هند کې زدکړې کوونکي تر ۲ زرو ډېر محصلان افغانستان کې بند پاتې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
له ۲ زرو ډېر افغان محصلان چې په هند کې پر زدکړو بوخت وو، له دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې بې برخلیکه پاتې دي.
دوه کاله وړاندې د دغو محصلانو ویزې د کورونا وایروس د چټکې خپرېدنې له امله لغوه شوې وې او یو کال وړاندې؛ پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او په کابل کې د هند سفارت له تړل کېدو او هند ته د الوتنو د نشتوالي له امله لا هم په افغانستان کې دي.
بلخوا دغه محصلان وايي، په تېر یوه کال کې یې پر زیاتو هڅو سربېره لا هم د ویزې د ورکړې په تړاو د هندي حکومت کوټلی ځواب نه دی تر لاسه کړی.
محمد ایوب احمدزی هم د همداسې محصلانو له ډلې دی.
دی وايي، لوړې زدکړې کول یې ستر ارمان دی خو د هندوستان د ویزې نه ورکړه یې د دغه ارمان پر وړاندې خنډ ده.
دی زیاتوي، " په لومړیو کې چې بورسونو ته بریالي شوو نو د کورونا له کبله د هندوستان دولت موږ ته ویزې رانه کړې. بیا په وروستیو کې چې افغانستان کې تحولات راغلل نو زموږ ویزې بیا هم همدغسې پسې پاتې شوې او تر اوسه پورې زموږ سرنوشت نه دی مالوم."
افغان منګل یو بل زدکړیال دی چې له دوو کلونو راهیسې د هندوستان تحصیلي ویزې ته شپې او ورځې شمېرې. ښاغلی منګل اندېښمن دی چې که هند ته د تلو فرصت ورته برابر نه شي نو څو کلنه خواري به یې په اوبو لاهو شي.
"د کرېکټ لوبغاړو ته ویزې شته خو موږ ته نه"

د عکس سرچینه، Getty Images
دی وايي، "موږ په ۲۰۲۰ کې شاوخوا زر محصلین کامیاب شوي وو، چې له هغوی څخه یې درې سوه اوس هم په افغانستان کې بند پاتې دي. زموږ له دوو کلونو ډېر وخت کېږي چې بورسونو کې کامیاب شوي یو خو اوس هم افغانستان کې بند پاتې یو. تر اوسه په افغانستان کې دوه نیم زره محصلان بند پاتې دي. دولتي او شخصي ټول محصلین پکې شته. افغانستان زموږ د کرېکټ لوبغاړو ته ویزې ورکوي چې ای پي ایل کې ګډون وکړي خو موږ ته پلمې کوي."
د طالبانو حکومت او هند ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو له ښه کېدو وروسته د تحصیلي ویزو ترلاسه کولو ته په افغانستان کې د ایسارو محصلانو هیلې ډېرې شوې، خو په هند کې یو افغان زدکړیال حبیب سادات، چې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې افغانستان ته تللی و، بي بي سي ته وویل، په دې تړاو کړیو هڅو یې ظاهرا تر اوسه رنګ نه دی راوړی.
ښاغلی سادات زیاتوي، " له یو څه وخت وروسته دلته رژیم بدل شو، سفارتونه وتړل شول. له هندوستانه ماته پیغام راغی چې ویزه دې نوره لغوه ده. موږ له یوې سرګردانۍ او لارورکۍ سره مخامخ شوو. څو میاشتې تېرې شوې تر دې چې د ډهلي او کابل ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې ښې شوې. موږ د هند سفارت ته ویزو پسې ورغلو، خو څه پایله یې نه لرله. بېرته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته راغلو او وزیر صاحب دې خیریوسې له هندي ډیپلوماټانو سره یې په لنډ وخت کې زموږ لیدنه برابره کړه. هندي ډيپلوماټانو محصلانو ته د ویزې د ورکولو ژمنه وکړه، خو له هغه وخته دوه میاشتې تېرې شوې، خو ویزې مو لا نه دي ترلاسه کړي."
په هند کې د بي بي سي خبریال وړاندې په دې تړاو د هندي چارواکو د ځواب تر لاسه کولو هڅه کړې وه، خو هندي چارواکي افغان محصلانو ته د ویزو ور کړې په تړاو څه نه وايي.
د هند پونې، ممبئ، حیدراباد، بنگلور، ډهلی، شمله، چتیسگړ او ځینې نور د هغو ښارونو له ډلې دي چې ډېری افغان محصلان یې په پوهنتونونو کې په زدکړو بوخت دي.
په هندوستان کې د افغان سفارت د شمېرو له مخې، د دغه هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې له ۱۳ زرو ډېر افغان محصلان په زدکړو بوخت دي چې ۵ سلنه یې نجونې دي.
هند په تېرو دوو لسیزو کې د هغو هېوادونو له ډلې و چې افغانانو ته یې تر ټولو ډېر تحصیلي بورسونه ورکړل. ورته مهال د هند خصوصي پوهنتونونو هم د فیس په بدل کې افغان محصلانو ته د لوړو زدکړو لپاره دروازې پرانیستې.
د اټکلي شمېرو له مخې، په تېرو دوو لسیزو کې کابو ۶۰ زره افغان محصلانو په هندوستان کې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زدکړې کړې او هېواد ته ستانه شوي دي.










