"وېرېږم چې نجونې به د تل لپاره د زدکړو له حق محرومې شي"

نجونې

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې د نوي ښوونیز کال پر پیل درې اوونۍ اوړي خو لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

ښاپېرۍ (دا یې خپل نوم نه دی) وايي "کله چې څوک راته د ښوونځي د بېرته پیلېدو وايي ډېره خوشاله شم. خو بیا چې کله د (طالبانو) حکومت تېره کړنه چې په وروستیو شېبو کې یې زموږ پرمخ ښوونځي وتړل، رایاده شي ناهیلې او وډار شم چې خدای مه کړه نجونې به بیا (د تل لپاره) د زدکړو له حق محرومې او په کور کینول شي."

هغه د کابل د نجونو په یوه لیسه کې د لسم ټولګي زدکوونکې ده.

ښاپېرۍ بي بي سي ته وویل "بیا هم هیله منه یم چې د اسلامي امارت مشران به د زدکړو حق راکړي او ډېره بې صبرانه هغې ورځې ته په تمه یم، چې بیا وکړای شم له خپلو وروڼو سره یو ځای د تعلیم له حقه چې اسلام راکړی برخمنه شم."

نوموړې وايي "منحیث د یوې افغانې نجلۍ له طالب مشرانو زما هیله ده چې ژر تر ژره زموږ پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي."

دا یوازې د ښاپېرۍ غوښتنه نه ده. وړاندې هم په کور دننه او بهر بېلابېلو خواو طالبانو ته ورته غوښتنه مخ ته ايښې.

تازه د افغانستان په سوېل ختیځ پکتیکا ولایت کې هم دیني عالمانو او قومي مشرانو دا غوښتنه مطرح کړې.

دوی ویلي چې اسلامي شریعت د نجونو د زدکړو برخه کې هېڅ راز ممانعت نه لري او دا د دیني علماوو مسوولیت دی چې په دې برخه کې رښتینې خبر له خپل ولس سره شریک کړي.

دوی وايي په اسلام کې ښځو حقونو او عزت ته پوره درناوی موجود دی او طالبانو ته په کار ده چې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې لپاره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

نجونو زدکړې

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې سره د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پکتیکا کې د دیني علماوو د دې غونډې هرکلی کړی چې د نجونو د تعلیم او د ښځو د حقوقو د تضمین سپارښتنه پکې شوې.

د ښاغلي کرزي په رسمي ټویټر پاڼه لیکل شوي «په هېواد کې د نجونو د تعلیم په تائید کې د علماوو دریځ او غوندې د افغانستان د خلکو د علم پالنې څرګندوینه کوي».

هغه د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتي چې په دې هکله د علماوو ږغ ته احترام وکړي او د نجونو ښوونځي سملاسي پرانیزي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې کابل، بلخ او پېښور کې هم دیني عالمانو له طالبانو غوښتي وو چې نجونو ته دې د ثانوي زدکړو اجازه ورکړي.

لسګونو افغان ښځینه او نارینه دیني عالمانو چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ کابل کې "د افغان علماو ملي ډیالوګ" په نوم غونډه کې سره راټول شوي وو، د افغان نجونو زدکړو ملاتړ وکړ او د طالبانو له حکومت یې وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو تړلي ښوونځي پرانیزي.

نجونې

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې غونډې د ګډونوالو لخوا د خپور شوي پنځه ماده ييز پرېکړه لیک لومړۍ ماده کې راغلي: "ښوونځي نباید له دې مودې زیات بند پاتې شي؛ ځکه افغان ولس نور نو د دې ظلم د زغملو توان نه لري او د نجونو د ښوونځيو د بندولو په اړه د اوسنیو چارواکو دريځ هېڅ ډول شرعي او منطقي توجیه نه لري."

پر دې سربېره ملګروملتونو، نړیوالې ټولنې او ګڼو مرستندویه بنسټونه هم په وار وار افغانستان کې د نجونو زدکړو ته د اجازې ورکولو غوښتنه کړې.

خو طالبانو تر اوسه دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

طالبانو د خپلې دې پرېکړې روښانه سپيناوی هم نه دی وړاندې کړی، خو د پوهنې وزارت یې بي بي سي پښتو ته ویلي، که یې مشرتابه د ښوونځیو د پرانیستو امر وکړي، چمتو دي په ټول هېواد کې د نجونو لپاره د ټولو ښوونځیو دروازې پرانیزي.