افغانستان د جنسي مجرم جېفري اېپسټین په اسنادو کې: ملګرې یې "کابل ته د تلو تلوسه درلوده"

گیلین مکسوېل و جفری اپستین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، گیلین مکسوېل جنسي مجرم جېفري اېپسټین
    • Author, د بي‌بي‌سي حقیقت موندنې څانګه
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

وروسته له هغه چې د امریکا د عدلیې وزارت د دغه هېواد د پانګه‌وال او جنسي مجرم جېفري اېپسټین اړوند میلیونونه نوي اسناد او فایلونه خپاره کړل، د بي‌بي‌سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګه په دې لټه کې شوه چې وګوري په دغو اسنادو کې د افغانستان نوم څنګه او څومره یاد شوی.

په دغو نویو خپرو شویو اسنادو کې چې ټول یې درې میلیونه پاڼې لري، زرګونه عکسونه او وېډیوګانې، برېښنالیکونه، لنډ پیغامونه، د هېوادونو د حالاتو په اړه خبرونه، داخلي څېړنیز راپورونه او نورو معلومات پکې رابرسېره شوي.

زموږ پلټنې چې د افغانستان اړوند کليدي ټکو پر بنسټ ترسره شوې، ښيي چې جنسي مجرم جېفري اېپسټین د افغانستان په تړاو لېوالتیا لرله او هڅه یې کړې وه چې په ځینو پروژو کې ښکېل شي.

د اېپسټین په افشا شویو اسنادو کې که څه هم د افغانستان نوم نږدې زر ځله راغلی، خو په ډېرو مواردو کې، د بېلا بېلو رسنیزو راپورونو، په افغانستان کې د ښکېلو بنسټونو تحلیلونو او د افغانستان په تړاو د رسمي او نا رسمي راپورونو په بڼه دي.

یوازې په څو ځایونو کې له بېلا بېلو کسانو سره د جنسي مجرم جېفري اېپسټین په لېږل شویو برېښنالیکونو کې د افغانستان نوم په مستقیم ډول لیدل کېږي.

د ویډیو تشریح، جنسي مجرم جېفري اېپسټین د افغانستان په تړاو لېوالتیا لرله

مکسوېل کابل ته د سفر په تړاو: تلوسه مې لرله

په يوه برېښناليکي اړیکه کې دې ته اشاره کېږي چې د جنسي مجرم جېفري اېپسټین ملګرې او همکارې ګیلین مکسوېل، د کابل د سفر لپاره لېوالتیا ښودلې وه.

د هغه برېښنالېک منځپانګه چې مېرمن مکسوېل د ۲۰۰۴ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه یوه داسې کس ته لېږلې چې په خپرو شویو اسنادو کې یې نوم او د برېښنالیک پته پټه ساتل شوې - داسې ده:

"هغه څه چې ټام یې له ما څخه غواړي دا دي چې لاس‌انجلس ته لاړه شم او وروسته موږ درې واړه زه، ته او ټام، د غرمې ډوډۍ، ماښامنۍ يا کوم بل شي لپاره سره کښېنو. دی ښايي په دوو اونیوو کې ما ته د کابل بلنه راکړي. ستا په نظر ایا عذر او زارۍ د انسان وقار ته زیان رسوي؟ یا کېدای شي دی یوازې په تمه وي چې وګوري زه تر کومه ځایه عذر او زارۍ کوم؟ زه ډېره تلوسه لرم، څرګنده ده چې هلته وضعیت ډېره له خطره ډک دی، زه باید مرمۍ ضد واسکټ واغوندم، او دی ډاډه دی چې پر ما به ډزې وشي. د هغه پیلوټانو ته مجبوراً ځانګړې روزنه ورکړل شوې چې د کابل سفر لپاره د مارپېچې ناستې لپاره تمرین وکړي. یوازې مې غوښتل دا خبره درسره شریکه کړم، ځکه چې تازه مې ورسره ټیلیفوني خبرې پای ته ورسولې او زه ګډېږم، ډېره خوشحاله یم. دا د لاس‌ انجلس د بلنې جزییات دي."

خو په دې سند کې دا نه ده څرګنده شوې چې ګیلین مکسوېل بالاخره افغانستان ته سفر وکړ او که نه.

داسې ښکاري چې په دې برېښنالېک کې د "ټام" اشاره ټام پریټزکر ته ده، هغه امریکايي میلیاردر چې د خپرو شویو لیکنیزو پیغامونو له مخې، څو ځله افغانستان ته تللی و.

کابل ته د سفر په تړاو د ګیلین مکسوېل برېښنالیک

د عکس سرچینه، US DOJ

د عکس تشریح، کابل ته د سفر په تړاو د ګیلین مکسوېل برېښنالیک

ټام پریټزکر څوک دی؟

ټام پریټزکر

د عکس سرچینه، Getty Images

د ټام (توماس) پریټزکر نوم د جېفري اېپسټین اړوند اسنادو کې څو ځله له افغانستان سره تړلی لیدل کېږي.

توماس پریټزکر یو امریکایی پانګه‌وال او میلیاردر دی.

هغه د «هایَت» (Hyatt) نړیوالو هوټلونو د ډلې څښتن هم دی.

هغه برېښنالیکونه چې د جنسي مجرم جېفري اېپسټین او ټام پریټزکر تر منځ یو بل ته لېږل شوي، د دوی دواړو تر منځ نږدې اړیکې روښانوي.

پریټزکر په ګڼو ایمیلونو کې د خپلو سفرونو جزییات اېپسټین ته استولي دي.

ښکاري چې پریټزکر د امریکا د دولت له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره هم نږدې اړیکې لرلې.

د بېلګې په توګه، په یوه ایمیل کې چې ده جېفري اېپسټین ته استولی، لیکي:

"چهارشنبه ترکیې ته ځم، د بهرنیو چارو له وزیر سره د ماښامنۍ ډوډۍ خورم، او بیا د کباب خوړلو لپاره له مک‌ کریسټال سره کابل ته ځم."

داسې برېښي چې له "مک‌ کریسټال" موخه جنرال سټانلي مک‌ کریسټال وي. دا ایمیل د ۲۰۱۰ کال د جون په ۱۴مه لېږل شوی، هغه وخت چې مک‌ کریسټال د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان و.

د همدې ایمیل په یوه بل ځای کې داسې راغلي دي:

"زه واشنګټن ډي سي ته په لاره یم چې په ملي امنیت شورا کې یو څوک دا راته تشریح کړي چې ولې د ترکیې ولسمشر اوس په ایران کې د ملګرو په لټه کې دی، د افغانستان ولسمشر اوس په طالبانو کې د ملګرو په لټه کې دی، او د اسرائیلو ولسمشر د ملګرو پيدا کولو لپاره هېندارې ته ګوري. چین سي‌این‌این ته ګوري او وایي: څوک ملګري ته اړتیا لري؟ او فرانسویان د خپلو شرابو په پياله کې ملګري لټوي."

همدارنګه، د ۲۰۱۱ کال د جون په شپږمه نېټه، ټام پریټزکر په یوه ایمېل کې جېفري اېپسټین ته لیکلي دي:

"زه په یوه لېرې پرته دره کې یم (دا زما د زېږون د ورځې هیله وه)، له هغو زلمو سره چې د لوبتوکې ورسره دي [ښکاري چې اشاره یې ځوانو وسله والو سرتېرو ته ده]. پرون مې له پټرایوس سره وخت تېر کړ او ده یوه چورلکه راکړه (په حقیقت کې دوه، چې یوه یې د ملاتړې په توګه وه). تر سبا پورې اړیکه نه شم نیولی."

ښکاري چې په دې لیکنو کې له "پټرایوس" موخه جنرال ډېوېډ پټرایوس وي، هغه کس چې په هماغه وخت کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان و او وروسته د "سي‌اې‌اې" مشر شو.

بي‌‌بي‌سي په دې تړاو د ټام پریټزکر د غبرګون غوښتنه وکړه، خو د نوموړي یوه ویاند موږ ته ولیکل چې ښاغلی پریټزکر نه غواړي په دې تړاو نظر څرګند کړي.

په هلمند کې د "پانګونې فرصت په تړاو" د بریتانیا د پاچا د ورور اړیکه

انډریو

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه ایمیل چې د بریتانیا د پاچا د ورور له لوري په ۲۰۱۰ کال کې جېفري اېپسټین ته لېږل شوی، ښيي چې ګواکې ده غوښتل اېپسټین "په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو" خبر کړي او په همدې تړاو یې یو "پټ" سند هم ورلېږلی و.

دا سند "په هلمند کې د پانګونې د فرصتونو وروستی راپور" نومول شوی دی.

ده د یوې پروژې په اړه وضاحت ورکړی چې د هلمند په بیا رغونې پورې تړاو لري.

هغه سند چې ښکاري د بریتانیا د پاچا ورور انډرو مونټبېټن وینډزر جنسي مجرم جیفري اېپسټین ته استولی و، په افغانستان کې د سرو زرو او یورانیمو د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات پکې شامل وو.

د راپور معلوماتو کې د قیمتي طبیعي زېرمو لکه مرمر ډبره، سره زر، ایریدیوم، یورانیم، توریوم او همدارنګه د تېلو او ګاز احتمالي زېرمو یادونه شوې ده. دغه معلومات د بریتانیا هغو حکومتي چارواکو چمتو کړی وو چې د هلمند د بیارغونې له ډلې سره یې کار کاوه.

د بریتانیا د تیمز ویلي پولیسو ویلي دا ارزوي چې ایا د انډرو د سوداګریز استازي د دورې اړوند اسنادو د شریکولو په اړه څېړنه پیل کړي که نه.

دا ماموریت د بریتانیا له لوري له هلمند سره د مرستې او بیا رغونې لپاره جوړ شوی و چې غړي یې دولتي چارواکي، کارپوهان او پوځي ځواکونه وو.

دا د «PRT» یا د "ولایتي بیا رغونې ټیم" یوه برخه وه.

انډریو ماونټبېټن وینډزر، د بریتانیا د پاچا ورور "د بریتانیا د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې لپاره د استازولۍ" دنده لرله.

ده په ۲۰۱۱ کال کې، وروسته له هغه چې له جنسي مجرم جېفري اېپسټین سره یې د اړیکو د افشا کېدو لانجې راپورته کړې، له دغې دندې استعفا وکړه.

د انډریو ماونټبېټن وینډزر شاهي لقب چې "د يوورک ډیوک" و، هم له جېفري اېپسټین سره د اړیکو له امله ترې واخیستل شو.

په هغه ایمیل کې چې د ۲۰۱۰ کال د ډیسمبر په ۲۴مه نېټه "په افغانستان کې د نړیوالو پانګونې فرصتونو" تر عنوان لاندې لېږل شوی و، ښاغلي ماونټبېټن وینډزر لیکلي:

"د دې ایمیل له ضمیمې سره، یو پټ راپور هم دی چې د هلمند په ولایت کې د ولایتي بیا رغونې ډلې له لوري د نړیوالې پانګونې فرصتونو د پېژندلو په موخه چمتو شوی دی."

دی په همدې ایمیل کې داسې هم لیکي:

"دا فرصتونه یوازې د هلمند لپاره نه دي، خو اصلي تمرکز پر همدغه ولایت دی. زه هوډ لرم دا موضوع زما د اړیکو د شبکې په نورو برخو کې هم راپورته کړم (د ابوظبي په ګډون)، خو خورا ډېر هیله‌مند یم چې ستا نظر، لیدلوری او وړاندیزونه هم واورم؛ په ځانګړې توګه، ستا په نظر دا راپور نورو کومو کسانو ته وروښیم چې لېوالتیا او پام یې ورته راواوړي. له بده مرغه چې ومې موندله د ګېټس بنسټ په افغانستان کې هېڅ فعالیت نه لري."

د بي‌بي‌سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګې له ښاغلي ماونټبېټن ویندزر سره د دې موضوع په تړاو اړیکه ونیوله، خو هیڅ ځواب یې تر لاسه نه کړ. هغه له دې وړاندې څو ځله پر ده لګېدلي تورونه په کلکه رد کړي وو.

په څو نورو برېښناليکونو کې لیدل کېږي چې جېفري اېپسټین غوښتل د ګوزڼ د له‌منځه وړلو په کمپاین کې برخه واخلي او ظاهراً په دې برخه کې مرسته وکړي.

هغه ایمیلونه چې د ده او یو شمېر بهرنیو چارواکو او ډیپلوماټانو ترمنځ لېږل شوي، د هغه د همدې لېوالتیا نښه ده.

دا ایمیلونه چې ډېر یې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې لېږل شوي، له هغو هڅو سره هممهاله دي چې بیل ګېټس د افغانستان په ګډون د نړۍ په کچه د پولیو د ریښو ایستلو لپاره ترسره کولې.

په همدې موده کې ښاغلي ګېټس د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم خبرې کړې وې چې رسنیو هغه مهال پوښښ هم ورکړی و.

د "حقاني" د نوم یادونه

په هغو ایمیلونو کې چې د ټام پریټزکر او جنسي مجرم جېفري اېپسټین ترمنځ لېږل شوي، په یوه کې یې پریټزکر په کابل کې د یوه نا معلوم کس د لیدلو یادونه کوي، چې دې کس (‏ظاهراً د سي‌ای‌اې مامور) د "حقاني" په نوم له یو چاسره خبرې اترې کړې وې.

د دې په اړه چې له "حقاني" څخه یې هدف څوک و، هېڅ نور جزییات په دغه ایمیل کې نشته.

د نورو نومونو لټون

موږ د افغانستان د یو شمېر چارواکو او سیاسي څېرو نومونه او همدارنګه د ځینو ولایتونو لکه هلمند او کندهار نومونه د جنسي مجرم جېفري اېپسټین په اسنادو او لیکل شویو پیغامونو کې ولټول، او وموندل چې په ډېری مواردو کې دا نومونه په هغو خبرونو کې یاد شوي چې ښايي د خبري اژانسونو له خوا په منظم ډول د هغه ایمیل ته لېږل کېدل.

د بېلګې په توګه، د "حامد کرزي" نوم په ټولو شته دوسیو کې ۹۱ ځله یاد شوی، خو د شخصي لیکنو پر ځای تر ډېره په عمومي مطالبو، تحلیلي لیکنو او رسنیزو خبرونو کې و چې اېپسټین ترلاسه کول.

یوازې په څو محدودو شخصي پیغامونو کې د "ولسمشر کرزي" نوم ته اشاره شوې، خو په هماغو مواردو کې ښاغلی کرزی نه د ایمیل لېږونکی دی او نه هم ترلاسه کوونکی. دا ایمیلونه تر ډېره لوجیستیکي یا معلوماتي بڼه لري.

همدارنګه د "اشرف غني" نوم په دغو اسنادو کې ۱۵ ځله راغلی او په ټولو مواردو کې د افغانستان اړوند رسنیزو خبرونو برخه ده.

موږ هېڅ داسې اسناد ونه موندل چې وښيي جنسي مجرم جېفري اېپسټین یا د ده د اړیکو کسانو په افغانستان کې له مشرانو، دولتي چارواکو یا افغان سیاستوالو سره مستقیمه اړیکه نیولې وي.

همدارنګه موږ تر اوسه له جنسي مجرم جېفري اېپسټین سره په اړوندو خپرو شویو اسنادو کې د افغانستان په تړاو هېڅ داسې سند ونه موند چې له جنسي ناوړه ګټې اخیستنې سره دې تړاو ولري.

د جنسي مجرم جېفري اېپسټین په اسنادو او لیکل شویو پیغامونو کې د اشخاصو د نومونو یادول د دې معنی نه لري چې یاد شوي اشخاص دې مجرمین وي.