ملا یعقوب: هند سره دفاعي اړیکې غواړو، خو لومړی باید دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې شي

د عکس سرچینه، RTA
د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب ویلي، دوی له هند سره د دفاعي اړیکو بیا ټینګولو کې هېڅ ستونزه نه لري، خو ټینګار یې کړی چې لومړی باید د دواړو حکومتونو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې بېرته عادي شي.
نوموړي د (نیوز ۱۸) په نامه له یو هندي تلویزیون سره مرکه کې ویلي، که د دواړو حکومتونو ترمنځ اړیکې عادي کېږي نو طالبان دې ته هم چمتو دي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د روزنې لپاره هند ته ولېږي.
ملا یعقوب همدا راز د هند پر حکومت غږ کړی چې کابل کې خپل تړل شوی سفارت بیا پرانیزي او همدا شان د طالبانو سفیر ته اجازه ورکړي چې نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت چارې ترلاسه کړي.
طالبانو د دفاع وزیر وایي، که هند افغانستان ته خپل دیپلوماتیکه عمله بېرته استوي نو طالبان چمتو دي چې د امنیت برخه کې هر ډول تضمین ورکړي.
نوموړي په دې مرکه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت د هند په ګډون د نړۍ ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
ملا یعقوب په دې مرکه کې د هغو بشري مرستو لپاره هم د هند مننه کړې ده چې په تېرو څو میاشتو کې یې افغانستان سره کړې دي.
د یادولو ده چې پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته هند د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو په څېر په کابل کې خپل سفارت تړلی او له طالبانو سره دیپلوماتیکې اړیکې نه لري.
"د هند او پاکستان سیالۍ کې کار نه لرو"

د عکس سرچینه، Getty Images
ملا یعقوب له هندي تلویزیون سره دې مرکه کې د افغانستان، پاکستان او هند پر درې اړخیزو اړیکو او د سیمې پر امنیت هم لنډې خبرې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان یا هند ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د یو بل پر ضد وکاروي او هیله یې ښودلې چې دواړه هېوادونه به خپلمنځي اړیکې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړي.
د طالبانو د دفاع وزیر ویلي، دوی له القاعدې سره هېڅ اړیکې نه لري او د داعش ډله هم تر ډېره په افغانستان کې ځپل شوې ده.
هغه د پاکستان او ډیورنډ کرښې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، له پاکستان سره ښې اړیکې لري او که وخت نا وخت پر ډیورنډ کرښه کومه پېښه کېږي نو هغه باید ډېره جدي ونه ګڼل شي.
ملا یعقوب پر امریکا هم غږ وکړ چې افغانستان کې دې د طالبانو حکومت ته ستونزې نه جوړوي او دیپلوماتیکې اړیکې دې ورسره ټینګې کړي.
خو د یادولو ده چې هند د طالبانو په لیکو کې د پاکستان د استخباراتو او سخت دریځو ډلو د نفوذ په اړه اندېښنې لري او نه غواړي چې د افغانستان خاوره د هند پر ضد وکارول شي.
خو طالبان بیا بیا ټینګار کوي چې د نړۍ هېڅ هېواد یا ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي

د عکس سرچینه، MOFa
د طالبانو د دفاع وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړې دي چې همدا تېره ورځ د هند د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي سکرتر "جي پي سنګ" د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی او د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره کتلي وو.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي و چې دغه هندي چارواکي ورته ویلي "دوی له افغانستان سره د پخوا په څېر ښې اړیکې غواړي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي."
ښاغلي متقي دې لیدنه کې ویلي هند "افغانستان کې باید خپلې درول شوي پروژې له سره پيل کړي، خپل دیپلوماتیک شتون فعاله کړي او افغانانو ته قونسلي خدمات وړاندې کړي، خصوصا د افغان محصلینو او ناروغانو لپاره."









