د طالبانو حکومت د امریکا لخوا د مرستو بندولو نوې پرېکړې ته غبرګون ښودلی

د عکس سرچینه، MoICAfghanistan
- Author, نور سعید او فرهاد محمدي
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه پرېکړه "له نړیوالو بشري حقونو سرغړونه" بللې ده چې امریکا ملګرو ملتونو ته د بشري مرستو لپاره د دوه میلیارد ډالرو د ورکړې ژمنه وکړه خو افغانستان او یمن ترې بې برخې ګڼل شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت یو ځل بیا غوښتنه کړې چې له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې دې له سیاسته لرې وساتل شي.
د طالبانو حکومت اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري نن چهارشنبه (مرغومی ۱۰/دسمبر ۳۱) د بيبيسي خبریال سجاد محمدي ته په خبرو کې وویل، "که څه هم د افغانستان تګلاره اوس دا ده چې پرخپلو کورنیو سرچینو او ظرفیتونو تکیه و اوسي خو له بشري مرستو د افغانستان ګوښه کول د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي."
ښاغلی نظري زیاتوي چې د افغانستان خلک "حق لري چې له نړیوالو مرستو برخمن شي" او په وینا یې، "زموږ باور دا دی چې اقتصادي مسایل او بشري مرستې باید له سیاسي مسئلو جلا شي او بشردوستانه کومکونه باید سیاسي نه شي."
د امریکا متحده ایالتونو تېره دوشنبه (مرغومی ۸/دسمبر ۲۹) د ملګرو ملتونو سازمان سره د بشري مرستو لپاره په داسې حال کې د دوه میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه چې د ډونلډ ټرمپ حکومت خپلې بهرنۍ مرستې کموي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارو سره د امریکا له سږنۍ مرستې د دوو اړمنو هېوادونو افغانستان او یمن د بې برخې پاتې کېدو په اړه هم امریکايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او په یمن کې حوثي یاغیانو ته له دې مرستو د ګټې پورته کولو په تړاو شکونه شته.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې په دغو مرستو کې "لاسوهنه نه کوي" او په وینا یې، "یوازې نظارت" یې کوي.
ښاغلي نظري هم بيبيسي ته په خبرو کې همدا خبره وکړه. هغه زیاته کړه، "د افغانستان د اقتصاد وزارت د بشري مرستو په وېش کې د ښکېلتیا په اړه شوې ادعاوې په سخته او په کلکه ردوي. موږ په دغو کومکونو کې هېڅ ډول مداخله نه کوو. بلکې تل هڅه کوو چې د نړیوالو مرستو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړو. موږ یوازې دومره نظارت کوو چې دا مرستې په روڼتیا سره اصلي اړمنو خلکو ته ورسېږي."
په تېر کې هم د طالبانو حکومت د سیګار په ګډون د ځينو بنسټونو هغه ادعاوې رد کړې دي چې ګواکې د نادولتي موسسو او ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته د ورتلونکو پیسو په کنټرولولو کې مداخله کوي چې له امله یې بشري مرستې کمې شوې دي.
امریکا د ملګرو ملتونو له مرستندویه ادارو غوښتي چې نویو مالي او اقتصادي واقعیتونو ته په پام سره ''ځان برابر کړي کنه نو نور به له مرستو بیخي محروم شي.''
مرستندوی بنسټونه څه وايي؟
که څه هم دا پیسې د هغې مالي مرستې پرتله خورا لږ بلل کېږي، چې امریکا په تېرو وختونو کې د بشري مرستو په برخو کې ورکولې.
خو د امریکايي چارواکو په وینا اوس هم یوه ''سخاوتمندانه'' کچه ده چې په نړۍ کې د بشري مرستو په لړ کې د ترټولو لوی بسپنه ورکوونکي هېواد په توګه به د امریکا حیثیت وساتي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د ملګرو ملتونو بشري مرستو له ادارو سره د امریکا متحدو ایالتونو مالي مرستې په داسې حال کې کمېږي، چې د روانې دسمبر میاشتې په لومړیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و چې په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه وګړي به په ۲۰۲۶ کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.
یاد سازمان ویلي و چې په افغانستان کې د مرستو اړتیا لا هم په نړۍ کې تر ټولو لوړه ده.
د اوچا مسوولینو په وینا دوی له نورو مرستندویه ادارو سره یو ځای د راتلونکي ۲۰۲۶ کال د مرستو د تمویل لپاره له مرستندویانو څخه د ۱.۷ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان مسوولینو په وینا په تېر یوه کال کې له ایران او پاکستانه د نژدې دوه نیم میلیونو افغان کډوالو ستنېدل، اوږده وچکالي او د ژمي له رارسېدو سره د لېرې پرتو سیمو د لارو تړل کېدل هغه څه دي، چې په افغانستان کې د مرستو لپاره اړتیا زیاته کړې ده.
په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام استازي جان ایلیف د دسمبر لومړیو کې بي بي سي ته وویل، د ژمي په رارسېدو سره هېواد د لوږې له ژور کړکېچ سره مخامخ دی.
هغه بحران چې د ده په وینا د بودیجې له سخت کمښت او د ایران او پاکستان څخه د میلیونونو کډوالو بېرته راستنیدو له امله نور هم خراب شوی دی.
نوموړي بي بي سي ته وویل چې د نړیوال خوراکي پروګرام په وروستیو میاشتو کې یې په افغانستان کې له لسو ميليونو خلکو څخه یوازې له دوو میلیونو سره د مرستې توان درلود.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالو مرستې کمې شوي چې له امله یې د ملګرو ملتونو بېلا بېلو ادارو وخت په وخت اړمنو خلکو ته د مرستو د رسولو په برخه کې د ننګونو یادونه کړې ده.
هغه مرستې چې اوسمهال د نړیوالې ټولنې لخوا له افغانانو سره کېږي د ملګرو ملتونو د ادارو او نادولتي موسسو لخوا وېشل کېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستې

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) شمېرې ښيي، چې ملګرو ملتونو د سږ کال ۲۰۲۵ تر پایه پورې په افغانستان کې شاوخوا ۱/۰۷ میلیارد ډالره لګولي دي.
دا د ملګرو ملتونو د مالي تعقیب خدماتو (FTS) ته راپور شوې ټوله بودیجه ده.
د اوچا د راپور له مخې، که څه هم متحده ایالات په ۲۰۲۵ کال کې د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته تر ټولو لوی مرسته کوونکی و، خو ونډه یې یوازې ۲۳.۳ سلنه یا شاوخوا ۲۱۹ ملیون ډالره وه.
له متحده ایالاتو وروسته، د اروپایی کمېسیون د بشري مرستو او ملکي خوندیتوب څانګه، برېتانیا او نړیوال بانک په ترتیب سره د شاوخوا ۱۹۴، ۱۱۰ او ۶۶ میلیون ډالرو سره دویم څخه تر څلورم مقام پورې وو.
په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو لومړنۍ بودیجه ۲.۴۲ میلیارد ډالره ټاکل شوې وه، خو په سازمان کې د بودیجې د سخت بحران له امله، دا اندازه د ۱.۶۲ میلیارد ډالرو اړتیا سره لومړیتوب لرونکي پلان ته راټیټه شوه.
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د ۱.۰۷میلیارد ډالرو څخه تر ټولو زیات په کرنې، د کډوالو خدمتونو، خوړو خوندیتوب، روغتیا، لوژستیک او ملاتړ پر چارو لګولي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام تر ټولو زیات (۳۶۵.۵ملیون ډالر) لګولی دي.
له دې وروسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د ۹۱.۶ملیون ډالرو سره، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق د ۷۵ ملیون ډالرو سره، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ۵۵.۵ملیون ډالرو سره، د مهاجرت نړیوال سازمان د ۴۸.۹ملیون ډالرو سره او د روغتیا نړیوال سازمان د ۴۴.۲ملیون ډالرو سره په ترتیب مرستې لګولې دي.
اوچا وايي چې د طالبانو د واکمنۍ له څلورو کلونو څخه زیات وخت کې، ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د خپل کار لپاره تر ټولو ډېرې مرستې ترلاسه کړې، چې ۳/۸ ملیارد ډالره وې، خو له هغه وخت راهیسې، د مرستو اندازه هر کال د پام وړ کمه شوې ده.
دا مرسته په ۲۰۲۳ کې شاوخوا ۱.۹ میلیارد ډالره او په ۲۰۲۴ کې شاوخوا ۱.۷ میلیارد ډالره وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور د امریکا تازه مرستې اعلان د بهرنیو مرستو لپاره د امریکا د ولسمشر استازي جیریمي لیوین او د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر ټام فلیچر لخوا وشو.
د ملګرو ملتونو بشري مرستو مشر ټام فلیچر د امریکا د تازه مرستې هرکلی کړی او په وینا یې دا به "د ملیونونو ژوند" وژغوري.
امریکا متحده ایالتونه په داسې حال کې د بشري مرستو برخه کې مرستې کموي، چې د بریتانیا او جرمني په ګډون نور بسپنه ورکوونکي هېوادونه هم خپلې بهرنۍ مرستې کموي.
د رپوټونو له مخې دا کمښت به د کډوالۍ نړیوال سازمان، د خوړو نړیوال پروګرام او د کډوالو ادارې یو این ایچ سي غوندې ادارو لپاره ډېر اغیز ولري، چې سږکال یې له متحده ایالاتو د بایډن ادارې لخوا د کلنۍ مرستې او ان د ټرمپ د لومړۍ دورې پرتله میلیاردونه ډالره کمه مرسته ترلاسه کړې ده.
خو د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دې هکله پر خواله رسنیو یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي: ''دغه نوی ماډل به له نورو پرمختللیو هېوادونو سره د ملګرو ملتونو بشري مرستو بار شریک کړي، ملګري ملتونه به د کارونو کچې کمولو، تکرار مخنیوي ته اړ کړي او دغه راز به ملګري ملتونه د ګټورتیا، څارنې او جواب ورکولو د نویو غوره میکانیزمونو رامنځته کولو لپاره اړباسي.''
د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې د دوو میلیاردو ډالرو بشري مرسته د امریکا مخکینیو مرستو پرتله خورا لږ ده، چې په دا وروستیو کلونو کې یې په یوه کال کې کچه ان تر ۱۷ میلیاردو ډالرو پورې هم رسېده. د یادونې ده، چې امریکا متحده ایالتونه دغه راز د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو ته هم د غړیتوب برخه کې هر کال میلیاردونه ډالر ورکوي.











