ملا یعقوب: د پاکستان هوایي بریدونه مو د "ملي مصلحت" لپاره وزغمل، بل ځل یې نه زغمو

ملا محمد یعقوب مجاهد

د عکس سرچینه، RTA

د طالبانو حکومت د دفاع چارسمبالی وزیر محمد یعقوب مجاهد وايي، پر خوست او کونړ یې د پاکستان وروستي هوایي بریدونه د 'ملي مصلحت' لپاره وزغمل، خو بل ځل ښايي داسې بریدونه ونه زغمي.

ملایعقوب دا څرګندونې یکشنبه د خپل پلار او د طالبانو د بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر اخوند د نهم تلین په غونډه کې په کابل کې وکړې.

محمد یعقوب وویل چې افغانستان اوس مهال "له هرې خوا" له ننګونو سره مخ دی چې له "ډېرو نژدې" خلکو هم ستونزې ویني. ده زیاته کړه:

"دنیا هم راسره په مقابله کې ده او د ډېرو نژدې خلکو، همسایه‌ګانو څخه هم رنځ او تکلیف وینو، چې ښکاره مثال یې څو ورځې وړاندې په کنړ کې زموږ پر خاوره تجاوز و".

ملا یعقوب پخپلو خبرو کې د خوست پېښه یاده نه کړه خو په ځانګړي ډول یې پر کونړ د پاکستان بریدونو ته په اشارې وویل چې، بل ځل ښايي داسې "تجاوز" ونه زغمي:

"په هېڅ صورت موږ ته د برداشت وړ نه وه. موږ که دا پېښه برداشت کړې ده نو د ملي مصالحو په وجه او د علیا مصالحو په وجه مو دا برداشت کړې ده چې کېدلی شي بل وخت دا برداشت ونه لرو".

د یادولو ده چې د روانې اپرېل میاشتې پر شپاړسمه نېټه د پاکستاني پوځ جېټ الوتکو د خوست او کونړ ولايتونو پر يو شمېر سيمو بمبارۍ وکړې چې درنه مرګژوبله يې واړوله.

طالبانو ویلي چې په دواړو ولایتونو کې په دغو بریدونو کې نژدې ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف پکې د ۲۰ ماشومانو وژل کېدل هم تایید کړل چې له ډلې یې ۱۵ نجونې او پنځه هلکان وو.

د رپوټونو پر بنسټ د دغو بریدونو قربانیان تر ډېره له وزیرستانه خوست او کونړ ته کوچېدلي او هلته مېشت شوي خلک وو.

د پاکستان حکومت او یا هم پوځ یې لا د دغو بریدونو مسولیت نه دی منلی خو دا بمبارۍ په وروستیو کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پر پاکستاني پوځیانو د هغو بریدونو له ډېرېدو وروسته شوي چې مسولیت یې پاکستاني طالبانو منلی.

دې ډلې پر خوست او کونړ د بمباریو په غبرګون کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، "پاکستاني پوځ د ور اوښتې مرګ‌ژوبلې غچ اخېستلو لپاره خوست او کونړ کې پر عامو خلکو بمبار کړی دی".

پر خوست او کونړ تر هوایي بریدونو وروسته پر افغان طالبانو نیوکې ډېرې شوې دي چې ګواکې د پاکستان په اړه "نرم" دريځ لري او له کبله یې دغه ګاونډی د افغانستان پر فضايي حریم تیري او پر خاوره یې بمبار ته زړه کوي.

"پر جوماتونو بریدونه د دوښمنانو کار دی"

په کندز کې په یوه جومات کې شوي برید لسګونه کسان ووژل

د عکس سرچینه، SocialMedia

د عکس تشریح، په کندز کې په یوه جومات کې شوي برید لسګونه کسان ووژل

د طالبانو حکومت د دفاع چارسمبالي وزیر همدا راز په افغانستان کې په دې وروستیو کې پر ځينو جوماتونو بریدونو ته هم اشاره وکړه او دا یې د "دوښمانانو" یو "بزدلانه" عمل وباله.

"کومې امنیتي پېښې چې اوس په دې روژه کې په مساجدو کې کېږي، د هېواد او وطن دوښمنانو، د مسلمانانو، اسلامي نظام او په مجموع کې د ټولو افغانانو دوښمنانو ته موږ وایو چې تاسې په داسې بزدلانه عمل هدف ته نشئ رسېدلی. انشاءالله چې ټول مرامونه او فاسد فکرونه به مو خنثا کوو".

محمد یعقوب مجاهد همدا راز وویل چې هر څوک د افغانستان امنیت ګواښي دوی به یې ځواب ورکوي، "موږ نه پرېدو چې څوک د افغانستان په داخل کې امنیت اخلال کړي او یا مو له بهره څخه تهدید کړي. هر چا ته به په مېړانه ځواب ورکوو او هېڅ وارخطايي هم نه لرو".

د یادولو ده چې په تېرو څو ورځو کې په پرله پسې ډول د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې تر ډېره د شیعه‌ګانو په جوماتونو کې چاودنې وشوې چې تازه هغه یې تېره پنجشنبې د مزار شریف په یوه جومات برید و. په هغه برید کې له ۳۰ ډېر لمونځ کوونکي ووژل شول او نژدې ۹۰ نور ژوبل شول. د دغو دواړو پېښو مسولیت اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پخپله غاړه واخیست.

ورپسې د کندوز په یوه جومات کې چاودنې لسګونه کسان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې داسې مهال د خپل بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر اخوند نهم تلین نمانځي چې وايي، د هغه لوی ارمان په افغانستان کې "امنیت" و.

اوس یې زوی ملا محمد یعقوب مجاهد وايي چې د ملي دفاع چارسمبالي په توګه به له ټول حکومت سره په ګډه امنیت ټینګولو ته "جدي پام" کوي او په خبره یې، په کور دننه او بهر به په دې اړه د هر راز تهدید مخه نیسي.

خو وروستیو بریدونو ته په کتو داسې ښکاري چې طالبان په دې برخه کې لږ تر لږه په دې روانه میاشت کې ډېر بریالي نه دي ثابت شوي.