د طالبانو د پوهنې وزير: د شريعت په چوکاټ کې د ښځو له زدکړو سره مخالفت نه لرو

د عکس سرچینه، Social media
د طالبانو د پوهنې وزارت چارسمبالي نور الله منير په يوه تازه بيان کې ويلي، چې د دوی حکومت د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د نجونو د زدکړو مخالفت نه کوي.
ښاغلي منير له باختر خبري اژانس سره په مرکه ويلي چې "د اسلامي نظام له رامنځته کېدو وروسته طالبانو په تدريجي ډول خپل کار پيل کړی او په دې وروستيو اوونيو کې يې زيات ښوونځي پرانيستي دي".
د طالبانو له واک ته رسېدو څو اوونۍ وروسته د هلکانو ښوونځي بيا پرانيستل شول خو د افغانستان په ډېری ولايتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو ته د پرانيستل کېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د طالبانو د پوهنې وزارت چارسمبالي په دې مرکه کې ويلي چې "اسلامي امارت نه يوازې دا چې د ښځو له تعليم سره مخالفت نه کوي بلکې دا یې اسلامي او قانوني حق ګڼي". خو نوموړی وايي چې "په اسلامي ټولنه کې د ښځو تعليم بايد په اسلامي چوکاټ کې ترسره شي".
د ښاغلي منير په وينا، "ديني عالمان د ښځو د تعليم په موخه په يوه داسې جامع پلان کار کوي چې افغان کلتور او اسلامي شريعت سره سمون ولري چې له دې وروسته به د ښځو د زدکړې لړۍ پيل شي".
د طالبانو د پوهني وزير څو اوونۍ وړاندې ويلي وو چې په افغانستان کې د نجونو د زدکړو لپاره پلان جوړوي خو دا يې و نه ويل چې کله به بشپړ شي.
په عيني حال کې په دې وروستيو اوونيو کې د ښځو ځينو ډلو په افغانستان کې د زدکړو او کار کولو د حق غوښتنه کړې او په دې موخه يې لاريونونه کړي چې په ځينو مواردو کې د طالبانو له خوا له تاوتريخوالي سره هم مخ شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
چارسمبالي وزير منير ويلي چې په نصاب کې به بدلون راځي او نصاب به "اسلامي" وي.
نوموړي دا هم ويلي، چې د ښوونکو د معاشونو ستونزې د حل په موخه له يونيسف سره يې خبرې روانې دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (نونيسف) په دې وروستيو کې اعلان کړی و چې د نوي سيستم په رامنځته کولو سره به د افغان ښوونکو معاشونه په مستقيم ډول ورکوي.
يونيسف مخکې ويلي وو چې طالبانو په پنځو ولايتونو کې د نجونو منځنيو ښوونځيو ته د فعاليت اجازه ورکړې ده چې په هغو کې بلخ، جوزجان، سمنګان، کندوز او ارزګان شامل دي.
په دې وروستيو کې د نجونو د تعليم په اړه پر طالبانو د نړيوالو سازمانونو او ټولنيزو فعالانو فشارونه زيات شوي دي.
په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو بنديز نړيوال غبرګونونه راپارولي او د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندلو د غوښتنې پر وړاندې لوی خنډ ګرځېدلي دي.










