له ښوونځیو را کرځول شوې افغانې نجونې: یوازې غواړم وپوښتم، کله مو ښوونځي ته پرېږدئ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینو هغو افغانو نجونو بي بي سي پښتو پاڼې ته خپل احساسات لیکلي چې افغانستان کې طالبانو له نژدې ۲۵۰ ورځو راهیسې له ښوونځیو را ګرځولې دي. د خوندیتابه لپاره یې نومونه او د ښوونځیو ځای ځایګی نه په ډاګه کوو.
شپه ده، د تیارو د چوپتیا، د خوب د ارامتیا شپه، مګر زما لپاره نه، زما لپاره صرف تیاره ده، نه ارامتیا، نه خوب او نه چو پتیا. اوزاونه دي، د زړه اواز ، د مغز اواز ، د هیلو ، دخوبونو اوازونه. لېونۍ کېږم، اخوا دېخوا ګورم چیرې ولاړه شم، څه وکړم، چیرې مې نړۍ ده، چیرې مې ژوند دی. غواړم چغې ووهم مګر د چغو ځای هم نشته، کورنۍ مې ویده ده، یو ډول لېونۍ کېږم په مینه کې، هغه مینه، چې د لاسه مې ورکړې ده، په داسې حال کې چې د لرلو لپاره یې ان تر لیونتوب رسیدلې یم.
ولاړم پر بام کېناستم، له ستورو او سپوږمۍ سره مې خبرې شروع کړې، د لېونو په څېر مې ترې وپوښتل : ایا غواړئ زما کیسې ته غوږ شئ؟ له ځانه سره مې وویل: دوی حتما غوږ نیسي، پرته له دې چې قضاوت وکړي.
شروع مې وکړه، ورته مې وویل، یو وخت ستاسو په څېر ما هم غوښتل وځلیږم، مګر ځینو وخندل، راته یې وویل، چې ځان بدل کړم.
ځینو وویل، ته یې نه شې کولی، ځینو وویل، ستا ځای پخلنځی دی. ځینو ورټلم، ځینو مسخره کړم او نورو ته یې پر ویلو ټول وخندول!
خو بیا هم ما پر ځان د زرې قدرې شک ونکړ، ځکه چې پر ځان او د کايناتو پر رب مې باور و، مګر خبره نه وم، چې تر شاه مې تیاره پلان لري.
یو نا څاپه، تیاره راغله او زما نړۍ یې له هرې خواه تیاره کړه، هغه لارې چې ما په تیارو کې لیدلای شوې اوس راته په رڼا کې نه ښکاري.

د عکس سرچینه، Getty Images
سپوږمۍ زما د کیسې په اوریدو سخته خپه شوه، غوښتل یې له اسمانه را اوغورځیږي، ستوري تت شول او غوښتل یې، چې راکېوزي، غېږه راکړي، راته ووایي، مه خپه کېږه، مه ژاړه خدای خو شته، مه نا هیلې کېږه، ته به تر موږ هم ډېره وځلېږې، ته یې کولی شې، ته یې وړ یې!
له ځانه سره موسکۍ شوم او ومې ویل: صرف غواړم دا وپوښتم، چې کله؟










