سري لنکا ته 'له پاکستانه د مخدره توکو یو لوی لېږدول شوی بار ضبط شوی'

د عکس سرچینه، US EMBASSY, SRI LANKA
په سري لنکا کې د امریکا سفارت وايي، په کولمبو کې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د کریسټل مېت یا "ایس" په نوم د مخدره توکو یوه جوپه ضبط شوې ده، چې له پاکستان راوړل شوي وو.
د سري لنکا پولیسو هم په دې تړاو د دوو پاکستاني وګړو نیول کېدل تائید کړي دي.
د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې وايي، د امریکا د مخدره موادو مخنیوي ادارې (DEA) د نوي ډیلي دفتر او د سري لنکا د پولیسو د مخدره موادو مخنیوي څانګې (PNB) په ګډه دغه عملیات ترسره کړل.
د دوی په وینا، په دې عملیاتو کې په پاکستان کې د مخدره موادو د قاچاق یوه شبکه شنډه شوه چې هڅه یې کوله کریسټل مېت د سري لنکا له لارې نړیوالو بازارونو ته ولېږدوي.
د امریکايي او سري لنکايي چارواکو په وینا، دغه مخدره توکي په تولیو یا ځان پاکونو کې پټ شوي وو، او د دې قضیې په تړاو د پاکستاني وګړو په ګډون څو مشکوک کسان هم نیول شوي دي.
امریکايي چارواکي زیاتوي چې د اګست له ۱۴مې تر ۲۹مې پورې د هغو مشکوکو سمندري کانټینرونو په اړه د ترلاسه شویو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره شول چې له پاکستانه کولمبو ته روان وو. د عملیاتو په ترڅ کې د سري لنکا د مخدره توکو مخنیوي پولیسو شاوخوا ۴۶۳ کیلوګرامه کریسټل مېت ضبط کړل چې ارزښت یې نږدې ۲۱ میلیونه امریکايي ډالر اټکل شوی دی.
بي بي سي د دې پاکستاني مخدره توکو شبکې او په کولمبو کې د ترسره شویو عملیاتو په اړه د معلوماتو لپاره د پاکستان د مخدره موادو ضد ځواک (اې این ایف) سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د عکس سرچینه، US EMBASSY, SRI LANKA
د فرانسې خبري اژانس (اې ایف پي) د راپور له مخې، د سري لنکا پولیسو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د امریکا او سري لنکا د مخدره توکو ضد ادارو په ګډو عملیاتو کې د پاکستان له یوې مخدره موادو شبکې سره د تړاو په شک نږدې نیم ټن کریسټل مېت (ایس) ضبط کړي.
د پولیسو مرستیال عمومي مفتش اشوکا دھرماسینا خبریالانو ته وویل، ۴۶۳ کیلوګرامه مصنوعي مخدره مواد له یوه بار وړونکي کانټینر څخه ترلاسه او ضبط شوي دي. دغه کانټینر د اونۍ په پای کې د کولمبو بندر ته رسېدلی و.
د امریکايي چارواکو په وینا، دغه عملیات د دې ''ښکارندويي کوي چې امریکا او سري لنکا د نړیوالو جرمي سازمانونو پر ضد په مبارزه کې قوي او نږدې همکاري لري.
دوی وايي، دا ګډه هڅه د هغو جرمي شبکو د له منځه وړلو لپاره ده چې نه یوازې د مخدره توکو په قاچاق کې ښکېلې دي، بلکې د ترهګرۍ د تمویل لپاره مالي سرچینې هم برابروي او د امریکا او سري لنکا دواړو هېوادونو د ټولنو امنیت او ثبات ته ګواښ پېښوي.
د امریکايي چارواکو په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري له پولو هاخوا د سازمان شویو جرمونو، د مخدره توکو د قاچاق او نورو ناقانونه فعالیتونو پر ضد د اغېزناک اقدام لپاره مهمه ده.''


















