افغانستان کې د نجونو زدکړې: فعالان يې ژر د پيلېدو غوښتنه کوي

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د نجونو زدکړې: فعالان يې ژر د پيلېدو غوښتنه کوي

سل ورځې له هغه راهیسې پوره شوې چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د منځنيو ښوونځیو او د لیسو نجونې له زده کړو راګرځول شوې دي.

طالبان که څه هم وايي چې د ښوونځیو د بېرته پرانیستو لپاره پر تګلاره کار کوي، خو په عملي ډګر کې یې هېڅ ګام نه دی اخیستی.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو بیا بیا پر طالبانو غږ کړی چې نجونې زده کړو ته پرېږدي.