د اسیا پراختیايي بانک: افغانستان د ښځو د لیک لوست له پلوه په سیمه کې تر ټولو شاته دی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
د اسیا پراختیايي بانک تازه موندنې ښيي چې ارام سمندر ته په څېرمه هېوادونو او اسیا کې د پخوا پرتله پر لیک او لوست د پوهو مېرمنو کچه ډېره شوې ده.
دغه بنسټ د اړوندو ۳۴ هېوادونو نوملړ خپور کړی او دا یې په ډاګه کړې ده چې په هر هېواد کې څو سلنه ښځې د دې وړتیا لري چې یو څه ولیکي او ولولي. د رپوټ له مخې په ازبکستان کې اوس سل سلنه ښځې لیک او لوست کولای شي.
په قازقستان، ازربایجان، تاجکستان او ارمانیا کې یې د لیک لوست وړتیا لرونکو ښځو شمېر څه باندې ۹۹ سلنه ښودلی دی او ښځو ته د لیک لوست زمینه برابروونکو هېوادونو په ډله کې دغه هېوادونه دویم ځای لري.
افغانستان د نوملړ په پای کې دی:
افغانستان د اسیا پراختیايي بانک په دغه نوملړ کې تر ټولو وروستی ځای لري. د دې ارزونې له مخې په دغه هېواد کې تر ۳۰ سلنه کمې مېرمنې لیک لوست کولای شي. پاکستان د څه باندې ۴۶ سلنې له درلودلو سره تر افغانستان یو ګام وړاندې دی او د سویلي اسیا هېوادونو په ډله کې سري لنکا مخکښ هېواد دی چې اوس پکې تر ۹۰ سلنه ډېرې ښځې په لیک او لوست برلاسې دي. هند له ۶۵.۸ سلنې سره ۲۹ ځای لري.
دغه بنسټ هر کال مارچ میاشت د جنستي برابري د ودې په موخه نمانځي او په بېلا بېلو ډګرونو کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي په برخه کې شوي پرمختګونه په ډاګه کړي. د اسیا پراختیا بانک د رپوټ له مخې، دغه ډول تحلیلونه او ارزونې له دوی سره پر وضعیت د پوهېدو او د اړوندو هېوادونو لپاره د لومړیتوبونو په ټاکلو او عملیاتي کارونو کولو کې مرسته کوي.
'علم کور په کورـ هر کور یو ښوونځی'

افغانستان د ښځو د زدکړو له پلوه داسې مهال د اسیايي بانک په نوملړ کې وروستی ځای خپلوي چې د رژیم له بدلېدو سره ښځې په دغه هېواد کې د تعلیم په برخه کې له بېلا بېلو خنډونو سره مخ شوې دي. د منځنیو ښوونځیو نه پرانېستل کېدل هغه تازه مورد دی چې دوی یې ځپلې او د نړیوالو غصه یې پارولې ده.
تازه په کابل کې یو شمېر ښځينه فعالانو د علم ـ کورـ په ـ کور او هرـ کورـ یوـ ښوونځی په نوم کمپاین پېل کړی دی. د کمپاین ترسره کوونکې مېرمنې وايي، دوی په افغانستان کې له ټولو لوستو مېرمنو غوښتي چې پخپلو کورونو کې دې له لوسته منع شویو نجونو ته درسونه پېل کړي او خپل کورونه دې د ښوونځي ټولګي وګرځوي، که لږ تر لږه د ورځې د یوه ساعت لپاره هم وي.
دوی دغه کمپاین له تېرې شپې یوولسو بجو راهیسې پېل کړی دی او له کمپاین سره یو ځای کېدونکو نه یې غوښتي چې د داسې ټولګیو عکسونه دې خپاره کړي.
د یادولو ده چې طالبانو پخپله تېره دوره کې هم د نجونو زد کړې محدودې کړې وې او داسې ګڼ مثالونه شته چې ځينو خلکو نجونو ته په کورونو کې پټ ټولګي جوړ کړي وو او یو شمېر نجونو خو ان د هلکانو په جامه کې ښوونځي لوستل.










