ګوزڼ ځپلې پېغله غواړي د نړۍ په کچه سیاستواله شي

- Author, زمزمه نیازۍ
- دنده, بي بي سي
د لوړو زدکړو وزارت حقوقي مشاوره او د ځوانانو پارلمان غړې صبري اندړ چې پولیو یې غبرګې پښې معلولې کړي، اوس د ډېرو پېغلو لپاره د مبارزې یوه بېلګه ده.
۲۵ کلنه صبري اندړ چې د افغانستان غزني ولایت اندړو ولسوالۍ ده په کابل کې زیږېدلې، خو د نا امینو له امله یې کابل پرېښی او کلي ته کډه شوي زدکړې تر یوه ځایه په اندړو ولسوالۍ کې کړي.
کابل کې له ښونځي فارغه شوه صبري اندړ د ښوونځي په اتم ټولګي کې وه چې ګوزڼ ترې د پښو توان واخیست، اوس د ویلچیر په مرسته ګرځي.
اغلې اندړ وایي: "پښې مې لومړی جوړې وې په تدریجي ډول ګوزڼ ووهلم مور مې وایي هغه مهال نا امني وه نو ځکه راته واکسین سم نه دی شوی".
صبري اندړ په عامه اړیکو کې ماسټري کړې. وايي کورنۍ یې ورسره په دې لار کې ملتیا کړې:
د ځوانانو د پارلمان غړیتوب

د عکس سرچینه، .
"هغه مهال چې مې همزلو د کانکور تیاری نیولی و زه ډیره نا هیلې وم چې پوهنتون ته به بریالۍ نشم خو کور کې مې درسونه ویل د کابل پوهنتون حقوقو پوهنځي ته بریالۍ شوم کله چې فارغه شوم بیا مې قضا او څارنوالۍ کې یو کال نورې زدکړې هم وکړم او تر ماسټرۍ مې ورسولې."
اغلې اندړ اوس د لوړو زدکړو وزارت حقوقي سلاکاره او د ځوانانو پارلمان غړې ده. ددې ترڅنګ هغه د ځینو هغو ټولنو مشري او غړیتوب لري چې معلولو کسانو ته کار کوي.
صبري وایي سره له دې چې د ټولنې یو شمیر خلکو د کمزورۍ احساس ورکړی خو معلولیت یې هیڅ وخت د پرمختګ مخه نه ده ډب کړې:
"هغه احساس بد دی چې خلک راباندې مهرباني کوي او فکر کوي زه ډیره کمزورې یم دلته لاهم ډیر خلک نه پوهیږي چې معلولیت کمزوري نه ده زه هم لکه هغو نورو خلکو غوندې چې معلول نه دي کار کوم تر هغوې ډیر کار کوم په اکاډمیکو ځایونو کې راته خلک ډیره په درنه ګوري خو عام خلک ښه نظر نه لري."
اغلې اندړ د هغه احساس کیسه راته وکړه چې دا د ځوانانو پارلمان لنډ مهاله مشره وه:
"هغه مهال چې زه د ځوانانو پارلمان لنډمهاله مشره شوم او ولسمشر زما نوم واخیست ما د مالکیت احساس وکړ ما غوښتل خلکو ته وښیم ښځې په هر مقام کې کار کولی شي او همدار نګه معلول خلک."

د عکس سرچینه، .
د ښځو د پرمختګ پر وړاندې ننګونې په افغان ټولنه کې نوې خبره نه ده، په تېره د هغو لپاره چې معلولې وي.
خو هغوی چې غواړي کلتوري تړې ماتې کړي او مخ پر وړاندې لاړې شي.
لکه صبري ډېرو نورو هیلو ته چې غواړي د نړۍ ستره سیاستواله شي ورسیږي کلک هوډ او مبارز ګامونه باید واخلي.

د عکس سرچینه، .








