له افغانستان سره تړلې لارې: "پاکستان کې بزګران د مالټو او کچالیو سږنیو حاصلاتو پلور ته حیران دي"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عمر دراز ننګیانه
- دنده, بيبيسي، اسلام آباد
په پاکستان کې د بي بي سي خبریال په یوه څېړنیز رپوټ کې موندلي چې دغه هېواد کې سږ کال د مالټو او کچاليو يا الوګانو حاصلات د پام وړ ښه وو خو د صادارتو نشتوالي له کبله یې بزګران چې لوی اکثریت یې پنجاب کې دي له سختو مالي زیانونو سره مخ کړي.
د میوو او سبزیو سوداګر او کاروباریان د دغې زیان یو لوی دلیل له افغانستان سره بندې لارې بولي چې ورسره پاکستان کې د دغو حاصلاتو بیې خورا ټېټې شوې دي.
د پاکستان مالټې او کچالو (پټاټې) نه یوازې افغانستان ته صادرېدل بلکې په یوه زیاته اندازه د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا هېوادونو ته هم رسېدل.
افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونه د پاکستان د کرنیزو محصولاتو په ځانګړي ډول د کچالیو او مالټو له سترو مارکېټونو شمېرل کېږي.
خو له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګریزې لارې بندې دي چې ورسره ټوله سوداګري په ټپه ولاړه ده.
د دغو لارو برخلیک لا هم نه دی معلوم، افغان لوری هم خپل شرایط لري ځکه نو د پاکستان مرکزي حکومت د پنجاب ایالتي حکومت په غوښتنه تازه بزګرانو او سوداګرو ته د بدیلو لارو د پلټنې اجازه ورکړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
مرکزي اسیا ته د مالټو، کچاليو او نورو حاصلاتو د رسولو یوه بدیله لار ایران بلل کېږي خو سوداګر وايي چې دا لار د افغانستان پرتله ډېره اوږده او ګرانه ده. د دوی په ټکو همدا دلیل دی چې د حاصلاتو په سږني موسم کې د دغو محصولاتو بازار سوړ او د صادراتو حجم خورا کم دی.
حماد رسول نومي بزګر چې په سرګوده کې د مالټو او کچاليو ستر سوداګر هم دی بي بي سي ته ویلي، "بزګران په ځانګړي ډول هغوی چې کچالو یې کرلي له ستر زیان سره مخامخ دي."
نوموړي زیاته کړه، "په مارکېټ کې د کچاليو قیمت د هېڅ شي برابر شوی چې له کبله یې ان ډېر بزګران هېڅ فصل نه ټولوي، ځکه د کچالیو نرخ د هغوی د راټولولو او ورباندې زحمت ویستلو له ارزښته څو برابره کم شوی."
د کچاليو تر څنګ مالټې له ورته حالته تېریږي او ویل کېږي سږ یې حاصلات ډېر ښه وو. د مالټو د ارزښت کمېدو که یو دلیل له افغانستان سره د لارو بندښت بلل کېږي بل خوا ویل کېږي چې د پاکستاني مالټو کیفیت هغه پخوانی نه دی پاتې او په نړیوالو بازارونو کې یې هسې لېوالتیا او غوښتنه نشته.
"سږ د مالټو فصل او کیفیت ښه وو خو سوداګریزې لارې تړلې"

د عکس سرچینه، Getty Images
په سرګوده کې د کوټ مومن سیمې د سبزیو او میوو کاروباري حماد رسول له بي بي سي سره خبرو کې وویل چې سږ کال د مالټو حاصلات، کیفیت، خوند او هر څه د صفت وړ وو خو د ده په ټکو "د افغانستان سره لارې داسې مهال وتړل شوې چې نږدې د کینو او مالټو فصل شروع کېده."
هغه وايي، "سوداګرو یو ناڅاپه د کومې بدیلې لارې بندوبست هم ونشو کړی."
حماد رسول وايي په لومړیو کې حکومت ورته په ډاډ ویل چې له افغانستان سره پولې خلاصیږي چې داسې ونه شول.
ویل کېږي پاکستان کې د مالټو او کینو تر ټولو ډېر او ښه حاصلات همدلته سرګوده کې وي چې یوه زیاته اندازه یې بهر ته صادریږي.
د رپوټونو پر بنسټ دلته سږ کال د شاوخوا ۱۸ لکه ټنه مالټو حاصلاتو اټکل کېده چې له ډلې یې باید لږ تر لږه پنځه لکه ټنه صادرې شوې وی خو سوداګر وايي، "له افغانستان سره د لارې تړل کېدو له کبله که اوس یو لک ټنه هم صادرې شي ډېرې به وي."
دلته د ځايي بڼوالو وینا ده چې د پاکستان د مالټو تر ټولو ستر مارکېټ د منځنۍ اسیا هېوادونه دي چې د پاکستان د ټولو حاصلاتو نږدې ۴۵ سلنه مالټې ور صادرېدلې.
حماد رسول وايي حکومت که څه هم له بدیلو لارو د سوداګرۍ اجازه ورکړې خو د ده په باور نورې بدیلې لارې "د واټن، لګښت او د میوو خرابېدو دلایلو له کبله ډېرې مناسبې نه دي." او له همدې کبله "په دغو بدیلو لارو د مالټو صادرات نه شي کېدای."
دی په دې برخه کې د حکومت له ناغېړۍ هم سر ټکوي او وايي له منځنۍ اسیا ور ها خوا په نورو هېوادونو کې د بازارموندنې برخه کې یې حکومت هم سم لاسنیوۍ نه دی کړی. ښاغلی رسول دا هم وايي چې په نورو بازارونو کې سیالي هم سخته ده چې له کبله به یې د پاکستاني مالټو پلور سخت وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مالټو دا کاروباري وايي حالاتو ته په کتو ښکاري چې یو زیات شمېر بزګر او بڼوال به د صادراتو نشتوالي له کبله له "پور او مالي زیانونو" سره مخ شي.
پاکستان کې د سبزیو او میوو د صادراتو ټولنې یوه مشر وحید احمد له بي بي سي سره خبرو کې ویلي د لارې له بندېدو ور ها خوا په نړیوال بازار کې د پاکستاني مالټو کیفیت د مالټو په صادراتو اغېز کړی دی.
د ښاغلي احمد په وینا مالټې او کینو نازکې مېوې دي چې په اسانۍ له منځه ځي او د پاکستاني مالټو ژوند لا کم دی. هغه وايي زموږ مالټې ژر خرابېږي ځکه یې په نړیوالو بازارو کې څوک په اسانۍ نه اخلي او واردونکي یې لېوالتیا نه لري.
د سبزیو او میوو د ټولنې دا مسول وايي، "د پاکستاني مالټو فصل د ډېسمبر میاشتې په وروستیو کې پیل او د فبرورۍ یا مارچ پورې رسېږي خو زموږ پرتله د نورو هېوادونو د مالټو فصل ان د مۍ تر میاشتې رسېږي."
دی وايي دا مهال "پاکستان کې د مالټو او کینو۵۰ شرکتونه تړل شوي."
ایا د کچاليو صادرولو بدیلې لارې به ګټورې وي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د سرګودې د مالټو او کچالیو یو صادرونکی حماد رسول وايي، له افغانستان سره د سوداګرۍ لارو تړل کېدو "د کچاليو په فصل او صادراتو ژور اغېز کړی دی."
دی وايي د کچاليو په یوه ۶۵ کیلویي بوجۍ لږترلږه ۲۳۰۰ پاکستانۍ روپۍ لګښت راځي خو 'اوس په بازار کې د همدې بوجۍ قیمت ۱۱۰۰ کلدارو ته نږدې دی."
بزګر وايي، 'کچالو په بشپړ ډول له زیان سره مخامخ دي." او په ټکو یې نرخ یې د لګښت له اندازې له نیمايي هم ډېر لوېدلی دی."
حماد رسول وايي، "د پاکستان کچالو افغانستان او له همدې لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او نورو ته صادرېدل چې زموږ تر ټولو لوی مارکېټ همدا وو چې اوس د سوداګریزو لارو تړل کېدو له کبله بند دی او په نورو مارکېټو کې یې غوښتنه کمه ده."
د پاکستان د میوو او سبزیو د صادراتو د ټولنې یو مشر وحید احمد وايي د حکومت له خوا له بدیلو لارو د سوداګرۍ اجازې وروسته که څه هم اوس کچالو له نورو لارو صادرېږي خو وايي 'د ټرانزېټ موده یې ډېره شوې او پرې لګښت ډېر شوی دی."
ښاغلی احمد وايي، "پخوا به د کچاليو د ټرانزېټ موده له پنځو تر اووه ورځو وه اوس پرې له ۱۵ نیولې تر ۱۷ ورځو وخت تېرېږي او تر څنګ یې د لېږد لګښت هم ډېر شوی دی."
پاکستان کې د میوو او سبزیو چارو د دغه مسول په ټکو د افغانستان او منځنۍ اسیا تر څنګ د پاکستان د کچاليو بل ستر بازار روسیه وه خو دغې هېواد هم تېر کال د پاکستان په کچالیو بندیز لګولی او لا هم پاکستاني الوګان نه مني.
د ښاغلي احمد په ټکو له پاکستاني حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د دغې بندیز ختمېدو لپاره هڅې وکړي خو د ده په ټکو څه پام ورته نه دی شوی.








