که پیاز، کچالو او هوږه نېښ وکړي نو خوړلی یې شو او که نه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نازنین معتمدي
- دنده, بيبيسي فارسي
تاسې پخلنځي کې یاست او غواړئ ماښام ته پخلی وکړئ. کله چې پیاز را اخلئ نو پام مو شي چې نوده یا نېښ کړی دی. خوړو کې یې کارولی شئ او که نه باید لرې یې وغورځوئ؟
دا یوه عامه ستونزه ده، خو دا چې څه باید ورسره وشي په دې اړه نظرونه مختلف دي. د کچالو، پیازو او هوږې په څېر سبزیجاتو د خوړو په اړه چې کله نېښ ووهي سم ځواب نشته.
کله چې کچالو نېښ وکړي څه پېښېږي؟
زېلې یا نېښ وهل یوه طبیعي نښه ده. ښيي چې کچالو مو هڅه کوي په نوي بوټي بدل شي.
په دې بهیر کې غده ډېر غلیظ ګلایکوالکلایډونه (glycoalkaloids) تولیدوي. دا یوه طبیعي زهرجنه ماده ده چې له سبزي (نبات) سره مرسته کوي چې ځان له فنګسونو (پوپنک) او حشرو وساتي.
یو له دې مرکباتو څخه سولانین (solanine) نومېږي. یوه زهرجن ماده چې په ځینو نباتاتو لکه کچالو، روميانو، تورو بانجانو او مرچ کې موندل کېږي.
د حاصلاتو ذخیره کول کولی شي د دې مرکباتو غلظت زیات کړي او دا هغه بهیر دی، چې په بالقوه توګه د انسانانو او څارویو دواړو لپاره خطر لري.
آیا تاسې هغه سبزیجات خوړلی شئ چې نېښ یې کړی وي؟
ډاکټر کرېس بېشپ چې د نباتاتو په برخه کې یې زدکړې کړي او د کچالو محصولاتو راټولو وروسته د هغو ساتنې ( Potatoes Postharvest) کتاب لیکونکی دی وايي: "د نېښ وهلیو کچالو لوی ګواښ ګلایکوالکالویډونه دي چې د کچالو خوند تریخوي. د کومې جدي ستونزې سبب نه بلکې تقریبا تل د کانګو سبب کېږي."
ډاکټر بېشپ بي بي سي ته وویل: "دا طبیعي کیمیاوي مواد معمولا کچالو کې په شین رنګ را څرګندېږي نو ځکه موږ باید شنه کچالو و نه خورو."

د عکس سرچینه، Shutter Stock
هغه زیاته کړه: " د دې کیمیاوي موادو لوړه کچه په نېښونو یا نودو کې وي، نو باید په بشپړه توګه لېرې شي. که لا هم شک لرئ نو بیا د کچالو هغه برخه لېرې کړئ، چې نېښ یا نوده یې کړې وي. زما په نظر، د غدې یا کچالو پاتې برخه د خوړو وړ ده."
د بریتانیا د خوړو د معیارونو ادارې (FSA) وايي نېښ وهلي کچالو د خوړ وړ دي خو په په دې شرط چې په ځانګړو شرایطو برابر وي.
یاده اداره وايي: "د نېښ له لېرې کولو وروسته که بیا هم کچالو کلک وي، او د خرابۍ نښې ونلري، نو په خوندي ډول خوړل کېدای شي خو، که کچالو 'شین رنګ' ته اوښتی وي، نو غوره ده، چې له منځه یوړل شي، ځکه چې شنې سیمې د زهرجنو موادو شتون په ګوته کوي."

د عکس سرچینه، Shutter Stock
د سولانین زهرجنتوب
ځینې کارپوهان په دې اړه د ډېر احتیاط غوښتنه کوي. د بریتانیا په انګلنډ کې د ختیځ انګلیا پوهنتون د نباتاتو د علومو پروفیسوره کېټي مارټېن خبرداری ورکوي: "تاسو باید شنه نېښ وهلي کچالو و نه خورئ."
"[دا] ځکه چې رڼا (چې د تخم د دودې اونېښ وهلو لامل کېږي) د سټېروییدي ګلایکوالکلایډ او سولانین تولید زیاتوي او دا د انسانانو، څارویو، په ځانګړې توګه پیشوګانو او سپیو لپاره زهرجن دي."
پروفیسورې مارټېن زیاته کړه: "کچالو که شنه نه وي د سولانین ټیټه کچه لري، خو څوک باید خام کچالو (هېڅکله) ونه خوري ځکه چې د سولانین زهرو ګواښ په کې وي."
دا نسبتا نادره ده، خو د سولانین له کبله د مسمومیت یا زهرجن کېدو پېښې کمې دي. یوه مشهوره پېښه یې بریتانیا کې په ۱۹۷۰ کال کې شوې وه، چې د ښوونځي ۷۸ زده کوونکي د شنو کچالو ګانو خوړلو له کبله په روغتونو کې بستر شول.
کمه اندازه خوړو له کبله د ناروغۍ نښې نه رابېرسره کېږي. د سولانین خفیف مسمومیت نښې اسهال، کانګې، او د نس شدید درد دی.
په ډېرو سختو قضیو کې د سولانین مسمومیت کولی شي د خوب اړتیا، بې علاقګي، ذهني مغشوشیت، کمزوري، او د لید ګډوډي رامنځته کړي او وروسته کېدای شي د بې هوښۍ او ځینو پېښو کې ان د مړینې لامل شي.
د زهرجنو کچالیو له خوړلو وروسته له څو دقیقو نیولې تر دوو ورځو موده کې د ناوړه اغېزو نښې را برسېره کېږي.

د عکس سرچینه، Sprouted Potatoes
د نېښ وهلیو کچالو د سمبالښت عملي مشوره
- که نېښونه کوچني وي نو تر پخولومخکې یې پرې کړئ.
- که نېښونه اوږده وي (له یو اېنچ زیات)، یا خپله کچالو نرم وي ، د خوړلو وړ نه دي.
- تل شنې ساحې ترې پرې کوئ ځکه چې د زهري موادو غلظت پکې زیات وي.
- که کچالو د خرابېدو یا فنګس او نورو نښې ولري، نو غوره ده چې و یې وغورځوئ.
- که تاسو نېښ وهلي کچالو د تخم په توګه د کرلو لپاره کاروئ ، نو په ډېر احتیاط یې وکړئ. که نېښونه ترې پرې کړئ، یا د کچالو یوه برخه قطع کړئ دا یو زخم جوړوي چې کېدای شي مېکروبونه په کې دننه شي. داسې لکه زموږ پوستکی چې پرې شي.
که تاسو امېندواره یاست یا د بدن د معافیت سیستم مو کمزوری وي او یا ماشوم ته شیدې ورکوئ نو باید ډېر زیات احتیاط وکړئ. داسې نه چې یوه وړه تېروتنه مو لوی سرخوږی درته جوړ کړي.

د عکس سرچینه، Shutter Stock
څنګه کچالو په سمه توګه ذخیره کړو؟
د ضایعاتو کمولو او اوږدې مودې لپاره د کچالو تازه ساتل:
• په یوه وچ، ساړه (۳-۱۰ درجو سانتي ګراد) او تیاره ځای کې یې وساتئ، لکه المارۍ.
• کچالو د ذخیره کولو وړاندې مه مینځئ. رطوبت یې د خرابېدو لامل کېږي.
• کچالو له پیازو لرې وساتئ، ځکه چې دواړه رطوبت او ګازونه اخراجوي چې کولی شي نېښ وهل چټک کړي.
نېښ وهلې اوږه او پیازه څنګه؟
نېښ وهلې اوږه او پیازه بېله کیسه لري.
پروفیسوره مارټېن وايي: "د کچالو برعکس، نېښ وهلې هوږه او پیاز عموما د خوړلو لپاره خوندي دي، ځکه هغسې زهري خطر نه لري."
متخصصین سپارښتنه کوي، چې پیاز او اوږه په یخ (۳-۱۰ درجو سانتي ګراد)، تیاره او وچ ځای کې وساتئ. په بندو پلاستيکي کڅوړو کې یې له ساتلو ډډه وکړئ. دې لپاره چې د هوا جریان ورته ورسېږي د جالۍ او کاغذي کڅوړې څخه کار واخلئ. د کچالو په څېر هرهغه پیاز یا اوږه وغورځوئ چې نرم وي، فنګس ولري او یا هم بد بوی کوي.








