د بادغیسۍ نجلۍ رسامي د ملګروملتونو ۲۰ ښو نقاشیانو کې راغلې ده

افغانستان

د عکس سرچینه، WFP/ Wahidullah, Amani

د عکس تشریح، له کیڼ مریم احمدي چې نقاشي یې په ۲۰ غوره نقاشیو کې راغلې.

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د افغانستان بادغیس ولایت مریم احمدي رسامي، د نړۍ له ۲۲ هېوادونو د ۱۲۰ نقاشیو په سیالۍ کې په ۲۰ غوره نقاشیو کې راغلې ده.

مریم احمدي په دغې رسامۍ کې د افغانستان شمال لوېدیځ کې د خپل ښوونځي وضعیت کښلی دی چې کافي ټولګي نه لري او زده کوونکي اړ دي د ښوونځي انګړ کې درس ووايي.

دغه زدکوونکې ۱۲ کلنه او په اووم ټولګي کې ده. ښوونځی یې د بادغیس ولایت د قلعه نو ابګرمک سیمه کې دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د دغې سیالۍ نوښت کړی ملاتړ یې کوي او دغه سیالي هم د "د لوږې صفر کول، راتلونکې په خوراک پیل کېږي"په نامه پیل کړې.

افغانستان

د عکس سرچینه، WFP

د عکس تشریح، د مریم احمدي رسامي چې د خپل ښوونځي ستونزې یې پکې کښلې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویناپاڼه لیکي چې مریم احمدي له نقاشۍ سره مینه لري او غواړې ټولې نړۍ ته سفر وکړي. دغه ۱۲ کلنه نجلۍ هیله لري خپلې ستونزې نړۍ ته د نقاشۍ له لارې وښيي.

په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره له افغانستانه ۴۰ نقاشۍ ایټالیا ته استول شوې وې چې دغې سیالۍ ته د استول شویو نقاشیو انځورونه به د خوړو نړیوال پروګرام په کالیزه او د مبارکۍ کارتونو کې چاپ شي.

افغانستان

د عکس سرچینه، WFP/ Wahidullah, Amani

د عکس تشریح، د خوړو نړیوال پروګرام ځکه مریم محمدي ته جایزه ورکړې چې وايي له ننګونو ډک چاپېریال کې یې نوښت کړی.

تر دې وړاندې یو شمېر د سړک له غاړې پلورونکو ماشومانو د نړیوالو ادارو په سیالیو کې ګډون کړی و.

په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د سړک له غاړې پلورونکی افغان ماشوم ویس وتوانېد چې د نړۍ روغتیايي سازمان د خوړو روغتیا سیالۍ کې لومړی ځای خپل کړي.