ملګري ملتونه: له افغانانو سره مرسته کوونکي خورا لږ وخت لري

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر 'اوچا ' په خپل تازه رپوټ کې ويلي، مرستندويان او مرستندويې ادارې خورا کم وخت لري چې افغانستان کې اړمنو ته هغه مرستې ورسوي، چې د ژمي په سختو مياشتو کې يې ژوند ژغورلى شي.

اوچا خپل تازه رپوټ کې زياته کړې چې د ۲۰۲۱ م کال په وروستيو دريو مياشتو کې يې سلګونو زرو اړمنو افغانانو سره روغتيايي او مالي مرستې کړې.

رپوټ افغانستان سره د خوراکي توکو د شوې مرستې يادونه کړې، خو دا يې هم ويلي چې پر وخت مرسته رسونه لا هم يوه جدي ستونزه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا لخوا د تېر سپتمبر میاشتې پر پنځمه نېټه د روان ۲۰۲۱ کال په وروستیو څلورو میاشتو کې له ۱۱ میلیونو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره د ۶۰۶ میلیونو ډالرو غوښتنه شوې وه.

اوچا د روانې ډسمبر میاشتې پر اوومه نېټه وویل چې د مرستو لپاره غوښتل شوې ټولې پیسې تامین شوې، خو په داسې حال کې چې خیریه کارکوونکي له مرستندویانو نه منندوي دي، ټولې ژمنې نه دي پوره کړای شوې، ځکه چې د مالي سیستم د نشتوالي له امله مرستندویان له ستونزې سره مخامخ دي.

رپوټ کې راغلي که دغه ننګونه هواره کړای شي مرستنیدویان به په چټکۍ مرستې وکړې او په دې توګه به ډېرو اړو افغانانو ته بشري مرستې ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر لخوا په خپاره شوي رپوټ کې له مرستندویانو غوښتنه شوې چې د پیسو لېږد او د بشري مرستو په برخه کې نور فعالیتونه د طالبانو پر حکومت له لګول شویو بندیزونو جلا کړي، څو په دې توګه بشري مرستې له کوم خڼد پرته دوام وکړي.

دغه راز مرستندویان هڅول شوي چې ځانګړي جوازونه صادر کړي او د پیسو د ورکړې او وېش نوي ځایونه وټاکي، څو په دې توګه د بشري مرستو لپاره ډېرې چارې دوام وکړي.

رپوټ زیاتوي چې خیریه کارکوونکو د سپتمبر له لومړي نېټې راهیسې له څه باندې ۱۳۰ زرو افغان ماشومانو سره د دوی د زدکړو په ځایونو کې مرسته کړې ده.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګري ملتونه افغانستان کې له مخکې بحران رامنځته شوی و

د ۱۴۹ زرو افغانانو غیر خوراکي اړتیاوې یې پوره کړې او له ۷ اعشاریه ۹ میلیونو وګړو سره یې د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

دغه راز یې له څه باندې یو میلیون، یو سل او شپته زره کسانو سره لومړنۍ روغتیايي مرستې شوي دي.

همدا ډول له څه باندې دوه سوه زره خوار ځواکه ماشومانو سره چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي د دارو درملو مرسته شوې ده.

سربېره پر دې ۴۵ زرو کسانو سره نغدي مرسته هم شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل رپوټ کې ویلي په افغانستان کې بشري بحران د طالبانو له واکمنیدو مخکې رامنځ ته شوی و او نژدې ۱۸ نیم میلیونه افغانانو مرستو ته اړتیا لرله، خو اوس نور اندېښمنوونکي خطرونه هم شته، چې په هغو کې ناچاویدلي توکي چې تر ډېره ماشومان زیانموي، د پخواني حکومت د مامورینو، پخوانیو پوځیانو، د رسنیو د کارکوونکو او خیریه کارکوونکو په نښه کېدل شامل دي.

د اوچا په رپوټ کې په افغانستان کې د وچکالۍ یادونه هم شوې او ویل شوي چې اوس مهال افغانستان له ۲۷ کلونو وروسته له داسې ناوړه وچکالۍ سره مخامخ دی چې د دې هېواد ۵۵ سلنه وګړي یې د خوراکي توکو له جدي کمښت سره مخامخ کړي، ځکه نو مرستندویانو او خیریه کارکوونکو ته ویل شوي چې خورا لږ فرصت لري چې له ژمي نه مخکې ژوند ژغورونکې مرستې اړو افغانانو ته ورسوي.