هند او اروپايي ټولنې 'تاریخي' سوداګریزه هوکړه اعلان کړه

له کیڼ لوري د اروپايي ټولنې شورا مشر انتونیو کوستا، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي او د اروپايي کمېسیون مشره ارسولا وون درلېين پر سې شنبه ډیلي کې.

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock

د عکس تشریح، له کیڼ لوري د اروپايي ټولنې شورا مشر انتونیو کوستا، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي او د اروپايي کمېسیون مشره ارسولا وون درلېين پر سې شنبه ډیلي کې.

هند او اروپايي ټولنې یوه خورا مهمه سوداګریزه هوکړه اعلان کړې. دوی تر یوې لسیزې پورې په دې هکله خبرې کولې، چې کله به په ټپه ودرېدې او کله به روانې وې، خو اوس په داسې حال کې چې له امریکا سره د دواړو لوریو سوداګریز اړیکې سړې شوي، هڅه کېږي، چې خپلمنځي اړیکې تودې کړي.

د اروپايي ټولنې کمېسیون مشره ارسولا وون در لېين په دې هکله په ډیلي کې یوې خبري غونډې ته وویل: ''موږ (هوکړې) ته ورسېدو. موږ د ټولو هوکړو مور ته ورسېدو.''

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي بیا دا هوکړه 'تاریخي' وبلله.

دا به د ۲۷ اروپايي هېوادونو ټولنې او د نړۍ تر ټولو ډېر نفوس لرونکي هېواد ترمنځ د توکو ازادې سوداګرۍ ته لاره هواره کړي.

دا دواړه لوري په ګډه د نړيوال ناخالص کورني توليد نږدې ۲۵ سلنه جوړوي او د شاوخوا دوو ميلياردو خلکو د بازار استازيتوب کوي.

تمه ده چې دا تړون به تعرفې په پراخه کچه راکمې کړي او د دواړو لوریو لپاره به بازارونو ته لاسرسی پراخ کړي.

وون در لېين او د اروپايي شورا مشر انتونيو کوستا دا مهال په ډيلي کې دي او هلته یې د دوه‌ اړخيزې سرمشريزې په ترڅ کې له نرېندرا مودي سره وليدل.

د اروپايي کمېسيون په وينا، دا تړون به په پړاویز ډول د کيمياوي توکو، ماشينونو او برېښنايي تجهيزاتو، دغه راز د الوتکو او فضايي بېړيو پر ډېری صادراتو تعرفې له منځه يوسي.

د 'بلومبرګ' راپور کې ویل شوي، تر ټولو مهمه دا چې د موټرو پر وارداتو لګېدونکې ګمرکي محصولونه چې دا مهال تر ۱۱۰ سلنې پورې لوړ دي، د ۲۵۰ زره موټرو د برخې تر چتر لاندې به ۱۰ سلنې ته راکم شي.

دا شمېر د هغه ۳۷ زره موټرو له برخې شپږ برابره زيات دی چې هند تېر کال د جولای په مياشت کې له برېتانيا سره د شوي تړون له مخې منلې وه.

تمه ده چې له اروپايي ټولنې سره د هند دا تړون به د اروپايي توليداتو لپاره د لګښتونو کچه راټيټه کړي، لکه موټر، ماشينونه او کرنيز خوراکي توکي، ځکه چې د وارداتو تعرفې به کمې شي.

برسلز وايي، دا تړون به د پانګونې بهير ته وده ورکړي، اروپايي بازارونو ته به لاسرسی ښه کړي او د اکمالاتي کړیو يوځای کېدو ته به لار هواره کړي.

نوی ډيلی بیا وايي، دې سره به د هند نږدې ټول صادرات اروپايي ټولنې ته ''ترجيحي لاسرسی'' ومومي او تمه ده چې د ټوکرانو، څرمنو، سمندري محصولاتو، لاسي صنايعو، قيمتي ډبرو او ګاڼو پر توکو تعرفې کمې يا په بشپړه توګه له منځه يوړل شي.

سره له دې چې ځینې توکي لکه چای، قهوه، مصالحې او پروسس شوي خوراکي توکي به له دې تړونه ګټه واخلي، هندي چارواکي وايي: ''حساس سکتورونه لکه لبنيات، غلې-دانې، چرګان، سويا مېل، او ځينې مېوې او سابه يې په احتياط خوندي کړي دي، چې د صادراتو د ودې او کورنيو لومړيتوبونو ترمنځ توازن وساتل شي''.

ډيلي او برسلز دغه راز د تګ‌ راتګ پر يوه چوکاټ هوکړه کړې، چې له مخې به يې د لنډ مهال لپاره د هند او اروپايي ټولنې ترمنځ د مسلکي کسانو پر سفرونو لګېدلي محدوديتونه اسانه شي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په دې هکله وويل: ''دا د ازادې سوداګرۍ په لړ کې د هند تر ټولو ستر تړون دی. دا به د هندي بزګرانو او کوچنیو سوداګريو لپاره اروپايي بازارونو ته لاسرسی اسانه کړي. دغه راز به د توليد او خدماتو سکتورونو ته وده ورکړي او نوښتګرې ملګرتياوې به پياوړې کړي.''

دا سوداګريز تړون په داسې حال کې رامنځته کېږي چې هند او اروپايي ټولنه دواړه د امريکا له لوري له اقتصادي او جيوپوليتيک فشارونو سره مخامخ دي.

ارسولا وون در لېين له کیڼ لوري لومړۍ او کوستا له کیڼ لوري درېیم پر دوشنبه د هند جمهوریت ورځې په مراسمو کې ځانګړي مېلمانه وو.

د عکس سرچینه، Narendra Modi/X

د عکس تشریح، ارسولا وون در لېين له کیڼ لوري لومړۍ او کوستا له کیڼ لوري درېیم پر دوشنبه د هند جمهوریت ورځې په مراسمو کې ځانګړي مېلمانه وو.

هند لا هم د هغو ۵۰ سلنه تعرفو له اغېز سره لاس او ګرېوان دی چې تېر کال د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرې ولګولې، په داسې حال کې چې د هند او امريکا ترمنځ د سوداګريز تړون د ترلاسه کولو لپاره خبرې لا هم روانې دي.

تېره اوونۍ ټرمپ ګواښ وکړ چې له اروپايي متحدينو سره به خپله سوداګريزه جګړه نوره هم پراخه کړي، ځکه هغوی د امريکا له لوري د ګرینلنډ د نيولو مخالفت کړی و، خو وروسته له خپل دريځه په شا شو.

دغه پراخ جيوپوليتيک چاپېريال د مشرانو په څرګندونو کې هم څرګند و.

د سې شنبې پر ورځ مېرمن وون در لېين وويل:

''دا د دوو سترو ځواکمنو کيسه ده، د نړۍ دویمه او څلورمه لويه اقتصادي قوه. دوه داسې ځواکونه چې شراکت يې د دواړو لپاره د ګټې پر بنسټ ده. دا يو پياوړی پيغام دی چې همکاري د نړيوالو ننګونو تر ټولو ښه ځواب دی.''

تر دې يوه ورځ مخکې، ښاغلي کوستا د امریکا له نوم اخیستو پرته ويلي و چې دا سوداګريز تړون به نړۍ ته يو ''مهم سياسي پيغام'' ورکړي، چې هند او اروپايي ټولنه ''د تعرفو پر ځای په سوداګريزو تړونونو ډېر باور لري، په داسې وخت کې چې (د کورنیو تولیداتو) ساتندویه پالنه مخ پر زياتېدو ده او ''ځينو هېوادونو پرېکړه کړې چې تعرفې لوړې کړي''.

وون در لېين او کوستا د اوونۍ په پای کې ډيلي ته ورسېدل او د دوشنبې پر ورځ د هند د جمهوريت ورځې په رنګينو مراسمو کې ځانګړي مېلمانه وو.

د سې ‌شنبې پر ورځ، مشرانو له مودي سره د انځورونو لپاره ودرېدل او د هغوی ترمنځ دوستانه فضا په برالا توګه ليدل کېده.

تمه ده چې د تړون رسمي لاسليک به د روان کال په وروستيو کې چې دا موافقه د اروپايي پارلمان او اروپايي شورا له خوا تاييد شي، وشي.

د سوداګريز تړون تر څنګ، هند او اروپايي ټولنه د امنيت او دفاعي همکاريو، او دغه راز د اقليمي بدلون پر وړاندې د ګډو هڅو په اړه جلا خبرې هم کوي.

د سې ‌شنبې پر ورځ د هند دفاع وزير راجنات سینګ وويل، د اروپايي کمېسيون له مرستيالې مشرې کاجا کالاس سره یې د دوه ‌اړخيزو امنيتي او دفاعي مسايلو پر يو لړ موضوعاتو خبرې کړې دي.

په دې خبرو کې د اکمالاتي کړیو د يوځای کولو فرصتونه هم شامل وو، چې باوري دفاعي ايکوسيستمونه جوړ شي او د راتلونکې لپاره چمتو وړتياوې رامنځته شي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دواړه لوري د امنيت او دفاع د شراکت پر يو مسوده کار کوي، چې پکې سمندري امنيت، سايبري ګواښونه او دفاعي خبرې شاملې دي.

اروپايي ټولنه د توکو په برخه کې د هند تر ټولو لوی سوداګريز ملګری دی او د دواړو ترمنځ د مالونو دوه ‌اړخيزه سوداګري په ۲۰۲۴–۲۵ کال کې ۱۳۶ ميليارده ډالرو ته رسېدلې وه، چې د تېرې يوې لسيزې په ترڅ کې نږدې دوه برابره شوې ده.

د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګريز تړون خبرې په ۲۰۰۷ کال کې پيل شوې، خو په ۲۰۱۳ کال کې بازار ته د لاسرسي خنډونو او انتظامي غوښتنو له امله ودرېدې. دا خبرې بيا په رسمي ډول د ۲۰۲۲ کال د جولای په مياشت کې پيل شوې.

د دواړو لوریو چارواکو په تېرو څو ورځو کې په پراخه کچه کار وکړ، چې د تړون پاتې برخې وروستۍ کړي او موخه دا وه چې د اروپايي ټولنې د مشرانو تر سفر مخکې دا موافقه نهايي شي.

دغه تړون داسې مهال رامنځته کېږي چې پر ډيلي او برسلز فشار ډېر شوی، چې د صادراتو لپاره بدیل بازارونه ومومي.

په تېرو اووه میاشتو کې هند له برېتانیې، عمان، او نیوزیلنډ سره مهم سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي او د ۲۰۲۴ کال هغه تړون چې له څلورو هېوادونو جوړې شوی، د اروپايي ازادې سوداګرۍ اتحادیې (سویس، ناروې، ایسلنډ او لیختن ‌سټاین) سره لاسلیک شوی و، اغېزمن شوی دی.

په ورته مهال اروپا ټولنې هم د سویلي امریکایي سوداګریز بلاک 'میرکوسور' سره د روانې میاشتې په پیل کې د ۲۵ کلونو له مذاکراتو وروسته سوداګریز تړون لاسلیک کړ.