د افغان نجونو اوښکې او د ښوونځیو له پرانیستو د طالبانو شاتګ

مکتب
    • Author, سکندر کرماني
    • دنده, بي بي سي

۱۵ کلنه مرضیه د کابل په لوېدیځ کې د یوې غونډۍ پر سرخپل کور کې خپله د ښوونځي بکسه برابر وي.

دا د تېر اګست له میاشتې راهیسې چې طالبانو واک ونیو، لومړی ځل دی چې ښوونځي ته چمتوالی نیسي.

هغې بي بي سي ته وویل:"زه ډېر خوشحاله شوم، کله چې مې واورېدل، ښوونځي بیا پیلېږي."

دې زیاته کړه: "دا زما د راتلونکي په اړه ما ته هيلې رابښي. "

مکتبونه

شاوخوا ۲۰۰ نورو نجونو هم د سید الشهداء ښوونځي ته مخه کړې وه خو د معمول پرتله یې شمېرې کم و.

افغانستان کې له اګست میاشتې راهیسې د هلکانو ترڅنګ یوازې د نجونو لومړنیو ښوونځیو ته د پرانیستل کېدو اجازه ورکړل شوې وه.

د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره تمه دا وه چې د نورو ښوونیزو مرکزونو ترڅنګ به د نجونو منځني ښوونځي هم پیل شي.

زدکوونکو لپاره دا ډېره حساس شېبه وه، ځکه تېر کال د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې په یاد ښوونځي برید وکړ او د دې زده کوونکو شاوخوا ۹۰ ټولګیوالې او د ښوونځي کارکوونکي یې ووژل.

سکینه وايي: "لومړۍ چاودنه ما ته ډېره نژدې وشوه."

د دې خبرې په کولو سره یې سترګې له اوښکو ډکې شوې.

"زما مخې ته ډېر مړي پراته وو. ما فکر نه کاوه چې زه به ژوندۍ پاتې شم."

دا چې په احساساتو کې ډوبه وه، خبرې یې داسې اوږدې کړې: "مونږ د خپلو زدکړو د دوام په مټ له دې کسانو غچ اخلو. موږ غواړو خپل ژوند کې بريالي شو، له دې سره د خپلو شهيدانو ارمانونه پوره کولی شو."

مکتبونه

زدکوونکو ټولګیو ته له ننوتلو سره سم له میزونو خاورې پاکې کړې، خو یو شمېر ښوونکو له دتمې خلاف ناڅاپه وویل، ښوونځي بیا وتړلی شو.

د طالبانو د پوهنې ځايي چارواکي، چې موږ ته یې د دې اوونۍ په پیل کې په ښوونځي کې د فلم اخیستو اجازه راکړې وه، سر ښوونکي ته په وټس اپ پیغام لېږلی و، چې د نجونو منځني ښوونځي به تر بلې خبرتیا تړلي وي.

دې ته زدکوونکو له حیرانتیا او وحشت سره غبرګون وښود، ځینو په ژړا پیل وکړ.

فاطمې موږ ته وویل: "موږ یوازې غواړو زدکړې وکړو او خپلو خلکو ته خدمت وکړو."

"دا څه ډول هېواد دی؟ زموږ ګناه څه ده؟"

هغې طالبانو ته په اشارې سره وویل: "تاسو تل د اسلام په اړه خبرې کوئ، ایا اسلام دا وايي، چې ښځې په دې ډول وځوروئ؟."

د طالبانو د دې استدلال درک کول ګران دي چې وايي د پوهنې وزارت د ښوونیز کال د پیل مراسم ډېر ښه تر سره کړل.

د دې وزارت ویاند عزیز الرحمن ریان وویل، د ښوونځیو د بیا پرانیستو ټول چمتووالی نیول شوی، خو د دې ډلې د مشرتابه امر وکړ: "تر هغه چې د شریعت او کلتور په چوکاټ کې هر اړخیزه پلان جوړیږي، منځني ښوونځي به تړلي وي."

افغانستان، نجونو زده کړه

د طالبانو له راتګ مخکې هم منځنو ښوونځیو کې نجونو او هلکانو په بېلابېلو ټولګیو کې زده کړې کولې او نجونو ساده تور جامې اغوستې او سپین ټکری یې په سراوه.

د دې ترڅنګ یو شمېر ولایتونو کې سیمه ییزو طالبانو د مرکزي رسمي تګلارې نه شتون له کبله وار له مخکې منځنیو ښوونځیو ته د فعالیت اجازه ورکړې وه.

په شخصي ډول طالبان دا مني چې د دوی ترمنځ له سختدریځو کسانو سره د ښځو د زدکړو په سر جنجالونه شته دي.

د دوی په تګلارو کې له دې بدلونه داسې ښکاري چې مرکزي مشران اړ شوي په ورستیو شېبو کې دا ډول پریکړه وکړي او د پوهنې وزارت تر خپل کنترول لاندې راولي، ځکه وېریږي چې خپل سخت محافظه کاره غړي له لاسه ورنه کړي.

د طالبانو په منځ کې د نظرونو اختلاف کله کله د دوی د جغرافيي موقعیت پورې هم تړلې وي.

د دې هېواد په شمال کې آن د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمه کې یوه سیمه ییز مشر یې یو خت د نجونو ښوونځي ډېر په ویاړ راته ښودل.

په همدې حال کې مې د سویلي ولایت هلمند په یوه محافظه کاره سیمه کې له یوه طالب جنګیالي د نجونو د زدکړو په اړه وپوښتل.

سرپل

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه طالب په خندا ځواب را کړ: "که نجونه غواړي زده کړې وکړې، د دوی وروڼه دې ښوونځیو ته لاړ شي او بیا دې خویندو ته په کور کې زده کړې ورکړي."

خو له دې هر څه سره سره، اوس په ډېرو محافظه کارو سېمو کې هم د عامو افغانو ډېرې کورنۍ د ښځو د زده کړو پلوي کوي.

اوس دا پوښتنه ډېره کېږي چې ایا طالبان له ۹۰ مې لسیزې راهیسې بدل شوي؟ کله چې لومړی ځل یې واک ونیوه او ټولې ښځې یې د چادرۍ اغوستو ته اړ کړې او آن د نجونو لومړني ښوونځي یې هم وتړل.

د نړیوال بانک موندنې ښيي په لومړنیو ښوونځیو کې د زده کوونکو د حاضرۍ کچه لوړ شوې او لامل یې هم د طالبانو له واک نېولو وروسته د امنیت پرتله ییز ښه والی ښوول شوی.

ورته وخت کې دې ډلې ښځو ته اجازه ورکړې، په هغه صورت کې له نارینه وو یې ټولګي بېل وي، پوهنتونو کې ته ولاړې شي.

خو د نجونو د منځنیو ښوونځیو د تړلو پریکړه، د طالبانو د مشرتابه او د معاصرې افغانې ټولنې ترمنځ واټن په ګوته کوي.