ملګري ملتونه وايي، له افغانستان سره د مرستو لپاره یې له نړیوالې ټولنې څه باندې ۳ ميلیارده ډالر غوښتي دي

ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ویل شوي د هغو کورنیو حالت تر نورو ډېر ناوړه دی چې سرپرستې یې د ښځو پر غاړه ده. (ارشیف تصویر)
    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال کې له اړو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره خپل پلان اعلان کړی چې له مخې به یې په روان میلادي کال کې څه باندې ۲۳ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي که دوی له نړیوالې ټولنې څه باندې درې ملیارده ډالر مالي مرسته ترلاسه کړي، نو څه باندې ۱۷ میلیونه افغانانو سره به چې ګڼ شمېر په کې د ښځو او ماشومانو دی، بشري مرستې وکړي.

ویل شوي د هغو کورنیو حالت تر نورو ډېر ناوړه دی چې سرپرستې یې د ښځو پر غاړه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، په داسې حال کې چې افغانستان د لسیزو جګړو تر اغېزو لاندې دی، طبعي پېښې په کې تکرارېږي، بې وزلې ډېره شوې او په ټولنیز ژوند کې د ښځو پر ګډون محدودیتونه لګول شوي، په روان ۲۰۲۴ میلادي کال کې به افغانستان کې ۲۳ اعشاریه اوه میلیونه وګړي چې د ټول نفوس څه باندې نیمايي برخه کېږي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دې ادارې ویلي چې افغانستان د خلکو د اوږد مهاله بې ځایه کېدو، ماینونو او ناچاویدولو توکو د ککړتیا، پر ګرځیدو د محدویتونو، د جنست پر بنسټ د تاوتریخوالي د خطر ډېریدو، د ماشومانو د درنو کارونو، په کم عمرۍ کې د ودونو، د خلکو رواني روغتیا او ټولنیز ملاتړ ته د ډېرې شوې اړتیا له مخې لومړیتوب لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ټینګار کړی چې هغه کورنۍ تر نورو لا ډېر زیانموونکي دي چې سرپرستې یې د ښځو پر غاړې ده. اوچا ویلې دا کورنۍ د هغو پرتله چې سرپرستې یې نارینه کوي ډېر د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخې دي چې د خپلو ستونزو د هواري په موخه خپلې لورګانې په کم عمرۍ کې ودوي او ماشومان یې د درنو کارونو ترسره کولو ته اړ شوي دي.

د اوچا په وینا د افغانستان نژدي نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي چې په دې ډله کې هم د بې وزلو ښځو شمېر ډېر شوی دی. دا اداره وايي سره له دې چې په ۲۰۲۳ کال کې تر یوه حده افغانستان کې اقتصادي ثبات و اوس هم ۶۵ سلنه کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخامخې دي او اندېښنه شته چې نازک اقتصادي حالت به په روان ۲۰۲۴ کال کې هم دوام وکړي چې له امله به یې په افغانستان کې ۱۵ اعشاریه اته میلیونه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ وي.

ملګري ملتونه وايي، په داسې حال کې چې افغانستان د لسیزو جګړو تر اغېزو لاندې دی، طبيعي پېښې په کې تکرارېږي او بې وزلې ډېره شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي، په داسې حال کې چې افغانستان د لسیزو جګړو تر اغېزو لاندې دی، طبيعي پېښې په کې تکرارېږي او بې وزلې ډېره شوې.

اوچا دغه راز د طبيعي پېښو یادونه کړې او ویلې یې دي چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو نه په ۲۵ کې د وچکالۍ په څېر حالت دی او ۶۷ سلنه کورنۍ د څښاک اوبو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخې دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په تېر اکتوبر میاشت کې په هرات ولایت کې زلزلې ته چې دوه سوه پنځه اویا زره کسان یې مرستو ته اړ کړل په اشارې ویلي چې طبيعي افتونو هم افغانستان کې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا لا ډېره کړې ده.

اوچا ویلي له خپلو ملاتړو ادارو سره په ګډه یې د ۲۳ اعشاریه اووه میلیونو اړ افغانانو له ډلې ۱۷ اعشاریه ۳ میلیونه وګړي غوره کړي چې غواړي په روان ۲۰۲۴ کال کې ورسره بشري مرستې وکړي او د دې لپاره یې له نړیوالې ټولنې څه باندې ۳ ملیارده ډالر غوښتې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي غواړي په دې پيسو په روان کال کې اړو افغانانو ته د خوړو او څښاک د پاکو اوبو د برابرولو ترڅنګ روغتیايي چوپړونه وړاندې کړي، د زده کړو زمینه برابره کړي او ځینې نورې اړتیاوې یې پوره کړي او په دې لړ کې به یې ډېره پاملرنه د نورو پرتله پر ډېرو زیانموونکو کسانو، ښځو، ماشومانو او معلولیت لرونکو کسانو ورټوله وي.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګررام د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې وویل چې د بودیجې او مالي ملاتړ د نشتوالي له امله یې په افغانستان کې لس میلیونه اړ کسان د خپلو مرستو له ليسته ایستلي دي. دغه راز څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کرنې او مالدارۍ ادارې ایف ای او هم د کرنې او خوراکي توکو د خونديتوب په تړاو کلیوالي سیمو کې د ترسره شوې سروې رپوټ خپور کړ او ویې ویل چې افغانستان کې وچکالۍ ښځې تر ټولو ډېرې ځپلې دي او اقتصادي وضعیت یې له پخوا ډېر ناوړه شوی دی.