په هند کې فارغ شوي افغان افسران: د فراغت په جشن کې ځان بې وطنه راته ښکارېده

د عکس سرچینه، Farid Mamundzay Twitter
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
"د سرتېري کار د خاورې دفاع او د مور وطن د ناموس ساتنه ده. له سیاست سره زموږ کار نه شته. د فراغت په جشن کې ځانونه بې موره او بې وطنه راته ښکارېدل. خو شکر موږ وطن لرو او هیله من یو چې اړیکې ښې شي او موږ ته د عزت په سترګه وکتل شي".
دا د یوه افغان افسر خبرې دي چې هند ته په نظامي زدکړو پسې تللی او فارغ شوی دی خو وېره لري چې که خپل هېواد ته ستون شي نو څه به ورسره وشي.
چې راسره غږېده، احساسول مې د جګړې د ډګر یو داسې سرلښکر خبرې راسره کوي چې په زړه کې یې ناهیلي ډېره او د بري تمه کمه ده خو خپلو ستړیو شویو سرتېرو ته د مورال ورکولو لپاره لا هم ځان ځواکمن او بریمن ښيي.
په رپوټ کې یې د ده په غوښتنه خپل نوم نه بلکې د "ځواک" مستعار نوم کاروو.
کله چې په ۲۰۰۱ کې د طالبانو تېر نظام وپرځول شو، تېر افغان حکومت نظامي برخې ته تر بلې هرې هغې توجه ډېره کړه. امریکا، ناټو غړو هېوادونو او هند هم د وخت افغان حکومتونو سره نظامي مرستو ته مټې رابډ وهلې. افغان امنیتي ځواکونو ته د وسلو او مهماتو د ورکړې تر څنګ یې زرګونه سرتېرو ته په بېلا بېلو برخو کې د پوځي او ملکي زدکړو زمینه برابره کړه.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د ځینو نورو هېوادونو غوندې هند ته هم هر کال لسګونه سرتیري لېږل چې هلته نظامي زدکړې وکړي. واک ته د طالبانو له رسېدو څو میاشتې مخکې یې هم یو ډله کسان هند ته په زدکړو پسې ولېږل.
ځواک هم له خپلې شاوخوا څلوېښت کسیزې ډلې سره له کابله هند ته لاړ او وايي،"موږ هغه کسان یو چې په افغانستان کې مو د لېسانس دوره پای ته رسولې وه، د یوې ازادې سیالۍ له لارې د ملي دفاع وزارت له لوري ټاکل شوي او هند ته رالېږل شوي یو. دلته مو نظامي تعلیمات وکړل او ځينې ملکي مضمونونه مو هم ولوستل او له نېکه مرغه فارغ شوو".
د ځواک په خبره، په هر شپږ میاشتېني سمستر کې له ۳۵ تر ۴۰ زدکړیالان وي او په پای کې د هند له نظامي اکاډمي د افسر او دویم بریدمل په توګه فارغېږي او بېرته خپل هېواد ته ستنېږي. ځواک وايي، دا ځل هم ۴۳ تنه د هند له نظامي اکاډمي فارغ شول.
"موږ سرتېري یو، نه مخکېني او نه اوسني سیاست سره غرض لرو"

د عکس سرچینه، Farid Mamundzay Twitter
زدکړیالانو ته د یوه بهرني روزنیز کورس ترلاسه کول په مسلکي ډګر کې بري ته د رسېدو د زینې یوه پوړۍ ښکاري او ډېرې هیلې یې ورپورې غوټه وي.
ځواک او ورسره تللي سرتیري هم خوشاله وو چې هند ته په نظامي زدکړو پسې ځي. هغه هېواد چې که څه هم له افغانستان سره شریکه پوله نه لري خو تېر حکومت په سیاسي او اقتصادي ډګر کې ډېر نږدې او خواخوږی ګاونډی باله. یو لامل یې له طالبانو د پاکستان ملاتړ او خواخوږي بلل کېږي چې له کبله یې افغانستان او هند دواړو د دغه هېواد په اړه نږدې یو شان سیاست خپل کړی و.
خو اوس هماغه طالبان واک ته رسېدلي او هغه حکومت نه شته چې ځواک او ورسره ملګري سرتیري یې هند ته په زدکړو پسې د دوی پر ضد جګړه کې په نظامي مهارتونو زده کولو پسې لېږلي وو. خو ځواک وايي، چې د سرتېري یې له سیاست سره څه؟
دی زیاتوي، "موږ نظامیان یوو. موږ نه مخکېني او نه اوسني سیاست سره غرض لرو. موږ سرتېري یو او سرتېری خپل کار سره کار لري. له خپلې خاورې او د خپل هېواد له ناموسه دفاع کوي".
څو ورځې مخکې د دغو فارغو شویو افغان پوځیانو د فراغت د جشن عکسونه خپاره او پر خواله رسنیو ډېر لاس په لاس شول. مبارکۍ او هیله مندۍ ډېرې وې خو دا پوښتنې هم وشوې چې دوی به افغانستان ته ستنېږي او که څنګه؟ ځکه چې د جمهوري نظام تر سقوط او واک ته د طالبانو له رسېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د دغو افسرانو یوه بله ډله هم فارغه شوې وه چې ډېریو یې زړه ښه نه کړ، افغانستان ته ستانه شي.
ځواک وايي، هغو افسرانو څو ځلې مظاهرې وکړې او هند حکومت اړ شو چې د انګریزي او کمپيوټر زدکړو یو کلن کورسونه ورته برابر کړي او په خبره یې، تازه فارغ شوي کسان هم اوس هماغه برخلیک سره مخ دي.
دی زیاتوي، "ټول محصلان اوس هلته پخپل لګښت ژوند کوي. له ستونزو سره مخ دي، دوی نه د لوړو مصارفو وس لري او نه په دې وضعیت کې افغانستان ته تللی شي. افغان سفارت نه مو هیله کړې چې د هند له بهرنیو چارو وزارت وغواړي، د تېر په څېر د ظرفیت لوړونې کورسونه راته برابر کړي".
ځینې افسران افغانستان ته ستانه شوي او ځینې نور هم ستنېدل غواړي

د عکس سرچینه، Farid Mamundzay Twitter
ځواک وايي، که څه هم په افغانستان کې نه دی او حالت د رسنیو له لارې څاري چې دی او ملګري یې د طالبانو له لوري له ځينو پخوانیو دولتي کارکوونکو او سرتېرو سره شوي چلند اندېښمن کړي دي.
هند ته په زدکړو پسې تللی دغه افغان افسر زیاتوي، "ټول هغه کارکوونکي وېره لري چې په دولتي ادارو کې یې کار کاوه یا د تېر حکومت په استازیتوب بهرنیو هېوادونو ته د درس او یا دندې لپاره تللي دي. څوک بې دندو شول، څوک د انتقامي وژنو ښکار شول، څوک ووژل شول او څوک پټ پناه ژوند کوي".
خو ځواک وايي، له دې هر څه سره سره بیا هم د ده یو شمېر ملګري افسران بېرته افغانستان ته په دې تمه ستانه شوي دي چې هلته "وطن ته خدمت وکړي".
دی زیاتوي، "د تېرې دورې څلور-پنځه تنه دا پنځه- شپږ میاشتې مخکې پخپله خوښه افغانستان ته لاړل. په اوسنۍ ډله کې هم ځینې افسران شته چې غواړي بېرته افغانستان ته وګرځي او هلته وظیفه او وطن ته خدمت وکړي".
خو ځواک وايي، د پخوانیو نظامیانو پر ضد د طالبانو دریځ پر نورو هغو سرتېرو هم اغېز پرېباسي چې هند، امریکا او ځينو نورو هېوادونو کې دي او له زړه غواړي چې بېرته خپل هېواد ته وګرځي.
د ده په خبره، " له اسلامي امارته غواړو چې موږ نظامیانو سره چلند ښه کړي، سلیقوي او قومي چلندونه ختم کړي، ځکه چې ټول افغانان او مسلمانان یوو. د انتقام اخیستونکو مخه دې ونیسي، پرې دې ږدي چې افغانان په ګډه د وطن لپاره کار وکړي. موږ د زدکړو لپاره راغلي وو او غواړو بېرته د خدمت لپاره وطن ته ستانه شو".
هند ته په زدکړو پسې تللی دغه افغان افسر مې وپوښت چې د طالبانو حکومت سره مو په دې اړه خبرې کړې دي؟ په ځواب کې یې راته وویل، "موږ تر اوسه امارت اسلامي سره نه یو په تماس کې شوي. دلته هند کې سفارت سره په اړیکه کې یو. موږ ټیټ رتبه افسران یو او دا د دولتونو کار دی چې اوس افغانستان او هند پخپل منځ کې څه ډول اړیکې ساتل غواړي او څه کوي؟".
ځواک همدا راز وايي، چې داسې ډاډ هم نه دی ورکړل شوی چې که افغانستان ته ستانه شي نو له کومې ستونزې سره به مخ نشي. دی زیاتوي، "که امارت اسلامي له هنده وغواړي چې د یوې تګلارې له مخې دوی افغانستان ته وروغواړي نو څوک چې غواړي، هغوی به بېرته افغانستان ته لاړ شي او څوک چې نه غواړي پاتې به وي. خو امارت اسلامي موږ ته کوم ډاډ نه دی راکړی، هیله ده خپل چلند ښه کړي چې موږ په صادقانه ډول د خپل مسلک پر مټ خپل وطن ته خدمت وکړو".
بي بي سي د دوی اندېښنه له ځينو طالب مسولانو سره شریکه کړه او ځواب یې دا تر لاسه کړل چې، "افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او پکې ژوند کوونکي د یوه وجود غړي دي. د افغانستان ساتل او پالل د ټولو ګډه وجیبه ده. خدای دې يې راولي، هر کله دې راشي، موږ يې هرکلی کوو".
د فراغت جشن او د بې وطنۍ احساس

د عکس سرچینه، Farid Mamundzay Twitter
ځواک وايي، د دې لپاره هند ته نه وو تللي چې هلته مېشت شي، بلکې، "کله چې یو نظامي یوه بهرني هېواد ته سفر کوي، مالومه خبره ده د دې لپاره ځي چې د پوهاوي کچه او ظرفیت یې لوړ شي، له یوه بهرني هېواده نوي څه زده کړي او بېرته یې خپل وطن ته تګ سره هلته عملي کړي چې پر مټ یې خپل نظام پیاوړی او ځواکمن کړي. دلته ټول محصلین په همدې هدف راغلي وو چې یو څه زده کړي او بېرته افغانستان ته لاړ شي".
ځواک او ملګري یې څو ورځې مخکې په پوځي درېشیو کې د فراغت په جشن کې سره راټول وو خو داسې دوه احساسه ورسره ملګري وو چې یوه ته یې زړه وزرونه کول او بل ازغي پرې چوخول.
ځواک وايي، "موږ د فراغت پرمهال که یو خوا خوشاله وو چې په بل هېواد کې په نویو نظامي زدکړو سمبال شوو چې درسونه یې په لوړه کچه وو او فارغ شوو. بلخوا د وېرې دا احساس هم راسره و چې تېر دولت سقوط شو او اوسنی حکومت تر اوسه چا په رسمیت نه دی پېژندلی نو موږ ته د یوه بې وطنه او پردیو په سترګه کتل کېدل. هماغه چې وايي، وطن مور ده، موږ ته ځانونه بې موره ښکارېدل. خو شکر موږ مور لرو، وطن لرو او هیله من یو چې اړیکې ښې شي او موږ ته د عزت او درناوي په سترګه وکتل شي".










