هند کې د جنګي الوتکې لومړنۍ ښځینه پیلوټه

د ایواني تر څنګ دوې نورې هندۍ پیلوټې باونا کانت او موهانا سینګ هم دا مهال روزل کېږي او ژر به جنګي الوتکې الوځوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایواني تر څنګ دوې نورې هندۍ پیلوټې باونا کانت او موهانا سینګ هم دا مهال روزل کېږي او ژر به جنګي الوتکې الوځوي

د هند هوايي ځواک د ښځینه جنګي پیلوټانو روزنه پیل کړې.

د دغه ځواک په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ۲۴ کلنه ایواني چترویودي د دغه هېواد لومړنۍ ښځینه پیلوټه ده، چې مګ ۲۱ ډوله الوتکه یې تر نیم ساعت پورې الوځولې.

له بي بي سي سره خبرو کې د هند هوايي ځواک ویاند ویلي، د یوې ښځې لخوا د جنګي الوتکې الوځول د هېواد پوځ په تاریخ کې ستره ورځ ده.

ایواني چترویودي د هغو لومړنیو ښځو په ډله کې ده، چې د هند هوايي ځواک کې د جنګي پیلوټې په توګه برخه اخلي.

د هند هوايي ځواک پر خواله رسنۍ ټویټر هم د ښځینه جنګي پیلوټې د لومړني الوت تصویرونه خپاره کړي دي. ایواني لومړی ځل د تېرې دوشنبې پر ورځ الوت کړی و، خو رسماً د پنجشنبې پر ورځ دې لړ کې اعلامیه خپره شوې ده.

ویل کېږي، د ایواني تر څنګ دوې نورې پیلوټانې باونا کانت او موهانا سینګ هم دا مهال روزل کېږي او ژر به جنګي الوتکې والوځوي.

هند هوايي ځواک

د عکس سرچینه، Twitter

بل لور ته د هند ګاونډي هېواد پاکستان په هوايي ځواک کې دا مهال ۲۰ ښځینه جنګي پیلوټانې فعالیت کوي. پاکستان ۲۰۰۶ کال کې د ښځینه جنګي پیلوټانو روزنه پیل کړه.