افغانې پیلوټې تر ټولو اوږد تاریخي سفر بشپړ کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښایسته واعظ په نوم افغان - امریکایۍ پیلوټې په یوازې سر تر ټولو اوږد (۱۳۸ ساعته) الوتنه، چې پر ۲۲ هېوادونو راوګرځېده، بشپړ کړ.
هغې د خپل سفر وروستي تمځی د چارشنبې په ورځ (اکتوبر څلورمه) د امریکا فلوریډا ایالت ډایټون ساحل ټاکلی و.
۳۰ کلنه ښایسته واعظ په دې اوږده الوتنه په تاریخ کې هغه ځوانه پیلوټه ده، چې د یوه ماشین لرونکې الوتکې په مټ یې د نړۍ ډېرو لیرو سیمو ته سفر وکړ.
هغه د روان کال جولای میاشتې پر نولسمه کابل ته تللې وه او له ولسمشر او ځینو نورو افغان چارواکو سره یې کتلي وو.
اغلې واعظ کابل ته د خپل سفر په اوږدو کې ویلي وو، افغان ښځو ته یې پیغام دا دی چې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي.
ښایسته واعظ له خپلې مور او پنځو خویندو سره امریکا کې اوسېږي. دې ویلي وو، په دې اوږده سفر کې غواړي د افغان مېرمنو استازیتوب وکړي او نړۍ ته وښيي چې افغان مېرمنې هم هرڅه کولی شي او بریالی کېدای شي.

د عکس سرچینه، Arg

د عکس سرچینه، Getty Images
د هغې پلانر فهیم ارغندیوال دا مهال د اجراییه ریاست دفتر کې کار کوي او تره یې عبدالهادي ارغندیوال د افغانستان د اقتصاد پخوانی وزیر و.
دغه ځوانه پیلوټه په کوچنیوالي کې امریکا ته له خپلې کورنۍ سره سفر کې ملګرې وه، هوايي چلند کې یې ماسټري کړې او دا مهال د هوايي چلند اداره او مدیریت کې نورې زده کړې کوي.
هغې خپل دا اوږد سفر د امریکا له فلوریډا ایالته پیل کړی و چې د افغانستان، هند، کاناډا، پرتګال، اسپانیا، بریتانیا، یونان، مصر، بحرین او متحده عربي اماراتو په ګډون یې د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې الوتنې کړې دي.








