د نجونو ښوونځي باید د افغانستان او نړۍ د بقا لپاره پرانیستل شي

ښوونځي

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, شفیقه خپلواک
    • دنده, لیکواله او شاعره

په اسپانیا کې چې د مسلمانانو وروستۍ پاچاهي ونړېده ۱۴۹۲ز کال و، یهوادن د عیسویانو له ظلمونو د مسلمانانو تر واک لاندې سیمو ته تښتېدل.

ادعا کېږي‌ چې په ۱۴۹۴ ز کال کې یوه یهود، د عثماني خلافت اتم واکمن سلطان بایزید ثاني (۱۴۴۷-۱۵۱۲) ته د چاپ ماشین د ډالۍ په توګه راوړ. استدلال دا دی چې سلطان خپلو مشاورینو او عالمانو ته مخ واړوه چې د چاپ ماشین ومني که نه؟ هغوی رد کړ.

وې ویل چې چاپول په اسلام کې حرام دي. خدای ج په قران شریف کې د قلم یادونه کړې. یهودان دې خپله ژبه پرې چاپوي، خو زموږ ټکي سپېڅلي دي‌ نه دې چاپوي. موږ یې په لاس لیکو. همدا فتوا، مصر، ایران او مغولو هم عملي کړه.

په دې حساب په ټوله اسلامي نړۍ کې د کتابونو چاپېدل منع شول. له دې پیښې ۳۰۴ کاله وروسته چې فرانسویانو مصر ونیو، لومړی ځل یې عربي کلیمې چاپ کړې. بیا ورو، ورو په اسلامي نړۍ کې د کتابونو چاپېدل رواج شول، خو تر دې دمه غربیانو میلیونونه کتابونه چاپ، خپاره او ویشلي وو.

علم او پوهه یې عامه کړې وه. یو عادي فرد هم ورته لاس رسی لرلی شو، خو په مسلمانه نړۍ کې محدوده او په کونج کې پاتې شوه.

ډېر تاریخپوهان استدلال کوي چې د اسلامي نړۍ د وروسته پاتې کېدو او اسلامي تمدن د نړېدو، یو دلیل همدا و چې دوی د کتاب چاپېدل حرام وبلل.

دا واټن چې د لوېدېځې او مسلمانې نړۍ تر منځ راغی، ډېر پوهان ادعا کوي چې د اسلامي افراطیت یو دلیل همدا دی.

په دې مانا چې، غربي دنیا مخته ولاړه، او مسلمانان له دې مسیره شاته پاتې شول. دې حالت یو ډول د عقدې او کینې زهر راوپارول، خو دا چې مسلمانانو نشوای کولی د پرمختګ دې مرحلې ته دستي ورسېږي، نو ردېدل یې انتخاب کړل. او دا ټول پرمختګونه یې بد او ناوړه وبلل.

دا دی موږ وینو چې مذهبي افراط د نړۍ د سولې او ثبات لپاره څومره لوی ګواښ دی.

اوس چې په ۲۱مه پېړۍ کې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي بندېږي، د هېواد او د نړۍ د زوال بوی ترې راځي. آن د دې پایلې به د کتابونو تر نه چاپېدو خورا ژورې او ناوړې وي.

نجونې

د عکس سرچینه، Getty Images

د علم موخه د انساني ژوند اسانه کېدل، او د زغم پراخېدل دي. د بېلابېلو فکرونو، او رنګارنګیو زغمل او منل دي. او تر ټولو مهم دا چې نن سبا علم د انساني ژوند بقا ده.

د نجونو د ښوونځيو بحث یوازې د ښځو تر حقونو محدود نه دی بلکې د افغانستان او دنیا د بقا او پایښت بحث دی. که د کتابونو نه چاپول مسلمانه نړۍ سلګونه کاله د پرمختګ او ښه ژوند له مسیره غورځوي، فرض کړئ چې د نسلونو، نسلونو بېسواده پاتې کېدل به څه پرې راوړي؟

دنیا تر بل هر وخت سره نږدې شوې، او تر بل هر وخت زموږ کړه وړه پر ټولو مستقیم تاثیر لري.

که څوک فکر کوي چې په کابل، کندهار، زابل، ننګرهار، هرات او نورو ولایتونو کې د نجونو د ښوونځیو بندیدل به د دوی پر ژوند تاثیر ونلري، په غلطه دي. که یې نن کوم اغېز نه وي، سبا حتما شته.

دا حالت افغانستان تیارې ته ستنوي، او تیاره د ټولو افتونو مور ده. په دې تیاره کې چې کوم ماران روزل کېږي، دا د هر چا تر کاله رسیدلی شي، او زهر د تور، سپین، خپل او پردي انسان توپیر نشي کولی.

نړۍ او افغانان باید د دې افت مخنیوی وکړي. یوازې د نجونو لپاره نه، بلکې د افغانستان او نړۍ د بقا او پایښت لپاره. د نجونو د ښوونځیو د بندېدو لپاره هېڅ معقول دلیل نشته.

له لومړۍ تر دولسم ټولګي ټول ښوونځي د هلکانو او نجونو جلا دي، ښوونکې یې ښځې دي، کالي منظم، محجوب او حتا تور دي.

زه د کابل له رابعې بلخي ښوونځي فارغه یم، موږ اجازه نه لرله پرته له تور رنګ بل رنګ بوټونه په پښو کړو. سپینې جرابې، رنګه د ویښتو قیتک، تنګې پایڅې او لستوڼي، د پیکي لرل دا هر څه منع و. پرته د اسلامیاتو له یوه بوډا استاد او یوه باغوانه بل هېڅ نارینه مو په ښوونځي کې نه و.

دې مسله کې یوه بله ستونزه دا ده چې کلتوري اړخ ورکول کېږي، په ځانګړي ډول د پښتنو په اړه. دا مشکل تېرو مسوولینو هم درلود، چې د خپلې ناکامۍ پړه به یې په خلکو وراچوله چې ښوونځي نه غواړي.

نجونې

د عکس سرچینه، Getty Images

زموږ څو کلیوالو یوازې د خپلو لوڼو د درسونو لپاره ننګرهار او کابل ته کډه وکړه. څه موده وړاندې د پکتیا له یوې لېرې پرتې سیمې احوال راته راغی، چې ښوونځي وتړل شول، نجونې له ټولګیو نه وتلې، په زور یې شړلې وې. او له هغې ورځې راهیسې هېڅ یوې یوه ورځ هم بې ژړا نه ده تېره کړې.

دا چې پکتیکا تر ټولو وروسته پاتې سیمه کې دیني عالمان او مشران راټولېږي او د نجونو د تعلیم لپاره غږ کوي، د دې څرګندونه کوي چې دې مسلې ته کلتوري او دیني اړخ ورکول یوازې وهم دی.

په دې برخه کې څه چې موږ له تېره زده کولی شو دا دي چې چوپ نشو او تر هغو چې عملا ښوونځي پرانیستي نه وي په هېڅ ژمنه باور ونکړو. څومره چې کولی شو،‌ په دې اړه وغږېږو، او غږ پورته کړو. څومره چې صبر کوو، منتظرېږو، هغومره به تاواني کېږو. او کاشکې د شاعر دا خبره ومنل شي چې،

پاڅه د تیارو په کور غم وویشه

لمر په څراغونو د چم وویشه

باب د سړیتوب د کتاب پرانېزه

تورې ټولوه او قلم وویشه