له ښوونځیو را کرځول شوې افغانې نجونې: د څه سزا را کول کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ځېنو هغو افغانو نجونو بي بي سي پښتو پاڼې ته خپل احساسات لیکلي چې افغانستان کې طالبانو له څو میاشتو راهیسې له ښوونځیو را ګرځولې دي. د خوندیتابه لپاره یې نومونه او د ښوونځیو ځای ځایګی نه په ډاګه کوو.
--
"نن د خپلو تیارو ورځو او د نیمګړو هیلو په اړه په خپله تیاره کوټه کې ناسته یم او ليکل کوم.
په یاد مې دي، چې کله به ښوونځي ته تلم څپلۍ به مې شکیدلې وې، کله به مې کالي شګیدلي ول، کله به بکسه نه وه او کله به دلارې په نیمه کې بګسه یا څپلۍ وشګیلدلې.
خو ما هېڅ کله د بدبختۍ احساس نه و کړی، ځکه پو هېدم چې اصلي نیکمرغي په څه کې ده!
کله چې مې ټولګيوالې زنګ را ووهي وايي: په یاد دې دي، چې کله به له ښوونځي رخصت شو، نو ایسکریم به مو واخیستل، په ګډه به مو وخوړل او د خپلو هېلو په اړه به مو خبرې کولې.
په یاد دې دي، چې ویل به مو، کله چې له دولسمه فارغ شو، نو یو شان کالي به وکړو، چکر ته به لاړ شو او د خپلو هیلو ارمانونه به و نمانځو!

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې هر څه له اورېدو وروسته مې زړه مات شي او پرته له ژړا بل هېڅ هم راته پاتې نه وي.
هېڅ کله مې فکر نه و کړی، چې له خپلو استادانو او ټولګیوالو څخه به په دې ډول لرې شم، هره ورځ مې حتما د ښوونځي پر جامو او کتابونو سترګې لګیږي، له ځانه پوښتنه کوم، اخر ولې؟ د څه شي سزا را کول کېږي؟
ما درس وویلې، کورنۍ مې په سختیو او تکلیفونو کې درس ته ولیږلم، غو ښتل مې یو څوک شم! د خپل هېواد او ولس لپاره کار وکړم!
مګر دومره وځورول شوم چې نن د رواني ناروغۍ پر رنځ اخته یم ! څوک شته چې ددې ځواب ووايي! له چا به پوښتنه کېږي؟
پرون د مکتب له مخې تېریدم، هغه د ښوونځي لاره، چې د نجونو د هیلو، خوشبختیو او رنګونو لاره وه، نن ددې ټولو ارمانونه څخه تشه او بې خونده ده!
اخر ولې؟
ایا تاسو کولی شئ موږ درک کړئ؟ نېږدې ۲۳۰ ورځې ما له ژړا پرته نه دي تېرې کړي!
زما د ځورولو او دردولو پوښتنه به له چا کېږي!؟










