تورخم کې "جنګي وضعیت" او د یو شمېر افغان سوداګرو اقتصادي زیانونه

تورخم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عکس - ارشیف

د افغانستان په ختیځ کې ننګرهار لپاره د طالبانو حکومت مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفی وايي، تورخم بندري ښار کې پر ډیورنډ "فرضي کرښه" د دوی او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تېرو دوو شپو له نښتو وروسته وضعیت لا هم جنګي دی او دا چې دغلته د کرښې دواړو غاړو ته سیمې تشې شوې دي.

د یادونې ده چې بېګاه پر دویمه پرله پسې شپه هم تورخم کې د څو ساعتونو لپاره پر ډیورنډ کرښه د سپکو او درنو وسلو ډزې تبادلې شوې دي.

ښاغلی مصطفی بي‌بي‌سي پښتو ته ویلي، "د تېرې شپې په نښته کې افغان لوري ته مرګژوبله نه ده اوښتې، خو د اوړمې شپې جګړه کې یو کس وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي وو."

دی په دغو نښتو کې پاکستاني اړخ ته هم د ۱۱ کسانو د ټپي کېدو خبره کوي.

پاکستاني چارواکو لا د تېرې شپې نښته کې د دوی اړخ ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو د اوړمې شپې په نښته کې یې د خپلو ۳ سرتېرو د ټپي کېدو پخلی کړی و.

ننګرهار لپاره د طالبانو حکومت مرستیال والي وايي، نښتې له دې پیل شوې چې د دوی پوله ساتو تورخم کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه یوه پوسته جوړوله خو پاکستاني لوري پرې ډزې وکړې.

د یادونې ده چې تورخم کې د طالبانو لخوا د امنیتي تاسیساتو د جوړولو پر سر اختلاف د دې لامل شوی چې پاکستانی لوری له شاوخوا لسو ورځو راهېسې تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړي.

د ویډیو تشریح، ښاغلی مصطفی وايي تورخم کې وضعیت جنګي دی

ښاغلی مصطفی وايي، په دې موده کې یې دوه ځلې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې او هغوی ته یې ویلي چې د دروازې موضوع "باید سیاسي نه شي".

نوموړی ټینګار کوي، چې که کوم اختلاف رامنځته کېږي نو د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو په کچه د تماس د کمېټې له لارې باید حل شي.‌

ښاغلی مصطفی زیاتوي، دا چې پر تورخم دروازه هره ورځ د ناروغانو په ګډون ګڼ شمېر عام خلک او همدا راز سوداګریز توکي اوړي راوړي، نو د دوی هڅه دا ده چې دغلته جګړه اوږده نه شي او دروازه ژر پرانیستل شي.

سوداګر وايي د تورخم لارې له تړل کېدو، میلیونونه ډالره زیان وراوښتی

تورخم

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، رپوټونه وايي، پر ډېورنډ "فرضي کرښه" د طالبانو حکومت یو پلاوی او پاکستاني چارواکي د ناستو پر مهال کومې داسې هوکړې ته نه دي رسېدلي چې له مخې یې د تورخم تړلې دروازه پرانیستل شي.

رپوټونه وايي، پر ډېورنډ "فرضي کرښه" د طالبانو حکومت یو پلاوی او پاکستاني چارواکي د ناستو پر مهال کومې داسې هوکړې ته نه دي رسېدلي چې له مخې یې د تورخم تړلې دروازه پرانیستل شي.

تورخم کې د طالبانو حکومت کمیسار ملا عبدالجبار حکمت وايي: "د ننګرهار د ولایتي ادارې د مرستیال عزیزالله مصطفی په مشرۍ پلاوي په تورخم کې له پاکستاني چارواکو له پلاوي سره چې مشري یې پوځي کمیسار کرنل وقاص کوله خبرو کې د ستونزې د اوږد مهالي حل وړاندیزونه کړي."

هغه وايي: "موږ ورته وویل چې لار به ۲۴ ساته پرانیستې وي، زموږ او ستاسې په تجارت کې به زیاتوالی راځي، د ناروغانو او مسافرو اړوند باید اسانۍ راشي." او دا چې په راتلونکي کې باید د لارې د تړلو پلمې له منځه یوړل شي".

ښاغلی حکمت وايي، دوی سملاسي پر داسې څه سلا نه شول چې د تورخم لار دې پرانیستل شي، ''موږ خپلو مشرانو ته پر دغو څلورو نقطو خبره وکړه او دوی به خپلو مشرانو ته خبره وکړي."

د طالبانو حکومت دغه چارواکي پر تورخم لار له تلونکو کسانو وغوښتل چې تر هغه چې د لارې د بشپړې پرانیستې خبر نه وي خپور شوی له تګ راتګه دې ډډه وکړي.

د تورخم لار د فبرورۍ پر ۲۱مه د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو له لوري وتړل شوه. یوه پاکستاني چارواکي د ترکیې خبري اژانس انادولو ته ویلي، پر کرښه طالبانو د امنیتي پوستو جوړلو پیل کړي، دوی ترې د کار ځنډولو غوښتنه وکړه، خو طالبانو خپل کار ته دوام ورکړ، همدا د لارې تړل کېدو لامل شو.

د طالبانو حکومت ویلي پر "فرضي کرښه "جوړېدونکې امنیتي بنسټونه د دوی په خپله خاوره کې دي او دا چې پاکستان اړخ ته کوم ګواښ نه دی.

دواړو غاړو ته ایسار خلک

ډېر بند پاتې کسان د اوبو او خوړو کمي له امله شکایت کوي او وايي هوټلونه او خوړنځایونه نشته.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېر بند پاتې کسان د اوبو او خوړو کمي له امله شکایت کوي او وايي هوټلونه او خوړنځایونه نشته.

د ډېورنډ "فرضي کرښې" دواړو غاړو ته زرګونه کسان د لارې تړل کېدو له امله بند پاتې دي او په تېرو څو ورځو کې چې لاره تړلې ده یوازې د څو جنازو د اړولو اجازه ورکړل شوې.

له بي بي سي سره په خبرو کې ځینو کسانو ویلي، ډېرو خلکو ته د څښاک اوبه او خواړه هم نه رسېږي. د غونچه ګل په نوم یو لارۍ چلونکی وايي، " نه ډوډۍ شته، نه چای، دواړو غاړو کې ښځې او ماشومان بند دي، نه هوټل شته نه کومه بله اساني."

د نعمت الله په نوم د ننګرهار یو اوسېدونکی چې له څو ورځو راهیسې هلته بند دی وايي، " دومره اوبه نشته چې دوی پرې اودس وکړي."

هغه وايي، ایسارو خلکو کې یې ډېر هغه ناروغان دي چې پښتونخوا ته د درملنې لپاره تللي وو او یا هم ورتلونکي وو، چې له دا ډول ستونزمن حالت سره مخ شول.

سوداګرو ته اوښتی زیان

تورخم

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، دواړو غاړو کې زرګونه لارۍ ایسارې دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې له ۵۰۰۰ ډېرې پر توکو بار لارۍ د تورخم دواړو غاړو ته ولاړې دي. سوداګرو ویلي د سبو او میوو په ګډون ډېر هغه توکي چې باید پر وخت رسول شوی وای پر لار د ځنډو له امله یې زیان لیدلی.

د خیبر د سوداګرۍ خونې مشر یوسف اپریدي په لنډي کوتل کې خبریالانو ته وویل د تورخم لارې دا وار تړل کېدو سوداګرو ته ۱۰ میلیونه ډالره زیان اړولی دی. هغه وویل که لار همداسې تړلې پاتې شي د لا نور زیان شونتیا شته.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چار سمبالي محمد یونس موند له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، د لارو تړل کېدو په پایله کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۸۴ سلنه کمه شوې. هغه وویل افغانستان د خوندي ټرازیټي لارو او سوداګرۍ لپاره تر ډېره په منځنۍ اسیا تکیه کړې.

ښاغلي اپریدي خبرداری ورکړ چې که د لارو تړلو دا چارې همداسې دوام وکړي ښايي د اسلام اباد او کابل ترمنځ د سوداګرۍ کچه لا نوره هم ټيټه شي.