د امریکا ټاکنو کې افغانه بریالۍ شوه

د عکس سرچینه، S. Wazir/Twitter
امریکا کې افغان کډواله صفیه وزیر د دغه هېواد نیو همپشایر ایالتي ټاکنو کې بریالۍ شوه.
صفیه وزیر ۲۷ کلنه ده، څو میاشتې مخکې یې لومړنیو ټاکنو کې داسې سیال ته ماتې ور کړه چې د نیوهمپشایر ایالتي پارلمان کې یې څلور ځلې وکالت کړی و.
د امریکا منځ پړاو ټاکنې تېره ورځ وې.
د ولسي او مشرانو جرګې پر استازو سربېره، د ایالتي پارلمانونو د استازو او د څو ایالتونو والیانو لپاره هم ټاکنې وشوې.
د دې ټاکنو پایلې وروستي پړاو کې دي، خو دا خبره روښانه ده چې ډیموکراټانو د ولسي جرګې اکثریت ګټلی، مګر جمهوریپالو مشرانو جرګه کې خپل واک لا ډېر کړی دی.
د صفه وزیر کډوالېدل

د عکس سرچینه، TWITTER/SAFIYA WAZIR
صفیه وزیر شپږ کلنۍ کې له افغانستان ازبکستان ته وکوچېده او پر ۲۰۰۷ کال له مور سره امریکا کې کډواله شوه.
هغې پر ۲۰۱۳ کال له کنکورډ لېسې فارغه او پر ۲۰۱۳ کال د امریکا وګړې شوه.
په والمورټ ځنځیري پلورنځي او بیا د پوهنتون په کتابتون کې له درې کاله کار وروسته یې له یوه کالج تحصیلي سند ترلاسه کړ.
هغه مېړوښه او په دریم بچي مېندواره ده.
نیوهمپشایر کې چارواکو د منځ پړاو ټاکنو کې ویل، که صفیه وزیر د نومبر ټاکنو کې جمهوريپال سیال دنیس سوزي ته ماتې ور کړي، نو لومړنۍ کډواله به وي چې د ایالتي چارو اداره په لاس کې اخلي.
۸۹ ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې ټاکنو کې بې شمېره ښځو ګډون کړی او داسې ښکاري چې له سلو ډېرو ښځینه نوماندانو ولسي جرګې څوکۍ ګټلې دي.
خو تراوسه کره شوې چې ۸۹ ښځې بریالۍ شوې دي.
په دوی کې پر افغانه سربېره یوه ایرانۍ توکمه امریکايي له فلوریډا ایالت ولسي جرګې ته تللې.
سوماليايي توکمه الهان عمر له مینه سوټا او فلسطیني توکمه رشیده طیب له مشیګان ایالت ولسي جرګې ته بریالۍ شوې.








