د پاکستان بهرنیو چارو وزیر: کېدای شي اسلام اباد افغانستان ته د ملګرو ملتونو بشري مرستو لېږدولو لپاره لار پرانیزي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نور سعید
د پاکستاني لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، کېدای شي اسلام اباد افغانستان ته د ملګرو ملتونو بشري مرستو لېږدولو لپاره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ لار پرانیزي.
د شنبې پر ورځ په اسلام اباد کې له خبریالانو سره مرکه کې ښاغلي ډار وویل، ملګرو ملتونو سازمان رسماً له پاکستانه غوښتي، چې افغانستان ته د بشري مرستو د توکو د لېږدولو بهیر بیا پیلولو لپاره اجازه ورکړي.
د یادونې ده، چې د تېرې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته پاکستان له افغانستان سره د چمن-سپین بولدک او تورخم په ګډون د تګ راتګ لارې وتړلې.
بل لور ښاغلي ډار پرون (شنبه) په اسلام اباد کې له خبریالانو سره په دې هکله خبرو کې وویل، د ملګرو ملتونو له لوري ورته غوښتنه رسېدلې، چې د بشري مرستو (خوراکي توکو) لېږد، چې هغه هم اوس په ټپه ولاړ دی، پاکستان یې باید د لېږدولو پر اجازې ورکولو له سره غور وکړي.
ښاغلي ډار زیاته کړه، ''په داسې وضعیت کې خو د خواخوږۍ کوم عنصر دلیل نه شته، چې موږ (پر خپله پرېکړه) له سره غور وکړو'' خو په وینا یې له دې سره یې هم ''یوازې د افغانستان د خلکو لپاره'' د اړینو خوراکي توکو د لېږد اجازې لپاره د پاکستان وسله والو ځواکونو له مشر سره هم خبرې کړې او لومړي وزیر سره به هم وغږیږي.
نوموړی وايي، هیله یې دا ده، چې په دې لړ کې به ''مثبت ګام واخیستل شي'' او دا چاره به ترسره شي.
ښاغلی ډار وايي: ''وسله وال ځواکونه هم د پولو چارو مدیریت کې برخه لري، نو د هغوی سره مې سلا مشوره کړې (د هغوی رضایت مې ترلاسه کړی) د پوځ له مشر سره مې پرون خبرې شوې، او له لومړي وزیر سره چې له هېواده بهر په سفر تللی، له خبرو وروسته به انشاالله د افغانستان د عام ولس لپاره د بشري مرستو پر بنسټ د اړینو مرستندویه خوراکي توکو لېږد اجازه، هیله ده چې تر سبا پورې به یې موږ ورکړو.''
بل لور په افغانستان کې د طالبانو حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، پاکستاني لوري تر اوسه د دوی کمیسارۍ یا سرحدي پولیسو ته د دروازې پرانیستلو په هکله څه نه دي ویلي. د سرچینې په وینا کله چې پاکستان لار پرانیزي، معمولا یوه ورځ مخکې د طالبانو حکومت له چارواکو سره اړیکه نیسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان د تېرې اکتوبر میاشتې پر ۱۱مه له خونړیو نښتو وروسته له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې، چې په ترڅ کې یې دواړو خواوو ته د یوه بل د لسګونو پوځیانو د وژلو ادعاوې کړې وې.
د لارو له تړل کېدو وروسته په زرګونه افغان کډوال له سلګونو باروړونکو موټرو سره یوځای چې توکي یې لېږدول، ایسار پاتې شول، او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې مهمې سوداګریزې لارې وتړلې.
وروسته د طالبانو حکومت چارواکو د نومبر میاشتې په لومړیو کې وویل، پاکستان له افغانستان سره د تورخم لاره په محدود ډول پرانیستله چې هلته پر ډیورنډ کرښه زرګونه بند پاتې افغان کډوال خپلو کورونو ته ستانه شي.
پاکستان اوس له هغه څو اوونۍ وروسته یوازې د بشري مرستو لپاره له افغانستان سره د لارې پرانیستلو خبره کوي، چې له دې مخکې (د نومبر پر ۱۳مه) د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې په یوه غونډه کې له ټولو هغو افغان سوداګرو او صنعت کارانو وغوښتل د پاکستان پر ځای د نورو سوداګریزو لارو لټون وکړي.











