یونیسف پر خوست او کونړ د پاکستان بمباریو کې د شلو ماشومانو وژنه تائید کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونيسف) تائید کړې چې په خوست او کونړ ولايتونو کې د تېرې شنبې ورځې د هوايي بريدونو له کبله په وژل شویو کسانو کې ۲۰ ماشومان هم شامل دي، دي چې ۱۵ نجونې او پنځه هلکان په کې شامل دي.
د افغانستان لپاره د يونيسف مشر محمد ايويا چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، "دغه ماشومان په خپلو کورونو کې په داسې حال کې وژل شوي چې په خوب ويده وو. موږ د دې بې تراژيدۍ له کبله خواشيني يو او ټولو زيانمنو کورنيو او د هغوی دوستانو ته د زړه له کومې تسليت وړاندې کوو".
يونسيف وايي، "د ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی، په هر ډول، باید ودرېږي او له ټولو خواوو يې په کلکه غوښتنه کړي چې د نړیوالو قوانینو له مخې ولسي وګړو او ملکي زیربناوو ته له زیان رسولو ډډه وکړي او تل د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره چې هر څه په وس کې وي ترسره کړي".
د تېرې شنبې په ورځ (۱۶ اپرېل) د پاکستان پوځ جېټ الوتکو د خوست او کونړ ولايتونو پر يو شمېر سيمو بمبارۍ وکړې چې درنه مرګژوبله يې واړوله.
طالبانو ويلي په يادو دوو ولایتونو کې د پاکستان هوايي بريدونو په ترڅ کې نژدې ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د پاکستان حکومت یا پوځ لا هم د دې بریدونو مسؤلیت نه دی منلی، خو ظاهراً دا بمبارۍ له هغه وروسته شوې دي چې په دې وروستیو کې ډیورنډ کرښې ته نږدې د پاکستان بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه زیات شول.
د همدې اپرېل میاشتې پر څوارلسمه نېټه په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو یو برید کې ۷ پاکستاني پوځیان ووژل شول. پاکستانی طالبانو د هغه برید مسؤلیت منلی و.
یادې ډلې پر خوست او کونړ د بمباریو په غبرګون کې په یوه اعلامیه کې ویلي: "پاکستاني پوځ د وراوښتې مرګژوبلې غچ اخیستلو لپاره خوست او کونړ کې پر عام خلکو بمبار کړی دی".
د رپوټونو په بنسټ د دغې پېښې قربانیان تر ډېره له وزیرستانه خوست او کونړ ته بېځایه شوي خلک وو چې هلته یې پناه وړې وه او مېشت شوې وو.

د عکس سرچینه، UNICEF
اوس د افغانستان لپاره د یونیسف مشر محمد ایویا ویلي، په سیمه کې د اغېزمنو کسانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یادې پېښې په تړاو کابل کې د پاکستان سفیر ورغوښتی و چې په دې اړه د دوی اعتراض لوړپوړي پاکستاني چارواکو ته ورسوي.
خو پاکستان بیا له افغان طالبانو غوښتي چې د هغو پاکستاني طالبانو په ضد دې ګام واخلي چې د دوی د ادعا له مخې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي.
یاده دې وي چې په تېرو ورځو کې د افغانستان په څو ولایتونو او د نړۍ یو شمېر ښارونو کې د پاکستان د بمبارۍ د غندلو په تړاو لاریونونه وشول.









