لوړې څوکۍ ته پر ښځو ولې ډېر باور نه کېږي؟

- Author, زمزمه نیازۍ
- دنده, بي بي سي
د کانونو وزارت سرپرسته وزیره وایي که له ولسي جرګې د باور رایه واخلي وزارت کې به هر اړخیز جدي مدیرت رامنځ ته کړي.
نرګس نهان وایي افغانه ټولنه کې د ښځو پر وړاندې ننګونې ډیرې دي او د لوړې څوکۍ لپاره پرې ډیر باور نه کیږي.
نوموړې وایي خو مبارزه او کلک هوډ هر خنډ له مخې لرې کولی شي.
شاوخوا څلور میاشتې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ۳۸ کلنه نرګس نهان د کانونو وزارت لپاره د سرپرستې په توګه وټاکله.
وروستیو کې اغلې نهان د خپل وخت یوه برخه د ولسي جرګې له غړو سره خبرو اترو ته ځانګړې کړې ده. وایي هیله منده ده چې د خلکو له استازو د باور رایه ترلاسه کړي.
افغان حکومت پریکړه کړې چې د وزارتونو سرپرست وزیران ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره ور وپېژني:
"نژدې څلور میاشتې کیږي چې وزارت ته راغلې یم نو همدومره وخت کې مې د ولسي جرګې غړو سره لیده کاته پیل شوي ځکه ما پخوا د پارلمان له غړو سره هیڅ نه پیژندل نو کورونو ته یې ورغلم چې د ځان په اړه خپل معلومات ورکړم."
نرګس نهان په کابل کې زیږدلې، خو بیا له کورنۍ سره پاکستان ته کډواله شوې، هلته یې په اداري برخه کې د ماسترۍ تر کچې زدکړې کړي.
د مالیې وزرات او کابل پوهنتون په ګډون یې د افغانستان په بېلابېلو ادارو کې نژدې ۱۵ کاله کار کړی.
ما همداسې فرصت غوښت


هغې په اوسني حکومت کې شاوخوا یو کال د ولسمشر غني سلاکارې په توګه هم کار کړی:
"له ولسمشر غني سره مې اړیکه د دندې له همکارۍ هاخوا د لور پلار اړیکه ده کله سره غوسه شو یو بل ته شکایت کو پخوا مو یوبل ته ډيرې مشورې ورکولې خو اوس ډیر بوخت دی دومره سره نه ګورو. کله یې چې د وزارت وړاندیز راته وکړ ډېره خوشحاله وم ځکه ما د اصلاحاتو لپاره همداسې یو فرصت غوښته."
نرګس نهان له کورنۍ سره په کابل کې ژوند کوي. هغې لا تراوسه واده نه دی کړی.
وايي ځکه یې واده نه دی کړی چې د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو مخې یې ته خنډ شي.
اغلې نهان په دې ورستیو کې د سینې په سرطان اخته شوې وه، وایي اوس روغه ده.
نوموړې وایي افغانه ټولنه کې ښځې ددې لپاره چې په لوړو څوکیو کار وکړي او یا مشري وکړي، له ډیرو ستونزو سره باید مبارزه وکړي.
راته یې وویل چې څنګه تر دې ځایه رسیدلې ده:
"افغانه ټولنه کې په ښځې په اسانه باور نه کیږي، څو څیزونه مهم دي د هغې افغانې ښځې لپاره چې غواړي په ټولنه کې فعاله اوسي .
پر خپل نفس باید باور ولري دا لوری باید وټاکي چې څه غواړي هدف باید ولري او وروسته دا چې د کورنۍ ملاتړ باید ولري دا ملاتړ په اسانه لاسته نه راځي که دا څه مو ژوند کې ولرل هر ځای ته رسېدای شو".
نرګس نهان وایي د افغانستان د خلکو یوازینې پانګه کانونه دي غواړي په جدي ډول یې مدیریت کړي:
"که د ولسي جرګې غړي د باور رایه راکړي ډیر اصلاحات دي چې د کانونو وزارت کې باید راوړل شي ځکه دا وزارت د افغانستان د خلکو یواځینې پانګه ده زه غواړم دا جدي مدیرت کړم او د هر کار باید حساب ورکړم".
درې وزیرانې
د ګڼو نارینو په منځ کې دې ښځینه مشرې ته یوه سخته دنده په مخ کې ده د افغانستان کانونه له چور تالانه ژغورل او راتلونکې ته د ملي شتمنې په توګه یې کارول څه چې د دې چارې مدیریت اسانه خبره هم نه ده.

افغان حکومت وایي په دولتي ادارو کې ښځو ته ډیره ونډه ورکول د دوی لومړیتوب دی خو افغانې ښځې بیا وایي په شته ونډې نه دي خوښې او تر ډیره مشرۍ ته نه ټاکل کیږي.
اوسمهال د افغانستان په کابینه کې د نرګس نهان په ګډون درې وزیرانې ښځې دي.
دلبر نظري د ښځو چارو وزیره ده او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مشري بیا سلامت عظیمي کوي.









