پاکستان سره د سوداګرۍ په تړاو د طالبانو حکومت خبرداری څه اغېز درلودلای شي؟

د عکس سرچینه، FDPM_AFG
- Author, نور محمد سعید
- دنده, بي بي سي
له پاکستان سره د افغانستان سوداګرۍ په هکله د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرونیو څرګندونو ته چې وايي، باید بدیلې لارې ولټول شي، په دواړو هېوادونو کې غبرګونونه مخې ته راغلي دي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف له خصوصي پاکستاني ټلویزیون 'جیو' سره مرکه کې په دې هکله ویلي، د افغانستان له دې پرېکړې سره به پاکستان د زیان پر ځای ګټه وکړي.
ښاغلي اصف تېر ماښام په دې هکله جیو ټلویزیون ته وویل، هغه سوداګریز توکي چې د افغانستان لپاره د کراچۍ بندر له ټرانزیټي لارې راوړل کېږي، د افغانستان پر ځای پاکستاني بازارونو کې پلورل کېږي. نوموړي زیاته کړه:
"کله چې دلته د افغانستان د سوداګریزو توکو د تګ راتګ کچه کمه شي، هغه ترهګري به هم کمه شي چې د سوداګرۍ او نورو بڼو تر پوښښ لاندې پاکستان ته ننوځي، او د پولو مدیریت به ښه شي."
خواجه آصف وايي، د طالبانو د مشرتابه دا پرېکړه د افغانستان کورنۍ مسله ده.
له دې مخکې پر چارشنبه، د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې په یوه غونډه کې له ټولو هغو افغان سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې له پاکستان لارې سوداګري کوي، چې د نورو سوداګریزو لارو لټون وکړي.
د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د درملو واردوونکو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې خپل حسابونه تصفیه کړي، ځکه په وینا یې له دې وروسته به د پاکستان درمل دوی ته د منلو وړ نه وي.
ښاغلي برادر ویلي چې د پاکستان لارې سوداګرۍ افغان سوداګرو ته زیان اړولی او سوداګر باید د بدیل لارې په لټه کې شي.
د طالبانو حکومت دا سپارښتنه په دواړو هېوادونو کې له مثبتو او منفي غبرګونونو سره مخ شوې.
د افغانستان د مالیې پخواني وزیر عمر زاخیلوال هم په 'اېکس' (پخواني ټویټر) لیکلي چې په وچه د را ایسار هېواد لپاره، د ساحلي هېواد له لارې ټرانزیت امتیاز نه دی، بلکې د نړیوالو قوانینو او تړونونو پر بنسټ، د یوه هېواد نه اخیستل کېدونکی حق دی.
ښاغلي زاخیلوال وايي، حکومت مسؤلیت لري چې د سوداګرو ملاتړ وکړي او ستونزې یې حل کړي، نه دا چې په خپله خوښه او یو اړخیزه توګه له خپل حق څخه تېر شي.
غبرګونونه څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان، پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر خان جان الکوزي بیا د بي بي سي عنایت الحق یاسیني ته وویل، په کراچۍ بندر کې هره ورځ د افغانستان سوداګرو په وارداتي توکو بار دوه تر دونیم سوو پورې کانتینرونه رسېدل، چې په خبره یې اوسمهال تر اتو زرو پورې کانټینرونه په بندر او د لارو په اوږدو کې ایسار پاتې دي.
د یادونې ده، چې افغانستان د پاکستان او هند تر منځ د واهګه-اټارۍ بندر له لارې له هنده هم واردات او صادرات درلودل، چې نژدې درې میاشتې مخکې د پاکستان او هند تر منځ د تاوتریخوالي له ډېرېدو راهیسې دغه لار تړل شوې او افغانستان ته هم له هند سره واردات- صادرات نه کېږي.
ښاغلی الکوزی وايي، دا پرېکړه به په افغان بازارونو کې هم اغېز ولري، همدا اوس چې لارې تړل شوې دي، د وریجو او سېمټو په ګډون د ځینو توکو بیې یو څه پورته شوې دي، خو به خبره یې که په افغانستان کې د طالبانو حکومت له نورو ګاونډیانو سره پروټوکولونه وکړي او سوداګرو ته د ټرانسپورټ او مالیو په برخه کې مرسته وکړي، نو داسې امکان شته، چې د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې وموندل شي.
نوموړی زیاتوي: ''کله چې عرضه کمه شي، نو تقاضا زیاتېږي، نه یوازې زموږ پر بازار یې اغېز کړی، بلکې د پاکستان پر بازار یې هم اغېز کړی دی.''
د پاکستان 'ډان' ورځپاڼې د صنایعو او سوداګرۍ پخواني مرستیال منظور الهي له قوله لیکلي چې که د کابل او اسلام اباد ترمنځ سوداګري بنده شي، پاکستان به ډېر زیانمن شي، ځکه ایران او هند به افغانستان ته ارزانه درمل ورکړي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په تېره یوه میاشت کې له افغانستان سره د سوداګرۍ د بندېدو له امله پاکستان شاوخوا ۴.۵ میلیونه ډالر زیانمن شوی.
ځینې ماهرین بیا د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ بندیدل د دواړو هېوادونو لپاره ځکه زیان بولي، چې په وینا یې افغانستان به له نورې نړۍ سره د سوداګرۍ لپاره تر ټولو لنډه لار له لاسه ورکړي او پاکستان به ځکه زیان وکړي، چې د افغانستان بازارونه د پاکستاني توکو لپاره تر ټولو لویو منډيیو یوه ده.
پاکستان کې د سوداګرۍ ودې ادارې پر وېبپاڼه خپاره شوي معلومات ښيي، چې تېر کال پاکستان د ۱۴ میلیونو ډالرو صادرات درلودل او د پاکستاني توکو لپاره په ټوله نړۍ کې اتم ځای درلود او دغه راز تېر کال پاکستان ته له افغانستانه د شپږ اعشاریه یو میلیون ډالرو ارزښت صادرات استول شوي دي.
د پاکستان سوداګرۍ او صنایعو خونه کې د بلوچستان اړوند مرستیال مشر ناصر خان د بي بي سي له اردو څانګې سره خبرو کې ویلي، د یو اعشاریه څلور میلیاردو ډالرو ارزښت صادرات داسې دي، چې اسناد یې شته او که نه افغانستان ته د پاکستاني صادراتو کچه تر دې خورا ډېره ده.
د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ انډول څنګه دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان سوداګر وچه او لمده مېوه، ډبرو سکاره او ځینې سابه د پاکستان بازارونو ته لېږدوي، خو له پاکستانه افغانستان ته د واردېدونکو توکو لیست خورا اوږد دی، چې د وریجو، اوړو، سابه، مېوې، دارو-درمل، سیمټ، لرګي، پلاستیک، تراکتورونو، موټر سایکلونو او بورې په په ګډون ګڼ شمېر توکي پکې شامل دي.
پاکستان کې د سوداګرۍ ودې ادارې اجرايي مشر زبېر موتي والا د بي بي سي اردو څانګې له تنویر ملک سره خبرو کې وویل، له پاکستانه افغانستان ته استول کېدونکو توکو ونډه ۹۵ سلنه وه، خو اوس د افغانستان په بازارونو کې هند هم ځای موندلی، د پاکستان ونډه کمه شوې او ۶۵ سلنې ته ټيټه شوې ده. ښاغلی موتي والا وايي، له افغانستانه پاکستان ته د ډبرو سکاره واردېږي، چې د اندونیزیا یا کوم بل هېواد پرتله یې معیار خورا ښه دی او د افغانستان ډبرو سکاره ژر پاکستان ته رسېږي.
له بي بي سي سره خبرو کې د افغانستان-پاکستان سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر جنېد مکډا وايي، د سوداګرۍ بندېدل دواړو هېوادونو ته زیان رسوي، خو د پاکستان سوداګرۍ او صنایعو خونو فدراسیون ناصر خان وايي، په دې وضعیت کې به پاکستان ډېر زیان وویني، ځکه افغانستان د پاکستاني محصولاتو او تولیداتو لپاره لوی بازار دی. نوموړی زیاتوي هره ورځ له هره ورځ یوازې د چمن-سپین بولدک له لارې تر درې سوه پورې لارۍ افغانستان ته ځي، خو برعکس له افغانستانه د راتلونکو لاریو شمېر خورا کم وو. ناصر خان وايي، د بېلابېلو هېوادونو تر منځ ستونزې راپورته کېږي، خو سوداګري باید بنده نه شي.
زبیر موتي والا هم مني، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ بندېدو په صورت کې به ایراني تولیدات او محصولات افغان بازارونو ته ورسېږي او هلته به ځای ونیسي. نوموړی وايي، هند هم له مخکې له هوايي لارې افغانستان ته غنم او نور توکي لېږدولي دي او اوس به بیا هم د افغانستان په بازارونو کې ځای ومومي.
د پاکستاني لومړي وزیر ځانګړی سلاکار هارون اختر وايي، د سوداګرۍ له بندیدو سره به دواړه هېوادونه زیانمن شي، خو دی هم مني، چې پاکستان به ځکه ډېر زیان وویني، چې صادرات به یې کم شي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ ټولې لارې د سوداګرۍ لپاره تړل شوې او د وروستیو شمېرو له مخې د افغان سوداګرو نژدې ۱۲ زره کانټینره سوداګریز توکي پاکستان کې ایسار پاتې دي.








