له هنده د طالبانو غوښتنه؛ افغانستان کې درول شوې پروژې او دیپلوماتیک فعالیت بېرته پيل کړئ

طالبان

د عکس سرچینه، MOFa

د هند د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي سکرتر "جي پي سنګ" چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی، د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي.

ښاغلي متقي دې لیدنه کې ویلي هند "افغانستان کې باید خپلې درول شوي پروژې له سره پيل کړي، خپل دیپلوماتیک شتون فعاله کړي او افغانانو ته قونسلي خدمات وړاندې کړي، خصوصا د افغان محصلینو او ناروغانو لپاره."

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې وايي دغه هندي چارواکي دې لیدنه کې ورته ویلي "دوی له افغانستان سره د پخوا په څېر ښې اړیکې غواړي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي."

دا د طالبانو له بیاواکمنېدو راهیسې افغانستان ته د هند د یوه دولتي پلاوي لومړی سفر دی.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي دا پلاوی د دې لپاره کابل ته تللی چې له افغانستان سره د هندي مرستو رسېدو او وېش بهیر وڅاري.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي له ښاغلي سنګ سره د افغانستان او هندوستان ترمنځ پر دیپلوماتیکو اړیکو، دوه اړخیز تجارت او بشري مرستو خبرې وشوې.

دغه هندي چارواکي ویلي هېواد به یې افغان صادراتو ته زمینه برابره کړي او افغانستان ته به دې برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې ورکړي چې له افغانستان سره اقتصادي مرسته شوې وي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي دې لیدنه کې "پرېکړه وشوه چې د واړو هېوادونو ترمنځ به راشه درشه زیاتېږي."

نوي ډیلي څه ویلي

مرستې

د عکس سرچینه، indian embassy kabul

د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، پلاوی به د دې سفر لړ کې د نړیوالو مرستندویه ادارو له استازو سره وویني چې د دې مرستو د وېش مسوولیت لري.

د هند بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي د هندي پلاوي غړي به له لوړپوړو طالب چارواکو سره هم وویني او له افغانستان سره به د هند بشري مرستو په هکله ورسره وغږیږي.

د هند بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، تمه کېږي، هندی پلاوی به د هغو پروګرامونو او پروژو لیدنه هم وکړي چې په افغانستان کې د هند مرستې له لارې پلي شوي دي.

هند له تېر نومبر راهیسې له پاکستاني او ایراني چارواکو سره د دې هېوادونو له لارې افغانستان ته د خوراکي توکو او دارو - درملو استولو لپاره خبرې کړې.

په دې لړ کې تر اوسه د هند له لوري افغانستان ته نژدې ۲۰ زره ټنه غنم او نژدې ۱۳ ټنه درمل د مرستې په توګه رسېدلي دي او د مسوولینو په وینا د مرستو دا لړۍ روانه ده.

له افغانستان سره په هندي مرستو کې د ژمنیو کالیو او کووېډ ضد واکسینو مرسته هم شامله ده.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د هند خوراکي توکو او نورو اړینو توکو مرستې د ملګرو ملتونو، خوراک او روغتیا نړیوال سازمانونو له لارې وېشل کېږي.

هندي چارواکي وايي، له ایران سره یې د نژدې یو میلیون خوراکه کوواکس نومي کووېډ ضد واکسین مرسته کړې، چې په هغه هېواد کې مېشت افغان کډوالو ته یې ورکړي.

هندي چارواکي له افغانستان سره د نورو بشري مرستو لړ کې د همکارۍ ژمنه داسې حال کې کوي، چې ملګرو ملتونو خبردارى ورکړى چې افغانستان کې لوږه شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي ګواښي او د دغه هېواد روغتيايي نظام هم د پرځېدا له خطر سره مخامخ دى.