افغانه پېغله: مور ته مې ویل شوي و چې هلک سره مې بدله کړي

نرګس ترکې اوس په هېواد کې د ښځو زده کړو او روغتیا لپاره فعالیت کوي

د عکس سرچینه، NARGIS TARAKI

د عکس تشریح، نرګس ترکې اوس په هېواد کې د ښځو زده کړو او روغتیا لپاره فعالیت کوي

کله چې نرګس ترکې د پنځم اولاد په توګه د پلار کره وزېږېده، مور ته یې ویل شوي و، چې کلي کې یې باید له یوه هلک سره بدله کړي، خو اوس چې نرګس ۲۱ کلنه ده، ثابته یې کړه چې مور، پلار یې د پالنې پرېکړه سمه کړې وه.

نرګس اوس په خپل هېواد کې د ښځو تعلیم او ځواکمنۍ لپاره کمپاین کوي او د ۲۰۱۸ لپاره د بي بي سي ۱۰۰ ښځو په لیست کې شامله ده.

نرګس وايي:

''زه په ۱۹۹۷ کال کې وزېږېدم، او د خپل مور او پلار پنځم اولاد او پنځمه لور وم.

د پلار خوېندو او نورو خپلوانو مې له زېږېدو سره سم مور مجبوروله چې پلار ته مې د بل واده ووايي. افغانستان کې دویم او ان درېیم واده معمول بلل کېږي او کله نا کله خو ان یوازې د دې لپاره خلک ورته زړه ښه کوي، چې ښايي بل واده یې د زوی پلار کړي.

مور مې دغه مشوره رد کړه او له هغه وروسته دوی غوښتل چې ما له یوه هلک سره بدله کړي. د ماشومانو بدلول البته زموږ ټولنه کې دود نه لري او زموږ د کلتور برخه هم نه ده، خو هلکان چې د کورنۍ لپاره د عاید ګټونکي بلل کېږي ټولنه اهمیت ورکوي.

خلکو به په لوی لاس زما مور ته داسې خبرې کولې چې زړه یې مات شي او د زوی نه درلودلو له کبله ځان ملامت وبولي. سره له دې چې مور مې نه غوښتل له ځانه مې جلا کړي، ځینې سپین ږیري به بیا هم ابا ته راتلل، خو د هغه فکر بیا بل ډول و.

نرګس وايي د زده کړو تر لاسه کولو ویاړ یې د پلار په برخه دی

د عکس سرچینه، NARGIS TARAKI

د عکس تشریح، نرګس وايي د زده کړو تر لاسه کولو ویاړ یې د پلار په برخه دی

هغه به دوی ته ویل، چې لور مې راته ګرانه ده او یوه ورځ به ثابته کړي، چې یوه لور هغه ټول کارونه کولی شي چې یو زوی یې کوي.

پلار مې هغه وخت سختې شپې ورځې تېرولې. پخوانی پوځي و. په تېرو شوروي پلوو حکومتونو کې یې پوځي منصب درلود، خو دغه وخت بیا زموږ خپله سیمه هغو کسانو کنټرولوله چې سخت دریځي مذهبي خلک وو.

ځینو کلیوالو به ورسره د تربګنۍ رویه کوله او له موږ سره به یې راشه درشه نه کوله. پر دې هر څه سربېره مې پلار پر خپله خبره او هوډ کلک ولاړ سړی و. که څه هم پر کورنۍ مې له یوه هلک سره زما د بدلولو فشار و، ځکه چې زه یوه نجلۍ وم، خو دې سره هم زما پر شخصیت تر ټولو ډېر اغېز د یوه نارینه و.

۱۹۹۸ کې چې زموږ د سیمې کنترول د طالبانو ګوتو ته ورغی، حالت نور هم خراب شو. پلار مې پاکستان ته وتښتېد او ډېر ژر موږ هم هلته ورسره یو ځای شوو. هلته هم حالت چندان خوندور نه و. پلار مې د بوټانو یوه کارخانه کې مزدوري کوله، خو مور، پلار ته مې ښايي د خوښۍ یوه وجه پیدا شوه، چې بالاخره یې یو زوی وزېږېد.

نرګس

د عکس سرچینه، NARGIS TARAKI

د عکس تشریح، نرګس له یوې خور او کشر ورور سره

۲۰۰۱ لومړي کال کې چې د طالبانو حکومت ړنګ شو، موږ کابل ته ستانه شوو. هلته مو کور نه درلود او د تره کره اوسېدولو. سره له دې چې په ټولنه کې څه نا څه محافظه کاري وه، خو موږ ټولو ښوونځي ته تلل پیل کړل.

دوه کاله مخکې مې اداره او عامه پالیسۍ برخه کې د هغه کال تر ټولو لوړو نمرو سره له پوهنتونه فارغه شوم. دغه ټوله موده کې مې د پلار کلک ملاتړ راسره و.

څو کاله مخکې له خوېندو سره کابل کې د کرېکټ لوبې لیدو ته له خویندو سره لاړم. وروسته په لوبغالي کې زموږ اخیستل شوي تصویرونه خواله رسنیو کې لاس پر لاس کېدل او خلکو راته سپکې سپورې لیکلې.

دوی ویل، بې شرمې یاست چې د سړیو منځ کې لوبغالي ته تللې یاست. ځینو لا دا هم ویل چې موږ ته امریکایانو پېسې راکړې چې هلته بدلمني وکړو. کله چې مې پلار پر فېسبوک دغه ډول خبرې ولوستې، راته یې وویل:

''ښه دې وکړل لورې! چې دغه احمقان دې خواشیني کړل. ژوند یو څو شپې - ورځې دی، هر څومره چې کولای شې، خوند ترې واخله. ''

پلار مې د سږ کال سر کې د سرطان له کبله ومړ او ما له ده سره هغه څوک له لاسه ورکړ چې پر مټ یې اوسني مقام ته رسېدلې یم، خو پوهېږم نیکې هیلې به یې تل راسره وي.

درې کاله مخکې مې غوښتل خپله پلرنۍ سیمه کې د نجونو لپاره یو ښوونځی پرانیزم.

پلار سره مې مشوره کوله، هغه ویل، دا به سخته وي، ځکه هلته خو هلکان هم د ناامنیو له کبله نه شي کولای ښوونځي ته لاړ شي.

خو هغه فکر کاوه که د دیني مدرسې نوم ورکړل شي، ښايي زموږ لپاره د زده کړو یوه مرکز پرانیستل اسان شي.

نرګس یوې غونډې ته د وینا پر مهال

د عکس سرچینه، PROMOTE-WIE

د عکس تشریح، نرګس یوې غونډې ته د وینا پر مهال

په پای کې دغه چاره ممکنه نه شوه، ځکه له نورو مسایلو پرته هلته یوازې سفر کول هم له خطره خالي چاره نه ده.

اوس هم زه او یوه خور مې دغه ارمان ګرځوو. خو په هر صورت زه د نړۍ هغه ګوټ کې له داسې یو شمېر خیریه ټولنو سره رضاکارانه خدمت کوم چې د ښځو روغتیا، زده کړو او ځواکمنتیا لپاره کار کوي.

د نجونو د تعلیم او کار حقونو لپاره مې څو ځله پر بیلا بېلو دریځونو هم ویناوې کړې.

یو بل ارمان چې زړه کې یې پالم دا دی چې کاشکې یوه ورځ اکسفورډ پوهنتونکېدرسووایم

کله چې د نړۍ پوهنتونونو درجه بندۍ ګورم، اکسفورډ په لومړي سر کې راځي او یا دویم ځای لري او کله چې دا له کابل پوهنتون سره پرتله کوم، یو څه خواشینې کېږم، خو معانا یې دا هم نه ده چې منندویه نه یم، چې ورغلم.

نرګس

د عکس سرچینه، PROMOTE-WIE

د عکس تشریح، نرګس تره کې د تعلیم اهمیت پر موضوع وینا کوي

کله چې وخت مومم، په اونۍ کې دوه یا درې کتابونه لولم او پاولو کویلهو مې د خوښې وړ لیکوال دی. واده به له هغه چا سره کوم چې خوښ مې شي او کورنۍ هم په دې برخه کې د خپلې خوښې اجازه راکړې.

ښه خو به دا وي چې یو څوک داسې ومومم چې ملاتړ مې وکړي او تر څنګ مې ولاړ وي. کورنۍ هم مهمه ده، کله داسې کېږي چې یو څوک له ښه سړي سره واده کوي، خو د هغه کورنۍ سره یې ژوند ښه نه تېرېږي. دوی هم باید داسې څوک وي، چې ژوند کې مې ملاتړي وي، که دوی مې مخه نیسي هڅه به وکړم ذهن یې بدل کړم.

زه پر ځان باوري یم، چې خپل منزل ته به رسېږم، دې کې زړه نا زړه نه یم او هېڅ جوړ جاړی به و نه کړم''