کابل په بېلابېلو برخو کې په لسګونو ښوونځي سوځول شوي، چې حکومت يې پړه پر وسله والو مخالفانو اچوي.
اوسمهال د افغانستان په ډېرو لرې پرتو سیمو کې د وسله والو د ګواښ له امله ګڼ شمېر ښوونځي تړلي دي او ان د شخصي دښمنیو له کبله هم د ښځوونځیو سوځولو پېښې رامنځته شوې دي. بل لور ته افغانستان کې جګړه د دې لامل شوې چې زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې شي.

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
که څه هم د افغانستان پوهنې وزارت هر کال د نویو ښوونځیو د پرانیستل کېدو رپوټونه خپروي، خو د هېواد په ځینو سیمو کې د جګړې د دوام له کبله سلګونه زده کونکي له زده کړې او روزنې بې برخې شوې دي.








