دیني عالمانو لخوا د نجونو د ښوونځیو پرانیستو غوښتنه؛ خلکو یې تود هرکلی کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
له شپږ ټولګي پورته د نجونو زدکړو ته د اجازې ورکولو لپاره د طالبانو له مشرتابه د افغان ديني عالمانو د غوښتنې تود هر کلی شوی دی.
په دې لړ کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د علماو دا غوښتنه ستایلې او د طالبانو پر حکومت یې غږ کړی چې د افغانستان د خلکو د غوښتنې درناوی وکړي.
په دې تړاو د حامد کرزي پر ټویټر لیکل شوي پیغام کې راغلي چې د هېواد لروبر د نجونو ښوونځي باید ژر پرانیستل شي.
یو شمېر ديني عالمانو، چې د پنجشنبې پر ورځ کابل کې راغونډ شوي وو، وویل له زدکړو د نجونو محرومول شرعي او ديني اړخ نه لري او نجونې کولی شي د اسلامي حجاب په مراعتولو سره زدکړې وکړي.
دوی د طالبانو مشرتابه ته یو لیک هم استولی چې پکې راغلي ښځو ته د ټولنې بېلابېلو برخو کې اړتیا ده او په کار ده چې د زدکړو ملاتړ يې وشي.
پر خواله رسنیو ځینو نورو سیاسي مشرانو او ولسي خلکو هم د دغې غوښتنې ملاتړ کړی او طالبانو غوښتي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
دیني عالمانو پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.
طالبانو ژمنه کړې وه چې د ۱۴۰۱ ښوونیز کال له پیل سره سم به ټول هېواد کې د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل کېږي، خو وروسته یې تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زدکړو راوګرځولې.
د طالبانو پوهنې وزارت وايي د نجونو د زدکړو په تړاو یې یوه هر اړخیزه طرحه چمتو او مشرتابه ته استولې، خو ځواب یې لا نه دی ترلاسه کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت لخوا له منځنیو او ثانوي ښوونځیو د نجونو راګرځېدل توند نړیوال غبرګونونه هم درلودل.
افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي داسې مهال تړل شوي، چې د اسیا د پراختیايي بانک نوې موندنې وايي چې افغانستان د ښځو د لیک لوست له اړخه اسیا او د ارام سمندر هېوادونو کې تر ټولو وروسته دی.
دغه موندنې ښيي چې تر ۳۰ سلنه کمې افغان مېرمنې لوست کولی شي.
خو د افغانستان په شمالي ګاونډیو قزاقستان، ازربایجان، تاجکستان او ارمېنیا کې د سواد لرونکو ښځو شمېر څه باندې ۹۹ سلنه ښودل شوی دی.










