ملګري ملتونه: د نجونو پرمخ د ثانوي ښوونځیو د تړلو پرېکړه سخته ناهیلي کوونکې ده

افغانستان
    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د منځنۍ دورې ښوونځيو او ليسو ته د نجونو پر تګ د طالبانو د بنديز غځېدا په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو دا پرېکړه په ژوره توګه ناهيلې کوونکې او د افغانستان لپاره يې زيان اړونکى بللى.

د بشري حقونو د څار ادارې ښوونځيو ته د ټولو نجونو د پرېښودو له خپلې ژمنې د طالبانو شا ته کېدل غندلي د بنديز غځېدل يې په لوى لاس يو ظلم او د نه توجيه وړ عمل بللى.

د افغانستان لپاره امريکا استازي تام وېست، د نوبل جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ او ګڼو نورو په خپلو ټکو دا طالبانو دا کړنه غندلې ده.

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې پر طالبانو حکومت غږ کړی، چې ''هر څومره ژر امکان ولري، د هر عمر نجونو په ګډون '' ټولو افغان زدکوونکو ته اجازه ورکړي، چې زدکړې وکړي.

په اعلامیه کې په ټینګار سره ویل شوي، چې ''ترکیه په دې سختو ګړیو کې د افغانانو تر څنګ ده. ''

طالبانو ويلي و چې د تعليمي کال له پېلېدا سره ټولې نجونې او هلکان کولاى شي ښوونځي ته ورشي خو پرون يې اعلان وکړ چې د نجونو د منځنۍ دورې ښوونځي او لېسې به د دوی د مشرتابه تر بل امره بند پاتې وي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش ویلي د طالبانو دا پرېکړه چې د نجونو پرمخ یې د ثانوي ښوونځیو د تړلو په اړه کړې ده په ژوره توګه ناهیلې کوونکې ده.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د ښاغلي ګوترېش پیغام واوروه او پر طالبانو یې غږ وکړ چې له ځنډ پرته د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي.

په پیغام کې ویل شوي: ''عمومي منشي د طالب چارواکو د دې اعلان له امله چې وايي له شپږم ټولګي نه د پورته نجونو زده کړې دې تر امر ثاني پورې وځنډول شي خواشیني دی. د نوي تعلیمي کال پیل ته ټول زده کوونکي، نجوني، هلکان، مېندې، پلرونه او کورنۍ په انتظار وو. دا چې طالب چارواکي ونه توانېدل چې له بیا بيا ژمنو سره سره له شپږم ټولګي نه د پورته ښځینه زده کوونکو لپاره ښوونځي پرانیزي په ژوره توګه خواشینوونکې ده او په ژوره توګه افغانستان ته زیان اړوي. ''

د ملګرو ملتونو ویاند د ښاغلي ګوترېش له خولې وویل چې ګومان کوي زده کړو ته د نجونو نه پرېښودل نه یوازې د افغان ښځو او نجونو له مساوي حقونو نه سرغړونه ده، بلکې د افغان ښځو او نجونو ونډې ته په ګتو د افغانستان راتلوونکی له ګډوډۍ سره مخامخوي.

هغه وویل د ملګرو ملتونو سرمنشي پر طالبانو غږ کوي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې له ځنډ پرته پرانیزي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې میچل بچلیټ هم د نجونو د ثانوي زده کړو په اړه د طالبانو پرېکړه خواشینوونکې بللې او وايي دا چې طالبانو له خپلې ژمنې سره سم د نجونو پرمخ ښوونځي پراننستل ناهیلې کوونکې او زیانموونکې ده.

روینا شمداساني د اغلې بیچلیټ ویانده وايي:

''موږ هم د هغو افغان ښځو او نجونو په څېر خواشیني او ناهیلي یو چې له شپږ میاشتنې انتظار وروسته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورنکړل شوه. د چار سمبالو طالب چارواکو لخوا له بیا بیا ژمنو سره سره له شپږم ټولګې نه د پورته نجونو زده کوونکو پرمخ د ښوونځیو نه پرانيستل په ژوره توګه د افغانستان لپاره زیانموونکې ده. نجونو ته د زده کړو حق نه ورکول د ښځو او نجونو له حقونو نه سرغړونه ده، دا کار کولای شي چې ښځې او نجونې لا ډېر له تاوتریخوالي، بې وزلې او تېریو سره مخامخې کړي.

افغانستان
د عکس تشریح، افغان نجونې د ښوونځیو بېرته تړل کېدو له اعلان مخکې ښوونځیو ته رسېدلې وې.

آغلې شمداساني زیاته کړه په داسې وخت کې چې افغانستان له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ دی نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول د دوی د ژورې خواشینۍ سبب شوې دی.

هغې پر طالب چارواکو غږ وکړ چې په وینا یې د نجونو د زده کړو حق ته درناوی وکړي او له ځنډ او کوم توپېر پرته د ټولو ښځینه زده کوونکو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ هم ویلي چې زده کړې د نجونو بنسټیز حق دی او طالبان به د خپلو ژمنو د ماتولو مسوول وبلل شي.

''زه فکر کوم دا ډېره مهمه ده چې موږ افغانستان هیر نه کړو، دا هم په ځانګړې توګه مهمه ده چې موږ هیر نه کړو چې زده کړې یو بنسټیز حق دی چې بې له شکه باید نجونو او ښځو ته هم ورکړل شي، دا په تېرو شلو کالو کې یوه لویه لاسته راوړنه وه چې میلیونونه افغان نجونې د دې جوګه شوې چې ښوونځیو ته لاړې شي او زده کړې وکړي. نجونو ته د زده کړو د حق نه ورکولو هر ډول هڅه به له هغه ژمنو نه سرغړونه وګڼل شي چې طالبانو کړې دي. موږ به د ښځو د زده کړو په ګډون د هغه څه لپاره طالب چارواکي مسوول وګڼو چې دوی یې ژمنه کړې ده. ''

دا غبرګونه په داسې مهال ښوولي چې د طالبانو د ښوونې وزارت ویاند ویلي چې له شپږم ټولګي د پورته ښځینه زده کوونکو لپاره به ښوونځي تر امر ثاني پور چې دوی وتوانېږي په بشپړه توګه ورته تیارۍ ونیسي بند وي.

په وروستیو شېبو کې د ښوونځیو د تړلو په اړه د طالب چارواکو پرېکړې په زرګونه نجونې چې ښونځیو ته یې د تګ لپاره شېبې شمېرې ناهیلي کړي دي.

ډېری هغه نجونې چې له میاشتو انتظار وروسته پرون ښوونځیو ته لاړې بېرته په اوښکو کې کورونو ته ستنې شوې.

په کابل کې د بي بي سي خبریال وايي ځیني طالبان په شخصي توګه دا مني چې ځیني سخت دریځه طالبان د نجونو زده کړه یوه ستونزمنه موضوع ګڼي.