د تورخم لارې بندېدو درېیمه ورځ

د ویډیو تشریح، د تورخم لارې بندېدو درېیمه ورځ

جمعه درېیمه پرله پسې ورځ تورخم لار تړلې وه چې د پاکستان امنيتي ځواکونو او افغان طالب پوله ساتو ترمنځ نښتو له امله ترينګلتیا کې بنده شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ رسنیو ته ویلي پر ډېورنډ کرښه د امنیتي ګواښونو له امله یې تورخم تړلی ساتلی دی.

کابل کې د طالبانو حکومت وايي له ګاونډیانو سره د شخړو نیت نه لري او تورخم کې نښتې د پاکستانيو ځواکونو د بریدونو ځواب کې شوې دي.

تورخم د افغانستان او پښتونخوا ترمنځ د تلوراتلو مهمه لار ده، او ډېر خلک د خپلو اړتياوو پوره کولو لپاره پرې په ورځني ډول اوړي راوړي، خو ډېر يې اوس دواړو خواوو ته بند پاتې دي.

سید عبد الله نظامي خپل راپور کې هلته د بندو پاتې خلکو کړاو ته کتنه کړې.