طالبانو له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر ښوونځیو بندیز ''غځولی دی''

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې د طالبانو حکومت چې ژمنه یې کړې وه سر له ننه (وري درېیمه) به په یخو سیمو کې ټولې نجونې ښوونځیو ته پرېږدي،‌ له شپږم ټولګي‌ پورته نجونې ښوونځیو ته بیا هم پرېنښودې.

د باختر دولتي اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو دروازو پرانیستلو پرېکړه ځنډول شوې ده.

د باختر اژانس په رپوټ کې د طالبانو پوهنې وزارت له قوله ویل شوي: ''د نجونو ټولو هغو ښوونځیو او ليسو ته چې له شپږم ټولګي څخه پورته دي، خبر ورکول کېږي چې ديادو مکاتبو او ليسو درسونه تر امر ثاني پورې ځنډېدلي دي. ''

د باختر اژانس رپوټ زیاتوي، هر کله چې ''له شریعت او افغاني دود سره سمه طرح چمتو شي، بیا به دې تعلیمي ادارو ته خبر ورکول کېږي. ''

د طالبانو پوهنې وزارت چارواکي په دې هکله وايي، له پنځو - شپږ میاشتو راهیسې یې پر دې طرح کار کړی او د طالبانو حکومت مشترتابه ته یې سپارلې، خو په وینا یې ''دا اوس د امارت په مشرتابه پورې اړه لري چې څه وخت یې منظوروي. ''

نن به کابل کې د ښوونځیو د پرانیستو لپاره د طالبانو د پوهنې وزارت له لورې پرانیسته غونډه هم جوړه شوې وه.

په کابل کې د بي بي سي خبریال سکندر کرماني په دې تړاو خپل رپوټ کې وايي، د نجونو یوه متوسطه ښوونځي په دروازه کې و، چې سر ښوونکي د ځايي طالبانو لخوا پیغام تر لاسه کړ، چې یاد ښوونځی باید بېرته وتړل شي.

د بي بي سي خبریال زیاتوي، د هغو ډېری نجونو سترګې چې د ښوونځي پرانیستل کېدو په خوښۍ کې ځلېدې ''اوس له اوښکو ډکې دي. ''

بي‌ بي‌ سي‌ ته یوې سرچینې ویلي‌ چې نوې پرېکړه پرون 'سې شنبه ' له څلور بجو وروسته شوې ده.

غبرګونونه

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز غځېدو ته غبرګونونه کې تر ټولو توند غبرګون افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویست دی.

هغه پر خپل ټویټر لیکلي دا کار "د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره د (شویو) څرګندو ژمنو خیانت دی."

ښاغلي ویست زیاته کړې "له طالبانو غواړم چې د خپل هېواد د راتلونکې او نړیوالې ټولنې سره د اړیکو لپاره له خپلو خلکو سره پر کړو ژمنو عمل وکړي."

له یادونې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مخکې له بي بي سي پښتو سره مرکه کې ویلي و چې که طالبان د نجونو ښوونځي پرانېزي ، نو امریکا او نړیواله ټولنه چمتو ده چې د ټولو ښوونکو تنخواو ې ورکړې.

ملګرو ملتونو د طالبانو له لوري د افغان نجونو لپاره پر متوسطه او ثانوي ښوونځیو د بندیز پر غځولو خواشیني څرګنده کړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په یوه ټویټر پیغام کې په دې هکله ویلي:

''د نن ورځې هغو رپوټونو خواشیني کړي یو چې وايي، طالبانو تر نامعلوم وخت پورې له شپږم ټولګي د پورته زدکوونکو نجونو پر ښوونځي تګ بندیز غځولی دی. ''

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د ښوونځي تګ اجازې نه ورکول کېدو رپوټونه خواشینونکي بللي او په یوه ټویټر پیغام کې پوښتنه کوي چې ''که رښتیا وي، نو لامل یې څه کېدای شي؟ ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره د ښوونځیو نه پرانیستل کېدو له کبله ''ژوره خواشیني'' څرګنده کړې.

د ښاغلي کرزي پر ټویټر پاڼه دې لړ کې لیکل شوي:

''پخوانی جمهور رئيس له اسلامي سرپرست حکومت نه غواړي څو د یو مترقي او سیال افغانستان لپاره چې د ټولو افغانانو هیله ده د نجونو د تعلیم لاره پرانیستلې وساتي او پرینږدي چې د هغو پرديو طرحه تطبیق شي چې له تعلیم نه بې برخې، محتاج او ترلاس لاندې افغانستان غواړي. ''

مخکني افغان حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل د ولس د تمې خلاف کار بللی او د طالبانو حکومت له چارواکو یې غوښتي چې دا ستونزه ژر حل کړي.

هغه پر خپل ټویټر لیکلي: " د ښوونیز کال په پیل کې د نجونو لپاره د ښوونځیو تړل د افغان ولس د تمې خلاف کار دی. موږ هیله لرو چې چارواکي د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي ترڅو د هېواد نجونې ژر تر ژره ښوونځیو ته راستنې شي."

د سولې نوبل جایزې ځوانې پښتنې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پر خپل ټویټر لیکلي: "نن ورځ ته مې یوه هیله درلوده: دا چې ښوونځیو ته تلوونکې افغانې نجونې به بېرته کورونو ته نه ګرځول کېږي. خو طالبان پر خپله ژمنه ونه درېدل. "

ملالې چې د نجونو د زدکړو لپاره کمپاین او مبارزه کوي، زیاته کړې: " دوی (طالبان) به له زده کړو د نجونو مخنیوي لپاره د پلمو موندلو ته دوام ورکړي، ځکه دوی له لوستو نجونو او ځواکمنو مېرمنو وېره لري."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مخکنۍ مشرې شهرزاد اکبر هم له متوسطه او ثانوي زدکړو د نجونو راګرځولو پر پرېکړه نیوکه کړې.

هغه په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي: "ولې له لوستو او خپلواکو مېرمنو دومره وېره لرئ؟ ولې د خپل واک اوږدوالی (پر نورو) د ناپوهۍ د تپلو په دوام کې وینئ؟"

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیئر این مککرې هم په یوه ټویټر پیغام کې په دې هکله ژوره اندېښنه ښوولې.

نوموړی زیاتوي ''د طالبانو له ډېرو ژمنو، اعلامیو او ډاډ سره سره دا 'پرېکړه ' متضاده او په ټکر کې ده. ''

دولتي چارواکي وایي د زرو شاوخوا ښوونځي د هېواد په بېلابېلو ولایاتو کې د نا امنۍ له امله تړل شوي دي.

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په دې هکله یوه ټویټر پیغام کې وايي: ''دا پرېکړه نه یوازې د طالبانو پر ژمنو باور کمزوی کوي، بلکې د (افغان) کورنیو هغو هیلو ته هم زیان رسوي، چې د خپلو لوڼو راتلونکي ته یې لري. ''

د تېر حکومت د معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۸ سلنه ښوونځي د ناامنیو له امله تړلي وو او له زدکړو د محرومو ماشومانو شمېر دریو میلیونو ته رسید.